په انګلش چینل کې د فرانسې سمندري غاړې نه  یوه وړه کښتۍ ښکاري. ۲ سپتمبر، ۲۰۲۰ کال. انځور: مهدي.
په انګلش چینل کې د فرانسې سمندري غاړې نه یوه وړه کښتۍ ښکاري. ۲ سپتمبر، ۲۰۲۰ کال. انځور: مهدي.

چارواکي ویلي چې د فرانسې د ختیځ بندري ښار کالې ته څیرمه انګلیس کانال کې یو بل مړی هم موندل شوی خو دوې وايي چې تر اوسه نه ده معلومه چې دا به د کډوال مړی وي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستو کې ۲۷ کډوال چې غوښتل يي د انګیس کانال له لارې بریتانیا ته واوړي په سمندر کې ډوب شول.

د فرانسې په ختیځ کې سمندري چارواکي ویلي چې دغه مړی د جمعې په ورځ د دسمبر په ۱۰ مه د پادو کالې ښار ته نږدی موندل شوی دی.

چارواکي په دې اړه پلټنې پیل کړي او د مړي هویت لا نه دی څرګند شوی.

د فرانسي په ختیځ کې د بولان-سور-مر د څارنوالۍ مرستیال فیلیپ ساباتیه ویلي:«  د مړی په اړه اوس څه نه پوهیږو، د جسد د پیژندګلوي چاري باید د مسول ډاکټر لخوا ترسره شي تر څو د یادې پیښې احتمالي دلیل روښانه شي.»

نوموړی ویلي چې د قرباني د هویت د څرګندولو په موخه د DNA نمونې اخیستل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر په ۲۴ مه په همدغه کانال کې ۲۷ تنه کډوال چې غوښتل يي له فرانسې څخه بریتانیا ته واوړي په سمندر کې ډوب شول.

نور ولولئ: انګلیس کانال کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه: د مړو شمېر ۲۷ تنو ته لوړ شوی

د روان کال له جنورۍ میاشتې راهیسې ۳۱۵۰۰ کډوال له فرانسوي سواحلو څخه د برتانیا پر لور حرکت کړی چې له دې ډلې ۷۸۰۰ کسان انګلیس کانال کې ژغورل شوي دي.

لندن بیا وایي چې د روان کال په لسو میاشتو کې ۲۲۰۰۰ کسان د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي.


 

نورې ليکنې