د کابل هوایي‌ ډګر. انځور: پېکچر الاینز، ارشیف
د کابل هوایي‌ ډګر. انځور: پېکچر الاینز، ارشیف

د اروپایي کمېسیون کمېشنرې یلوا یوهانسون په حواله د اروپایي ټولنې ۱۵ غړو هیوادونو د ۴۰۰۰۰ افغانانو منلو ته چمتووالی ښودلی دی. ټاکل شوې ده چې جرمني د دغو کسانو تر ټولو لویه برخه ومني.

د اروپایي کمېسیون کمېشنرې یلوا یوهانسون پرون پنجشنبه د اروپایي ټولنې د غړو هیوادونو د کورنیو چارو وزیرانو له یوې غونډې وروسته وویل، د یادې ټولنې ۱۵ غړي هیوادونه چمتو دي‌ چې ۴۰۰۰۰ افغانان ومني.

د فرانسې خبري اژانس په حواله ټاکل شوې ده چې جرمني به ۲۵۰۰۰، هالنډ ۳۱۵۹، او اسپانیا او فرانسه به په ترتیب سره ۲۵۰۰ افغان کډوال ومني. همداشان بلجیم د ۴۲۵ افغانانو منلو ته چمتووالی ښوولی دی.

آغلې یوهانسون دغه اقدام د «ملاتړ» سمبول بللی دی او زیاته یې کړې ده چې دا کار به د غیرقانوني مهاجرتونو مخنیوی کولی شي.

بیا ولولئ: اروپایي ټولنه د ۴۲۵۰۰ افغانانو منل کېدل «شووني» بولي

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېسارۍ له اروپایي ټولنې څخه غوښتي وو چې د راتلونکو پنځو کلونو په موده کې دې ۴۲۵۰۰ افغانان ومني، خو د یادې ټولنې ځینو غړو له دغه وړاندیز سره مخالفت ښودلی و.

داسې ویل کېږي چې دمګړۍ شاوخوا ۸۵۰۰۰ افغانان اروپایي ټولنې ته نږدې هیوادونو کې اوسېږي، خو د طالبانو راتګ او وچکالي ښایي د مهاجرو د نویو څپو د رامنځته کېدو لامل وګرځي.

بیا ولولئ: رسنۍ: په زرونو افغانان له افغانستانه آلمان ته د تخلیې په انتظار دي

تر دې دمخه د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو کمیشنر فیلیپو ګراندي ویلي وو چې په مختلو هیوادونو کې باید شاوخوا ۸۵۰۰۰ افغانانو ته د بیا مېشتېدو زمینه برابره شي. نوموړي له اروپایي ټولنې غوښتي وو چې د دغو مهاجرو نیمایي دې ومني.

دا لا معلومه نه ده چې د افغانانو د بیا مېشتونې لړۍ به څومره وخت ونیسي.

د افغانستان د پخواني نظام له ړنګېدو سره د اروپایي ټولنې ۲۴ غړو هیوادونو د تخلیې عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۲۸۰۰۰۰ افغانانو ته پناه ورکړه.

 

نورې ليکنې