پاریس کې د کډوالو یو کمپ. د ارشیو انځور، یوتوپیا ۵۶
پاریس کې د کډوالو یو کمپ. د ارشیو انځور، یوتوپیا ۵۶

د پاریس ښار په یوه مهاجر کمپ کې یوه سړي پرون چهارشنبه پر دوو کډوالو د چړو ګوزاونه کړي دي.‌ چارواکو د بریدګر پر وړاندې د وژنې د هڅې دوسیه پرانیستې ده.

د ځایي رسنیو په حواله پرون دوشنبه د سهار په ۸ بجو د پاریس د دوه لسمې ناحیې برسي پارک کې یوه سړي پر دوه سوډانیانو د چړو ګوازونه کړي دي او شپږو خیمو ته یې زیان رسولی دی.

دغه کمپ برسي پارک کې موقعیت لري او نږدې ۹۰ کډوال پکې اوسېږي چې ډېری یې افریقایان دي.

د پاریس ښاروالۍ مرستیال یان بروسا د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې پر ډوو سوډانیانو د چړو برید شوی دی. د لومونډ ورځپاڼې په حواله د ټپي شویو روغتیایي حالت ښه دی.

بریدګر چې ۶۷ کلن دی تر پېښې لږ وروسته ونیول شو.

د پولیسو د یوې سرچینې په وینا وروسته له هغه چې مهاجرو هڅه وکړه بریدګر خلع سلاح کړي، نوموړی هم ټپی شو.

لوموند ورځپاڼې د پولیسو د یوې سرچینې له قوله ویلي‌ چې بریدګر منفي شهرت لري او پولیس یې پېژني. د پاریس څارنوالۍ د نوموړي پر وړاندې د وژنې د هڅې دوسیه پرانیستې ده.

که څه هم د پېښې د رامنځ ته کېدو څرنګوالی لا نه دی معلوم، خو د پاریس ښاروالۍ مرستیال یان بروسا د مرستندویو ډلو د سترګو د لیدلي حال پر بنسټ وایي چې پر دغو کډوالو برید «راسیستي پېښه» ښکاري.

د یوتوپیا ۵۶ سازمان غړی کریل توریلا بیا وایي: «د پېښې په اړه بېلابېلې خبرې شته. ځینې وایي چې دا یوه راسیستي پېښه ده،‌ ځینې نور وایي بریدګر لومړی د کډوالو د خیمو د څیرې کولو هڅه کړې ده او وروسته بیا د هغه او د مهاجرو ترمنځ شخړه رامنځته شوې ده... موږ د پلټنو پایلو ته انتظار باسو.»

له دغې پېښې وروسته ځینو مهاجرو د اورور سازمان مرکز ته پناه یووړه.‌ د نړۍ ډاکټرانو مسولې کلوتیلد کلومب په خبره «دوی شوک لیدلی دی او ډارېږي.‌»

 

نورې ليکنې