دا مهال ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ کډوال د بیلاروس او پولنډ پولې ته راټول شوي. انځور: رویټرز. ۸ نومبر ۲۰۲۱
دا مهال ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ کډوال د بیلاروس او پولنډ پولې ته راټول شوي. انځور: رویټرز. ۸ نومبر ۲۰۲۱

پولنډ کې بشري سازمانونو خبر ورکړی چې یوه ۴ کلنه نجلۍ وروسته له هغې نا درکه شوه چې کورنۍ يي د پولنډي پولیسو لخوا بیرته بیلاروس ته و ګرځول شوه. دغه عراقۍ نجلۍ چې ایلین نومیږي د دوشنبې په شپه د پولنډ له پولې څخه له تیریدو وروسته له خپلې مور او پلار څخه جلا شوې.

پولنډ کې بشري سازمانونو خبر ورکړی چې یوه ۴ کلنه نجلۍ وروسته له هغې نا درکه شوه چې کورنۍ يي د پولنډي پولیسو لخوا بیرته بیلاروس ته و ګرځول شوه. دغه عراقۍ نجلۍ چې ایلین نومیږي د دوشنبې په شپه د پولنډ له پولې څخه له تیریدو وروسته له خپلې مور او پلار څخه جلا شوې.

د بشري مرستو سازمانونه وویل چې د ایلین کورنۍ وروسته له هغه خپل لور یو بل کډوال ته و سپاره چې د پولنډ سرحدي پولیس دوې اړ کړل چې بیرته بیلاروس ته وګرځي. دغه نجلۍ په وروستي ځل د پولنډ سرحدي کلي ناوي دوور ته نږدې د هغه سړي سره چې ساتنه يي کوله لیدل شوې وه.

پولنډ دامهال د بلاروس سره خپله پوله د کډوالو پر وړاندې تړلې او هڅه کوي چې د منځني ختیځ او افریقايي هیوادونو څخه د هغو د زرګونو خلکو مخه و نیسي چې غواړي له بلاروس څخه د اروپا خاورې ته د ننه شي.

نور ولولئ: پولنډ له بیلاروس سره پر پوله د زرګونه کډوالو مخه نیولې

رویټرز خبري آژانس د بې سرحده کورنیو د خیریه سازمان څخه د کاسیا کوسیزا له خولې لیکلي: «دغه نجلۍ شاید لا دمخه مړه شوې وي او یا به ډیر ژر مړه شي. تر ټولو بده خبره دا ده چې که دا یوه پولنډۍ ماشومه وه نو ټول هیواد به يي په لټه کې و.»

دغه عراقۍ نجلۍ چې د ځنګله په سړه هوا کې لادره شوې، د پلټنې عملیات يي دوام لري.

بشري سازمانونه هیله لري د ژغورنې عملیات باید ژر تر ژره پیل شوی وای خو د پولنډ سرحدي ساتونکي وايي چې سرتیرو د سه شنبې په ورځ د غرمې په شاوخوا کې د ورکیدو خبر ترلاسه کولو سره سم د نجلۍ لټون پیل کړ.

د سرحدي ساتونکو ویاندې انا میشلسکا وویل: «د پیښې سیمې ته اضافي پوځونه استول شوې. موږ هم د هلیکوپترو په کارولو سره له هوا څخه لټون وکړ، مګر هیڅوک مو ونه موندل.»

د ا لومړی پیښه نه ده بلکې له دې وړاندې هم د بیلاروس او پولنډ پر پوله د کډوالو د وژل کیدو خبر ورکړی شوی دی.

پر پوله د سلګونه تنو انتظار

سلګونه تنه په سړه هوا کې لاهم بیلاروس کې پولې ته نږدې په دې تمه دي چې پولنډ او بیا له هغه ځایه د اروپا نورو غربي هیوادونو ته ځانونه ورسوي. د بیلاروس چارواکي دغه کډوال دې ته هڅوي ترڅو پولنډ ته ولاړ شي او یا بیرته خپلو هیوادونو ته وګرځي.

له سیمې څخه یو تن عراقی کرد کډوال فرهاد کډوال نیوز سره په خبرو کې وویل: «د بلاروس چارواکي وايي چې باید پولنډ ته ولاړ شئ او یا هم بیرته خپلو ملکونو ته وګرځئ. هوا ډیره سړه ده او له پولې اوښتل ډیر ګران دي. ټولو ځایونو کې پولنډي سرتیري دي.»

نور ولولئ: د بیلاروس-پولنډ پر پوله د کډوالۍ کړکیچ؛ پولنډي پولیسو ۵۰ کډوال نیولي

شاوخوا ۴۰۰ کډوال د سه شنبې په ورځ له بیلاروس څخه بیرته عراق ته واستول شول. د بلاروس او پولنډ پر پوله د کډوالو د بحران له پیل څخه له دغه هیواده له ۳۵۰۰ څخه ډیر کډوال بیرته خپلو هیوادونو ته استول شوي دي.

د یادولو ده چې شاوخوا ۳۰۰۰ کډوال له بلاروس څخه د پولنډ پولې ته رسیدلي او هڅه کوي چې د لرګیو او بیلچو په وسیله پر پوله خنډونه مات او ځانونه دغه هیواد ته ورسوي. 

 

نورې ليکنې