افغان کډوال په ترکیه کې. کرېډېټ: رویترز
افغان کډوال په ترکیه کې. کرېډېټ: رویترز

اروپايي کمیسیون د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اروپايي ټولنې په ترکیه کې د کډوالو د ملاتړ لپاره ۳۲۵ میلیونه یورو( ۳۶۷ میلیونه ډالره) نورې مرستې کوي. دغه مرستې د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ د کډوالۍ د تړون یوه برخه ده.

اروپايي ټولنې د جون په میاشت کې یو پلان تصویب کړ چې ترکیې ته به د سوریې کډوالو د کوربه توب له امله  د ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۴ کاله پورې ۳ میلیارده یورو ورکړي. دغه مرستې هم د همدغه پلان له مخې ترسره کیږي.

د ۳۲۵ میلیونه یورو دغه مرستې به په نغدي ډول په مستقیم ډول پر کډوالو وویشل شي او شاوخوا ۱،۵ میلیونه کډوال به په ترکیه کې له دغو مرستو برخمن شي. له دغو مرستو به کډوال د خپلو اړینو اړتیاوو لکه خواړه، کرایه، ټرانسپورټ او روغتیا په برخه کې ګټه پورته کړي.

د ترکیې د انادولو خبري آژانس لیکلی چې د اروپايي ټولنې د بحران د مدیریت کمیشنر یانز لنارچیچ چې په دې وروستیو کې يي د ترکیې پلازمینه انقرې ته سفر کړی و د دغو مرستو په اړه وویل چې دغه پیسې به له هغو سلګونه زره کورنیو سره مرسته وکړي چې د کرونا ویروس او نورو ستونزو له امله زیان لیدلی دی.

ښاغلی یانز لنارچیج انقره کې د پنجشنبې په ورځ یوې خبرې کنفرانس ته وویل:« دغه نغدي مرستې کډوالو ته دا اجازه ورکوي چې هغوی خپل پریکړه وکړي چې څه ته اړتیا لري او په ورته وخت کې د ترکیې له اقتصاد سره مرسته کوي.» نوموړی دغه پروګرام د اروپايي ټولنې او ترکیې لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه و بلل.

نور ولولئ: ترکیه: د زیات شمېر افغانانو په ګډون ۳۱۵ کډوال نیول شوي

یوه نوې څیړنه چې د ترکیې د هلال احمر او د سره صلیب د نړیوالې ټولنې لخوا ترسره شوی، ښايي چې د کرونا ویروس د کډوالو پر اقتصاد اغیز کړی او د دوې د پور کچه دوه چنده لوړی شوی دی.

د ۲۰۱۶ کال د مارچ په میاشت کې انقرې له اروپايي ټولنې سره یو توافق لاسلیک کړ چې له مخې يي ترکیې و منله چې هغه کډوال چې له دغه هیواد څخه د یونان ټاپوګانو ته ځي او د پناه غوښتنه يي په یونان کې نه منل کیږي نو ترکیه به دغه کډوال بیرته اخلي. ترکیې داهم و منله چې له انساني قاچاقچیانو سره به مبارزه وکړي.

په بدل کې اروپايي ټولنې هوکړه وکړه د ترکیې وګړو لپاره به ویزه له منځه یوسي او اروپايي ټولنه کې د ترکیې د یو ځای کیدو لپاره به خبرې چټکې کړي. همدارنګه بروکسل و منله چې په ترکیه کې به له سوریايي کډوالو سره ۶ میلیاره یورو مرسته وکړي.

د دغه توافق د تطبیق پر سره داوړه لوري کله نا کله یو پر بل نیوکي کوي. د ترکیې ولسمشر رجب طبیب اردوغان ویلي چې اروپايي ټولنې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. هغه له دغه توافق څخه د وتلو ګواښ کړی و.

ترکیه یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د منځني ختیځ، افغانستان، پاکستان او یو شمیر نورو هیوادونو کډوال له دغه هیواد څخه اروپا ته د رسیدو په موخه د ترانزیټ په توګه ګټه پورته کوي.

د ترکیې د کډوالۍ اداره وايي چې اوسمهال دغه هیواد ۶ میلیونه کډوالو کوربه دی چې نږدې ۴ میلیونه يي د سوريي وګړي دي.

 

نورې ليکنې