د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت یو تن پخوانی کارکوونکی له افغانستان څخه د خلکو د ایستلو د پروګرام له امله پر خپل حکومت نیوکه کړې او ویلي دي چې ۱۵۰ زره افغان له خپل هیواد څخه د وتلو غوښتنه کړې خو یوازې ۵ سلنه دغو خلکو سره مرسته شوې.
بي بي سي د سه شنبې په ورځ د ډسمبر په ۷ مه راپور ورکړی چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی چارواکی رافایل مارشال د دغه هیواد پارلمان ته ویلي، ښکاره ده چې ځینې هغه کسان چې د بریتانیا له خوا پریښودل شوي، د طالبانو خوا وژل شوي دي.
دغه پخوانی بریتانوي چارواکی، د طالبانو له واکمنیدو وروسته د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د افغانانو د ایستلو پروګرام بیکاره بللی او ویلي دي چې د خلکو د ایستلو پروسه خود سرانه ترسره شوی او د مرستو د غوښتلو زرګونه ایمیلونه نه دي لوستل شوي.
نوموړی په دې اړه وویل: «معمولا هره شیبه ۵۰۰۰ نالوستل شوي ایمیلونه شتون درلود او حتی په ځینو حالاتو کې زرګونه ایمیلونه لوستل شوي نه دي چې په دې کې د پارلمان د غړو ایمیلونه هم شامل و.»
رافایل ویلي چې د حکومت لخوا کارول شوي معیارونه غیر ګټور او مبهم و چې د ګډوډۍ لامل شوی. هغه زیاته کړه چې د غوښتونکو د لومړیتوب ورکولو پروسه په خپل سر او بې کاره وه.
نور ولولئ: بریتانیا ته شاوخوا ۱۱ زره نوي تلونکي افغانان د سرپناه له کمښت سره مخامخ دي
دغه بریتانوی چارواکی د خپل پارلمان د بهرنیو چارو کمیټې د یو لیک په استولو سره ته ویلي: «تر ۱۵۰ زرو پورې افغانان چې له بریتانیې سره د اړیکو له امله له خطر سره مخامخ وو له افغانستان څخه د وتلو غوښتنه کړې خو له ۵ سلنو څخه لږو سره يي مرسته شوې.»
ښاغلی مارشال د هغه وخت د بهرنیو چارو پر وزیر ډومینیک راب نیوکه کړې او ویلي يي دي چې نوموړی په خپلو پریکړو کې سست و.
د بریتانیا د غه پخوانی دیپلومات داهم ویلي چې په بهرنیو چارو وزارت کې هغه مهال داسې یو کس نه و چې د افغانانو په ژبه خبرې وکړي او ټول ځوابونه په انګریزي ژبه ویل کیده. هغه زیاته کړې چې د کمپوټرونو کمښت او د معلوماتي ټیکنالوژی ستونزه هم د ایستلو پروسه ټکنۍ کړې وه.
افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره سم، شاوخوا ۱۵ زره خلک د بریتانیا لخوا له افغانستان څخه ایستل شوي دي چې دغه لړۍ لا هم دوام لري.
د یادولو ده چې د طالبانو لخوا د کابل له نیولو وروسته، له ۱۳۰ زره تنو څخه ډیر خلک د امریکا او ناټو غړو هیوادونو لخوا له افغانستان څخه ایستل شوي دي.