افغان کډوال ۱۶ کلن نسیم په بیهاچ کې. انځور: کډوال نیوز
افغان کډوال ۱۶ کلن نسیم په بیهاچ کې. انځور: کډوال نیوز

د بوسنیا په بیهاچ ښار کې لسګونه افغان کډوال په کنډوالو کې شپه سبا کوي.‌ نسیم یو له دغو مهاجرو دی چې د بیهاچ ښار په یوه ویجاړه ودانۍ کې اوسېږي. هغه چې اروپا ته د اوښتو هڅه کوي د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.

«زه ۱۶ کلن او د هرات اصلي اوسېدونکی یم. له څه مودې راهیسې په دغه کنډواله کې اوسېږم. دلته ژوند کول سخت دي، خو دا ټولې سختۍ مې د دې لپاره منلې دي چې ښه راتلونکی ولرم. پولیسو موږ ته ودانیو کې د اوسېدو اجازه نه راکوي، خو کومه بله لاره نه ده را پاتې. د یوې کړکۍ له لارې کنډوالې ته داخلېږو او شپه پکې سبا کوو. 

دلته تر لسو ډېر مهاجر اوسېږي. ډېری یې افغانان دي، خو په ډله کې مو څو پاکستانیان هم شته. تر هرې خیمې لاندې دوه درې کډوال ژوند کوي.

بشردوستانه سازمانونه موږ ته مرستې رسوي. د شپې موږ دلته په سختۍ سره اور بلوو او ډوډۍ پخوو. کله ناکله ډاکټران هم راځي او موږ ته دواګانې راکوي.

بیا ولولئ: بوسنیا: د لیپا نوي کمپ د پرانیستو سربېره مهاجر لا هم د بیهاچ ښار په کنډوالو کې ژوند کوي

دغه کنډواله کې تر لسو ډېر مهاجر ژوند کوي. انځور:‌ کډوال نیوز
دغه کنډواله کې تر لسو ډېر مهاجر ژوند کوي. انځور:‌ کډوال نیوز

«ایران کې ستونزې زیاتې وې»

زه په ۱۲ کلنۍ کې له خپل ماما سره ایران ته ولاړم. دوه درې کاله مې ایران کې تېر کړل. هلته به مې نجاري کوله. خو ایران کې ستونزې زیاتې وې او موږ هېڅ ډول اسناد نه درلودل. ماما مې تصمیم ونیو چې ترکیې ته لاړ شي. زه هم ورسره ترکیې ته ولاړم.‌ 

ترکیه مو دوه نیم کاله تېر کړل. ماما مې بالاخره یونان ته ولاړ. ما هڅه وکړه چې له خپلو ملګرو سره په یوه لارۍ کې بلغاریا ته لاړ شم. خو ترکي پولیسو ونیولو او یو کمپ‌ ته یې انتقال کړو. 

دغه کمپ کې کډوالو په سختو شرایطو کې ژوند کاوه. موږ له کمپه د وتلو اجازه نه لرله. هلته مې ۴ میاشتې تېرې کړې.‌

یوه ورځ ترکي سرتېرو موږ ته وویل چې دوی له یوناني چارواکو سره خبرې کړې دي. زیاته یې کړه چې یوناني چارواکو ترکیه کې د مېشتو مهاجرو منلو ته چمتووالی ښودلی. 

موږ په یوه کښتۍ کې یونان ته ولاړو. خو کله چې یونان ته ورسېدو، چارواکو ونیولو. دوی زموږ ټول وسایل واخیستل او ترکیې ته یې بېړته وشړلو.

کنډواله کې مهاجر د شپې اور بلوي او ډوډۍ پخوي. انځور: کډوال نیوز
کنډواله کې مهاجر د شپې اور بلوي او ډوډۍ پخوي. انځور: کډوال نیوز

«غواړم چې فرانسې ته لاړ شم»

دا ځل مې یوه اونۍ په استانبول کې تېره کړه. یوه اونۍ وروسته له خپل ملګرو سره بېرته یونان ته ولاړم. وروسته بیا مقدونیې، صربیا او بالاخره بوسنیا ته راغلم. سفر مو اوږد او له ستونزو ډک و، خو نه مو غوښتل چې یونان کې پاتې شو.

لومړی د سراییوو په کمپ کې وم. خو هدف مې دا و چې کروشیا ته ځان ورسوم. له همدې کبله بیهاچ ته راغلم. تر دې دمه مې اووه اته ځله ګېم [کروشیا ته د ورتګ هڅه] کړی دی. د وروستي ګېم پر مهال کروشیایي سرتېرو زما موبایل او پیسې واخیستې او اخراج یې کړم. اوس یو ځل بیا ګېم ته تیاری نیسم. 

زما ورور په فرانسه کې اوسېږي، زه غواړم چې فرانسې ته لاړ شم.»

 

نورې ليکنې