د بوسنیا بیهاچ ښار کې کنډواله. دغه ویجاړه ودانۍ کې تر لسو ډېر افغانان او پاکستانیان اوسېږي. انځور: کډوال نیوز
د بوسنیا بیهاچ ښار کې کنډواله. دغه ویجاړه ودانۍ کې تر لسو ډېر افغانان او پاکستانیان اوسېږي. انځور: کډوال نیوز

لیپا مهاجر کمپ چې په بوسنیا کې موقعیت لري څو اونۍ مخکې پرانیستل شوی دی. دې کمپ کې د شته اسانتیاوو سربېره ډېری مهاجر لا هم د بوسنیا ښار په کنډوالو کې شپه سبا کوي. دوی چې ډېری یې افغانان دي او اروپایي ټولنې ته د اوښتو هڅه کوي وایي، لیپا د یادې ټولنې غړي هیواد کروشیا له پولې څخه لرې ده.

افغان او پاکستاني کډوال عمر خان،‌ سلمان خان او سلمان علي‌ د سړک پر غاړه روان دي.‌ نن په بوسنیا کې هوا یخه ده او باران ورېږي.‌ دغه تنکي ځوانان چې ګرمې جامې نه لري او د سړې هوا له کبله لړزېږي وایي، د سهار په لسو بجو یې له لیپا کمپ څخه د بیهاچ ښار پر لور خپل سفر پیل کړی دی، خو د لارې د لرې والي او د یخې هوا له کبله ډېر ستومانه شوي‌ دي.‌ دوی غواړي چې بیهاچ ښار ته په رسېدو سره د غرونو له لارې کروشیا ته د اوښتو هڅه وکړي.‌

یاد مهاجر وایي:‌ «لومړی بیهاچ ته ځو. هلته دوه درې ورځې پاتې کېږو. وروسته بیا ګېم کوو.»

ټول هغه کسان چې له اوږدو سفرونو وروسته بوسنیا ته رسېدلي دي د «ګېم» له کلیمې سره بلدتیا لري.‌ له پولې څخه د تېرېدو هڅو ته «ګېم» ویل کېږي.

بوسنیا د اروپایي ټولنې د غړي هیواد کروشیا سره ګډه پوله لري. خو مهاجر کروشیا ته د اوښتو لپاره لومړی باید د دغه هیواد سرحدی ښارونو لکه بیهاچ او یا ولیکا کلادوشا ته ځان ورسوي.‌ له همدې امله ډېری کډوال لیپا کمپ کې نه پاتې کېږي.

بیا ولولئ: ویډیو: بوسنیا کې د افغان مهاجرو کړاوونه

افغان او پاکستانی مهاجر عمرخان، سلمان خان او سلمان علي له لیپا نه بیهاچ ته ځي. انځور:‌ کډوال نیوز
افغان او پاکستانی مهاجر عمرخان، سلمان خان او سلمان علي له لیپا نه بیهاچ ته ځي. انځور:‌ کډوال نیوز

«لیپا کمپ کې د ژوند ضعیت ښه شوی»

لیپا د بوسنیا په یوه لرې پرته سیمه کې موقعیت لري او غرونو ایساره کړې ده. دغه نوی کمپ څو اون مخکې پرانیستل شوی دی.‌

بوسنیا کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې غړې ادیتا سلمبیکویچ کډوال نیوز ته وایي چې «نوی کمپ په یو وخت کې د ۱۵۰۰ کسانو د ځایولو ظرفیت لري.» خو په وینا یې «کمپ کې د تشو ځایونو د شتوالي سره سره ډېری مهاجر دا غوره ګڼي چې لیپا کمپ ته له ورتګ نه ډډه وکړي.» 

نوموړې د چارواکو له قوله وایي چې دمګړۍ یوازې ۴۰۰ کډوال په لیپا کې اوسېږي، خو د بوسنیا په ځنګلونو او یا ویجاړو ودانیو کې د کډوالو شمېر نږدې ۱۰۰۰ تنو ته رسېږي.

د لیپا نوی کمپ څو اونۍ مخکې پرانیستل شوی دی. انځور: کډوال نیوز
د لیپا نوی کمپ څو اونۍ مخکې پرانیستل شوی دی. انځور: کډوال نیوز

دنیس د لیپا کمپ یو مسول دی. هغه وایي چې نوی کمپ په درېو برخو کې وېشل شوی دی. یادې برخې کورنیو، کم عمر لرونکو مهاجرو او مجردو کډوالو ته ځانګړې شوې دي. د نوموړي په خبره د کمپ اوسېدونکي اجازه لري چې په ازاده توګه له کمپه ووځي خو په دې شرط چې خپل کارتونه د کمپ مسولینو ته ورکړي. 

د کمپ هره برخه د قرنطین لپاره داسې زونونه لري چې لیپا ته نویو رسېدلو کسانو ته ځانګړی شوي دي.

دنیس زیاتوي: «کمپ کې د تشنابونو او حمامونو نه علاوه یوه طعام خانه هم شته چې کډوال پکې ډوډۍ خوري.»

د لیپا کمپ طعام خانه. انځور: کډوال نیوز
د لیپا کمپ طعام خانه. انځور: کډوال نیوز

یوه ویشت کلن فیصل افریدي چې د پېښور دی لیپا کمپ کې ژوند کوي. هغه وایي چې له یو نیم کال راهیسې په بوسنیا کې اوسېږي او تر دې دمه یې کروشیا ته د ورتګ لپاره نږدې ۲۰ ځله هڅه کړې ده، خو کروشیایي ځواکونو نیولی او بوسنیا ته یې بېرته شړلی دی.

دغه ځوان مهاجر چې اوس د سبا ناري کولو په حال کې دی وایي: «نوي کمپ کې وضعیت ډېر ښه شوی دی. موږ ته کافي ډوډۍ راکول کېږي. کډوال په کانتینرونو کې اوسېږي چې هوا پکې ګرمه ده. »

د فیصل افریدي ملګری درې ویشت کلن حسن د افغانستان دی. که څه هم نوموړي د نوي کمپ څخه راضي دی، خو وایي چې کمپ کې د انټرنټ نشتوالي او له لیپا نه تر بیهاچ پورې د لارې لرې والي مهاجر له ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه دواړه کډوال په پام کې لري چې په نږدې راتلونکې کې یو ځل بیا کروشیا ته د اوښتو هڅه وکړي. خو دوی لومړی باید دې ته تیاری ونیسي چې له لیپا نه تر بیهاچ پورې پیاده مزل وکړي.

بیا ولولئ: بوسنیا کې افغان مهاجر: «موږ نه په خپل هیواد کې ځای لرو نه اروپا کې»

پاکستانی مهاجر فیصل افریدي د لیپا په کمپ کې. انځور: کډوال نیوز
پاکستانی مهاجر فیصل افریدي د لیپا په کمپ کې. انځور: کډوال نیوز

«بوسنیا ته د پاتې کېدو لپاره نه یو راغلي»

ډېری هغه مهاجر چې د بیهاچ ښار په شاوخوا سیمو کې لیدل کېږي افغانان او یا پاکستانیان دي. دوی چې په خورا سختو شرایطو کې ژوند تېروي وایي له میاشتو میاشتو راهیسې بیهاچ کې بند پاتې دي. 

د یاد ښار په یوه ځنګلي سیمه کې دوو افغانانو خیمه لګولې ده:‌ نهه لس کلن لطیف او ملګري یې درې ویشت کلن نواز خان. لطیف د افغانستان د جلال آباد ښار دی او نواز خان د پکتیا څخه. دغه دواړه کډوال چې څو ورځې مخکې له کروشیا څخه شړل شوي دي وایي چې له څه باندې یو کال راهیسې په بیهاچ کې ایسار پاتې. 

لطیف وایي: «موږ همدغه ځای کې خیمه درولې ده ځکه چې پولې ته نږدې دی. نه غواړو چې لیپا ته ولاړ شو. بوسنیا ته د دې لپاره نه یو راغلي چې دلته پاتې شو. لیپا له پولې څخه لرې ده.»

بیا ولولئ: کروشیا: د مهاجرو پر وړاندې د تاوتریخوالي له کبله د درېو پوله ساتونکو دندې ځنډول شوې

افغان مهاجر لطیف د اوبو ګرمولو په حال کې دی. انځور: کډوال نیوز
افغان مهاجر لطیف د اوبو ګرمولو په حال کې دی. انځور: کډوال نیوز

نوازخان د خپل ملګري د خبرو په تاییدولو سره وایي چې ډېری هغه کسان چې لیپا کې ژوند کوي کروشیا ته د اوښتو لپاره له یاد کمپ نه تر بیهاچ (او یا ولیکا کلادوشا، سراییوو، او بنجلوکا) پورې پیاده مزل کوي. په وینا یې: «دا منم چې دلته هوا یخه ده، امکانات نشته، هره ورځ‌ باران ورېږي. خو موږ نه غواړو چې لیپا ته ولاړ شو. ټولې سختۍ مو د دې لپاره منلې چې له بوسنیا څخه ووځو.»

بیا ولولئ: بوسنیا: «لسګونه ځله مې د کروشیا له پولې د تېرېدو لپاره هڅې کړې، بیا به هم هڅه کوم»

لطیف په یوه ډېګ کې د اوبو د ګرمولو په حال کې دی. هغه وایي چې له څو ورځو راهیسې یې حمام نه دی کړی، نو ځکه اوس غواړي چې خپل سر ومینځي. خو نوموړي د باران له امله په سختۍ سره اور بلولی شي.‌ هغه وایي: «وروسته بیا ډوډۍ پخوم. سازمونو د لوبیا کنسروونه راکړي دي.»

نواز خان او لطیف تر خپلې خیمې لاندې چې د بیهاچ یوه ځنګلي سیمه کې درول شوې. انځور: کډوال نیوز
نواز خان او لطیف تر خپلې خیمې لاندې چې د بیهاچ یوه ځنګلي سیمه کې درول شوې. انځور: کډوال نیوز

 «د ژمي له امله مهاجر له ستونزو سره مخ دي»

د نو نېم کېچن سازمان غړې سارا یوه له هغو کسانو ده چې بیهاچ کې له ایسارو مهاجرو سره بشري مرسته کوي. هغه چې نن دغه ځنګلي سیمې ته راغلې ده وایي، دمګړۍ بیهاچ کې شاوخوا ۲۰۰ مهاجر ژوند کوي چې ډېری یې افغانان او پاکستانیان دي. په وینا یې د تېر اوړي پرتله بیهاچ کې د مهاجرو په شمېر کې کموالی راغلی دی. 

نوموړې د دغو کډوالو د ژوند وضعیت په هکله اندېښنه څرګندوي او وایي‌ چې د واورو او بارانونو له امله دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي.‌ په وینا یې دا امکان شته چې سړه هوا د دوی د بدن د تودوخې درجې د راټیټېدو لامل وګرځي.

د نو نېم کېچن په څېر اس او اس بیهاچ سازمان هم یادو مهاجرو ته مرستې رسوي.‌

خو د سارا په خبره بیهاچ کې یوازې د سره صلیب سازمان او د کډوالۍ نړیواله اداره دا اجازه لري چې له مهاجرو سره مرسته وکړي. د هغې په حواله: «موږ د سیلانیانو په شان دلته راځو او پر مهاجرو اوبه، خواړه او کالي وېشو.»

نوموړې زیاتوي: «بیهاچ کې کډوال په ۶ کنډوالو کې ژوند کوي. د ژمي په را رسېدو سره دلته د مهاجرو شمېر کمېږي. ځینې کسان سراییوو ته ځي ځکه چې هلته د هرکلي مرکزونه زیات دي.»

هغه د دې پوښتې په ځواب کې چې ولې ډېری مهاجر لیپا کمپ ته له ورتګ نه ډډه کوي وایي: «لیپا له ښاره لرې ده او کډوال پکې سودا نه شي اخیستلی. دوی د دې لپاره بوسنیا ته نه دي‌ راغلي چې دلته پاتې شي. دوی غواړي چې اروپا ته ولاړ شي. خو د سفر لپاره خوړو، کاليو او نورو وسایلو ته اړتیا لري. په کنډوالو کې ژوند مشکل دی خو دوی وایي چې نوره لاره نه ده ور پاتې.»

«یوه اونۍ کېږي چې حمام مې نه دی کړی»

پنځه ویشت کلن اسدالله احمدزی یو له هغو مهاجرو دی چې بیهاچ ښار ته څېرمه یوه ویجاړه ودانۍ کې ژوند تېروي. هغه چې د لوګر اصلي اوسېدونکی دی او افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو مخکې یې په یوه پوهنتون کې اداري‌ دنده لرله وایي، شاوخوا لس ورځې کېږي چې له صربیا څخه بوسنیا ته رسېدلی دی. نوموړی زیاتوي: «له یوې اونۍ راهیسې دغه کنډواله کې اوسېږم. تر دې دمه مې څو ځله کروشیا ته د اوښتو هڅه کړې، خو بریالی نه شوم.»

دغه کنډواله کې د اسدالله احمدزي په ګډون تر لسو ډېر نور افغانان او پاکستانیان هم ژوند کوي. دوی د یوې کړکۍ له لارې ودانۍ ته ننوځي او هلته چې یوې کثافتدانۍ ته ورته ده تر خیمې لاندې شپه سبا کوي. 

بیا ولولئ: راپور: کروشیا ناقانونه اخراجونه ترسره کوي

تر لسو ډېر مهاجر دغه کنډواله کې ژوند کوي. انځور: کډوال نیوز
تر لسو ډېر مهاجر دغه کنډواله کې ژوند کوي. انځور: کډوال نیوز

احمدزی وایي: «یوه اونۍ کېږي چې حمام مې نه دی کړی. دلته وضعیت بېخي خراب دی. د شپې هوا یخه ده.‌ څلور کسان تر یوې خیمې لاندې خوب کوو.»

احمدزي هیله لري چې په نږدې راتلونکې کې به فرانسې ته ځان ورسوي. هغه زیاتوي:‌ «هر ځل چې کروشیا ته د اوښتو هڅه کوو، له زیاتو سختیو سره مخ کېږو. د کروشیا ځواکونه له کډوالو سره تاوتریخجن چلند کوي او ټول وسایل یې ترې اخلي. خو کډوال بله چاره نه لري. زه د سختیو او تاوتریخوالي‌ سربېره راتلونکي ته خوشبینه یم.»

 

نورې ليکنې