د یزد ښار په ترافیکي پیښه کې ۶ تنه افغانان وژل شوي دي. انځور: مهر
د یزد ښار په ترافیکي پیښه کې ۶ تنه افغانان وژل شوي دي. انځور: مهر

ایراني چارواکي ویلي چې د دغه هیواد په یزد ښار کې یوه لارۍ موټر چې ۴۰۵ تنه بهرني اتباع يي لیږدول له کرولا موټر سره ټکر کړی چې په پایله کې شپږ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د یزد ښار د بیړنیو حالاتو د ادارې د عامه اړیکو مسول سید حسین طبا طبايي د ایران دولتي رسنۍ ایرنا ته ویلي چې یاده پیښه د سه شنبې په سهار په یزد ښار کې د زارچ صنعتي ښار ګوټي ته نږدې رامنځ ته شوې.  

هغه په دې اړه وویل:« پیښه د موټرو مخامخ ټکر و چې په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده، نور ټپیان او مړي ټول افغان نارینه اتباع دي او د موټر چلونکی هم په وژل شویو کې شامل دی »

طبا طبايي ویلي چې ټپیان د دغه ښار د افشار او شهید رهنمون روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د هغه په خبره یو شمیر بهرني اتباع د استوګنې له قانوني اسنادو پرته په ناقانونه ډول له ختیځو او جنوبي لارو ایران ته ننوځي او بیا له یزد ولایت څخه د موټرو په واسطه نور ځایونو ته لیږدول کیږي چې په پایله کې یو شمیر دغه خلک په ترافیکي پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نور ولولئ: ایران هره اونۍ لسګونه زره افغانان بیرته خپل هیواد ته ستنوي

دغه ایرانۍ چارواکی ویلي چې د بهرنیو اتباعو د لیږد موټرونه په ناقانونه ډول خلک لیږدوي او د سرعت د محدودیت د نه مراعت کولو له امله دا ډول پیښې رامنځ ته کیږي. د نوموړي په خبره چلونکي د یو ډول موټرو چې « شوتی» ورته ویل کیږي قاچاقي توکي او ناقانونه مسافر لیږدوي.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان ولکه په واک کې واخیسته یو شمیر افغانان په قانوني او ناقانونه ډول ایران ته مخه کړه. د ناروې د کډوالۍ ادارې د راپور پر اساس په تیرو دریو میاشتو کې له ۳۰۰ زرو څخه ډیر افغانان په ناقانونه ډول ایران ته تللي دي.

یو شمیر دغه افغانان دسیستان-بلوچستان صرايي سیمې ته د پولې څخه د تیریدو وروسته، د امنیتي ځواکونو څخه د تیښتې لپاره په تیز رفتاره موټرو کې سپریږي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۰ کال کې ویلي وو چې په ایران کې له ۳.۴ میلیونو څخه زیات افغانان ژوند کوي چې شاوخوا دوه میلیونه ناقانونه کډوال او ۸۰۰ زره نور يي قانوني اسناد لري.

 

نورې ليکنې