افغان وګړي د کابل په هوایي ډګر کې، ۱۹ سپټمبر ۲۰۲۱. انځور: د قطر د بهرنیو چارو وزارت، رویټرز
افغان وګړي د کابل په هوایي ډګر کې، ۱۹ سپټمبر ۲۰۲۱. انځور: د قطر د بهرنیو چارو وزارت، رویټرز

سره له دې چې د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسون د افغانانو د «تود هرکلي» ژمنه کړې وه خو د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت بیا بریتانیا ته د افغانانو د ورتګ شرایط سخت کړي دي.

د بریتانیا د ګارډین ورځپانې راپور ورکړی چې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت د افغانانو سره د مرستې او بیا میشتیدنې ( آراپ) په پالیسۍ کې داسې بدلونونه اعلان کړي چې د افغانانو د ایستلو په عملیاتو کې کارول شوي معیارونه محدودوي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته په اګست میاشت کې د بریتانیا لومړی وزیر د هغو خلکو لپاره د "تود هرکلي عمیات" اعلان کړ چې د طالبانو لخوا يي ژوند په خطر کې و. لومړی وزیر هغه مهال ویلي و چې مونږ به هیڅکله د هغو افغانانو زړوتیا هیره نه کړو چې مونږ سره يي د کار کولو لپاره خپل ژوند په لوی خطر کې اچولی. بورس جانسون ژمنه کړې وه چې حکومت به يي له دغو افغانانو څخه تود هرکلی وکړي.

د بریتانیا پارلمان په دې وروستیو کې د دغه هیوادو د کورنیو چارو وزارت لخوا چمتو شوی د کډوالو او سرحدونو نوې لایحه تصویب کړه چې له مخې به يي هغه پناه غوښتونکي چې په ناقانونه ډول دغه هیواد ته د ننه کیږي، د یو مجرم په څیر ورسره چلند وشي.

د کډوالۍ د ملاتړ ادارې نیوکه کوي چې د کډوالۍ د غه نوې لایحه د هغو افغان پناه غوښتونکو د مخنیوي او زنداني کولو لامل کیږي چې له نورو لارو د یو خوندي ژوند په موخه بریتانیا ته ورځي.

نور ولولئ: فرانسه: بریتانیا ته تلونکي ۲۱۰ کډوال له سمندر څخه ژغورل شوي

په بریتانیا کې د کډوالۍ د ملاتړ بشري سازمانونه پر دغې لایحې سخته نیوکه کوي او دا د کډوالو له بشري حقونو سره په ټکر کې بولي.

د کډوالۍ د هوساینې د ګډې شوار سرپرستې مینی رحمان ګارډین ورځپاڼې ته په دې اړه وویل چې د کډوالۍ په برخه کې د حکومت دغه بدلون د افغانانو پر مخ د « پولو تړلو» یوه بله بیلګه ده. میرمن رحمان وايي چې د «آراپ» په پالیسۍ کې د محدودیتونو راوستل او د افغانانو د بیا میشتیدنې پروګرام کې پاتې راتلل په دې معنی ده چې هغه افغانان چې له بریتانیا ته يي کار کړی له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

نوموړې وویل:« خلک په افغانستان کې پاتي کیږي او د مرګ خطر پر ځان مني او یا دې ځای ته خطرناک سفرونه پیل او د حکومت د نوې سرحدي لایحې له مخې له زندان، نیولو او اخراج سره مخامخ کیږي.». د کډوالو دغه ملاتړې په خبره هغه افغانان چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې يي په مستقیم ډول په افغانستان کې د بریتانوي ادارو لخوا ګمارل شوی وي، باید وشي کولای چې بریتانیا ته راشي.

نور ولولئ: له افغانستان څخه د خلکو د ایستلو له امله د بریتانیا پر حکومت نیوکې

بل پلو بیا د حکومت یوه ویاند ویلي چې بریانیا د دغه هیواد په تاریخ کې د افغانانو د ایستلو تر ټولو ستر او چټک عملیات ترسره کړی او له افغانستان څخه يي د ۱۵۰۰۰ افغانانو ژوند ژغورلی دی. حکومت وايي چې د خلکو د ایستلو دغه عملیاتو ته به دوام ورکړي.

د حکومت ویاند وايي:« مونږ اوس د «آراپ» پر پروګرام له سره کتنه کوو ترڅو روښانه کړو چې څوک پر شراط برابر دي، کورنیو ته د دې اجازه ورکړل شي چې سره یو ځای پاتې شي او د هغو خلکو ملاتړ وکړو چې ډیر اړتیا لري.»

حکومت ژمنه کوي چې د افغانانو د بیا میشتیدنې دغه پرورګرام به ډیر ژر پیل کړي او له مخې به يي له خطر سره مخامخ ۲۰۰۰۰ خلکو ته په بریتانیا کې د نوي ژوند امکانات برابر کړي. حکومت وايي چې په دې برخه کې پر کړو ژمنو به عمل وکړي.

 

نورې ليکنې