د فرانسې په شمالي لیل ښار کې د مړو د ساتلو روغتون. انځور: رویټرز. ډسمبر ۲۰۲۱
د فرانسې په شمالي لیل ښار کې د مړو د ساتلو روغتون. انځور: رویټرز. ډسمبر ۲۰۲۱

وروسته له هغه چې په انګلیس کانال په سمندر کې کې ۲۷ تنه کډوال ډوب شول، اوس یو شمیر افغانان اندیښمن دي چې په په یاده پیښه کې به د دوې ملګري او خپلوان هم شامل وي. دغه افغانان د قربانیانو د هویت د پیژندلو لپاره فرانسې ته راغلي دي.

له بریتانیا او د فرانسې د یو شمیر ښارونو څخه ځینۍ افغانان پاریس ته د قربانیانو د جسدونو د پیژندلو په موخه راغلي. دوې اندیښنه لري چې په انګلیس کانال کې د ډوبو شویو کډوالو ترمنځ به د دوې خپلوان او ملګري هم شامل وي.

په پاریس کې د افغانانو د کلتوري ټولنې په مرسته څلور تنه افغانان له بریتانیا، د فرانسې له نورماندي ښار او له پاریس څخه د تیرې چهارشنبې په ورځ د ډسمبر په لومړۍ نیټه د فرانسې شمالي ښار لیل ته ولاړل ترڅو دغلته په یوه روغتون کې د پیښې د قربانیانو جسدونه له نږدې وګوري. د روغتون مسولین د ځینو اداري پروسو له امله دغو افغانانو ته اجازه ورنه کړه ترڅو جسدونه له نږدې وګوري.

یوتن افغان چې له پاریس څخه لیل ښار ته ورغلی، اندیښه لري چې تره زوی به يي په انګلیس کانال کې ډوب شوی وي. هغه وايي چې د کښتې د ډوبیدو په ورځ تره زوی مې راته وویل چې یو ځل بیا به د کښتۍ له لارې د اوښتو هڅه وکړم.

دغه ځوان رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې له یادې پیښې دوه ورځې وړاندې د نومبر په ۲۲ مه مې له خپل تره زوې سره په وروستۍ ځل خبرې کړې.

هغه وايي:«  تره زوی مې ۲۰ ورځې په فرانسه کې و او څو ځلې يي د کښتۍ له لارې بریتانیا ته د اوښتو هڅه کړې وه خو ناکام شوی و. هغه غوښتل چې د بریتانیا بیرمنګام ښار ته ولاړ شي.»

دغه افغان وايي چې زه نن لیل ښار ته راغلی یم ترڅو د هغه جسد ووینم خو دا ممکن نه دی.

نور ولولئ: انګلیس کانال کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه: د مړو شمېر ۲۷ تنو ته لوړ شوی

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په انګلیس کانال کې ۲۷ تنه کډوال چې غوښتل يي له فرانسې څخه په وړو کښتیو کې بریتانیا ته ولاړ شي، په سمندر کې ډوب شول.

یو بل افغان کډوال چې د خپل تره زوی په لټه کې دی، له پاریس څخه د لیل ښار ته ورغلی او سخت اندیښمن دی.

نوموړی وايي:« دوې ما ته اجازه رانکړه چې مرده خانې ته دننه شوم. د نوموړی کورنۍ را سره اړیکه نیسي او د خپل زوې پوښتنه کوي. ځینې وخت هغوې ته ځواب نه ورکوم ځکه ویلو لپاره څه نه لرم.»

په پاریس کې د افغانانو د کلتوري ټولنې اندیښنه

په انګلیس کانال کې د ۲۷ تنو کډوالو د ډوبیدنې تراژیدي ګڼ شمیر خلک يي اندیښمن کړي. په پاریس کې د افغانانو د کلتوري ټولنې مشر وايي چې له یادې پیښې راهیسې له افغانستان او نورو ځایونو څخه ګڼ افغانان دوې ته ټیلفون کوي او اندیښنه لري چې خپلوان او دوستانه به يي په دغه پیښه کې شامل وي.

د یادې ټولنې مشر جان کاکړ چې د یادې پیښې په اړه سخت اندیښمن دی کډوال نیوز ته د پنجشنبې په ورځ وویل:« د نومبر ۲۴ مې پیښې راهیسې له افغانستان، بریتانیا او له پاریس څخه یو شمیر خلک راسره اړیکه نیسي. له هماغه راهیسې آرامه خوب نه لرم.»

په تیرو څو کلونو کې د فرانسې له ختیځ څخه د انګریز کانال له لارې بریتانیا ته په وړو کښتیو کې د کډوالو د اوښتو هڅې ډیرې شوي دي. د برتانیا د رسمي شمېرو له مخې د روان کال له پیل راهیسې ۲۲۰۰۰ کډوال له همدغې لارې بریتانیا ته رسیدلي دي.


*د پیښې د حسایت له امله مو و نه شو کولای یو شمیر نومونه څرګند کړو.

 

نورې ليکنې