محکمې د ډنمارک د کډوالۍ د پخوانۍ وزیرې انګر سټویجبرګ هغه پریکړه غیر قانوني بللې چې ۲۰۱۶ کال کې د یوې کډوالې جوړې د بیلولو لامل شوې وه. دغه پخوانۍ ویزه په دوو میاشتو زندان محکومه شوې.
دغه پریکړه د دوشنبې په ورځ د ډنمارک د کډوالۍ د پخوانۍ وزیرې په استضاحیه محکمه کې شوې چې پر یادې پریکړې له سره کتنه هم ناممکن بلل شوې.
میرمن سټویجبرګ چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ په ډنمارک کې د کډوالۍ وزیره وه، د کډوالو او پناه غوښتونکو پر ړواندې د سختو سیاستونو له امله مشهوره ده. نوموړې د هغې پالیسۍ په اړه د "لوی غفلت" په تور محکومه شوې وه چې په 2016 کې د کډوالو د یوې جوړې د جلا کیدو لامل شوې وه.
د نوموړې د وزارت پر مهال د کډوالۍ په سیاستونو کې ځینې سخت تدابیر عملي شول چې له هغې ډلې یوه يي د ۲۰۱۶ کال حکم و چې له مخې يي د ۱۸ کلونو کم عمره کډوال له خپلو میندو جلا ساتل کیده.
دغه حکم هغه مهال له سختو جنجالونو سره مخامخ شو چې څو میاشتې وروسته د کډوالو د شکایت له امله لغوه اعلان شو.
نور ولولئ: ډنمارک: مهاجر دې د دولتي خدماتو د ترلاسه کولو لپاره کار وکړي
سټویجبرګ پر ده د محکمې د پریکړې له امله حیرانه شوې او ویلي يي دي چې د هغه مهال حکم د ماشومانو د ودونو د مخنیوې لپاره وه. په ټولیز ډول ۲۳ ښځې او میړه یو له بل څخه بیلې شوي چې د ښځو عمرونه د ۱۵ او ۱۷ کلونو او د میړونو عمرونه د ۱۵ او ۳۲ کلونو ترمنځ و.
نوموړې دا مهال یوه وکیله ده او لاهم په پارلمان کې دنده ترسره کوي، خو د هغوې همکاران د دندې څخه د لرې کولو لپاره يي ممکن رایه ورکړي.
په ډنمارک کې د دغې پخوانۍ حکومتي چارواکې محکمه بې سارۍ بلل شوې او دا ډول محکمه په تیرو دریو لسیزو کې د استیضاح لومړۍ محکمه بلل شوې.