د ګراند - سنت جمنازیم شاوخوا کې د کډوالو خیمې. کرېډېټ: مهدي شبیل/کډوال نیوز.
د ګراند - سنت جمنازیم شاوخوا کې د کډوالو خیمې. کرېډېټ: مهدي شبیل/کډوال نیوز.

د فرانسې په ختیځ ګراند سنت کې د کډوالو د دوو پنډ غالو له ویجاړولو وروسته، یو شمیر کډوال د دغه ښار د ښاروالۍ پر وړاندې محکمې ته شکایت کړی. کډوال د دوې د شخصي مالونو ضبط او او د خیمو ویجاړول یو غیر قانوني عمل بولي.

د دغو کډوالو وکیل جیروم ګیوستي، د فرانسې خبري آژانس ته د پنجشنبې په ورځ وویل چې شپږ ایراني کډوال وروسته له هغه محکمې ته شکایت وکړ چې تیره میاشت دوه ځلې دوې له خپلو پنډغالو شړل شوي او شخصي مالونه يي ضبط شوي ول.

د اکتوبر په ۱۳ او ۲۶ تاریخ د ګراند سنت ښاروالۍ په امر د کډوالو کمپونه ویجاړ او د پاک کارۍ ډلې د دوې شخصي مالونه له ځان سره یو وړل. له دغې پیښې وروسته شپږو ایراني کډوالو د دوشنبې په ورځ د فرانسې په ختیځ ډنکرک ښار په قضايي محکمه کې خپل شکایت ثبت کړ.

نور ولولئ: فرانسه: ګراند سنت ښار کې ۴۰۰ کډوال له یو کمپ څخه وایستل شول

د دغو کډوالو وکیل د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې د دوې ایستل غیر قانونی و ځکه چې د ښاروالۍ په ځمکه کې په پنډ غالو کې میشت کډوالو ته د خیمو د ویجاوړلو په اړه له وړاندې خبر نه و ورکړل شوی.

د دې ترڅنګ وکیل وویل چې د پاک کارۍ یو شرکت ته امر کول چې هدف يي د خیمو څیرې کول، ویجاړول او شخصي مالونو ضبطول دی، په بشپړ ډول ممنوع دي. نوموړی زیاتوي چې په دې برخه کې قانون د هغو خلکو په څیر عملي کیږي چې له خپلو کورونو شړل کیږي.

وکیل د کمپ د ویجاړلو پر مهال د کډوالو د مالونو اخیستل یو غیر قانوني عمل بولي او وايي چې دا د دوې پر شخصي حریم تیری دی ځکه چې ځینې لاهم په خپلو خیمو کې وي.

کډوال او د دوې وکیل تمه لري چې د ګراند سنت ښاروالۍ دغه عمل محکوم شي خو د دوې لپاره تر هر څه مهمه داده چې دا ډول اخراج غیر قانوني و بلل شي.

فرانس پرس خبري آژانس لیکلي چې د ګراند سند ښاروال حاضر نه و چې په دې اړه يي نظر ورکړی وی.

د بشري سازمانونو اندیښنه

د بشري سازمانونو یو شمیر کارکوونکي چې د کمپونو د تخليي پر مهال په سیمه کې ول دغه عمل غندلي.

نور ولولئ: انګلیس کانال: د کډوالو پر سر د فرانسې او برتانیا ترمنځ لانجه

په ګراند سنت ښار کې د یو توپیا سازمان همغږۍ کوونکې آنا ریشل وویل چې د پاک کارۍ ډلې د خلکو خیمې په چړو څیري کول. نوموړې وايي چې ما په خپلو سترګو ولیدل چې د پاک کارۍ ډلې ۵ خیمې او شخصي مالونه له ځان سره یو وړل.

یاد سازمان وايي چې د ګراند سنت په دغه کمپ کې چې ویجاړ شو، شاوخوا ۱۰۰۰ تنه کډوال میشت و چې ډیری يي کردي کډوال و.

د یادولو ده چې د فرانسې په ختیځ کې کالې، ګراند سنت او ډنکرک هغه بندري ښارونه دي چې زرګونه کډوال په کې بریتانیا ته د اوښتو په تمه شپې سبا کوي.

 

نورې ليکنې