د مانش کانال له لاري بريتانيې ته د مهاجرو ورتګ زیات سوی دی
د مانش کانال له لاري بريتانيې ته د مهاجرو ورتګ زیات سوی دی

په بريتانيا کي د زندانونو د وضعيت پلټونکو ويلي دي چي په دغه هيواد کي د مهاجر و د کمپونو شرايط «ډېر خراب» دي.

د بريتانيې د زندانونو د پلټونکو یوه بې طرفه او دولتي ډلې د پنجشنبې په ورځ د خپلو پلټنو يو راپور خپور کړ چې په کي د مهاجر کمپونو دننه د مهاجرو د ساتلو شرايط «ډېر خراب» بلل شوي دي. د دغه ډلې مشرې، انه اوورز ويلي دي چي هغه نيمګړتياوي چي په دغه ساحه کي تېر کال و حکومت ته په ګوته کړل سوي وې، په نوو پلټنو کي يې ارزونه دې نتيجې ته رسېدلې، چي اړونده خرابو شرايطو کي «محدوده» بهتري راغلې ده. د اوورز په وينا په دې ساحه کي د عاجل عملي اقداماتو اړتيا سته.

يادو پلټونکو په تيرو درو مياشتو کي د يو شمير مهاجر کمپونو او د اخراج له ځانګړي ځايونو څخه ليدنه کړې وه. تېر ۲۰۲۰ عيسوي کال د سپتمبر په مياشت کي دغو پلټونکو د مهاجرو د ثبتونې لومړي کمپونو او اخراج مخکي د مهاجرو د ساتلو د ځايونو څخه د کتنې وروسته ويلي ول چي دغه ځايونه په کافي اندازه مجهز نه دي. 

زندانونو د پلټونکې ډلي غړي، چارلي ټېلر ويلي دي چي په ۲۰۲۰ کال د نيمګړتياؤ د رابرسېره کېدو وروسته ورسره د کورنيو چارو وزارت ژمنه کړې وه چي په «چټکو اقداماتو»َ سره به دغه نيمګړتياوي ليري کړي. 

د هغه په وينا خو د سږ کال پلټونو وښودله چي په دې لړ کي په کافي اندازه بهترۍ نه دي رامنځته سوي. د ټېلر په وينا د بېلګي به توګه تر اوسه لا د بې سرپرسته کمسن ماشومانو سره چلند ناوړه دی او د هغوی د ژوند شرايط «خراب» دي. د پلټونکو په راپور کي راغلي دي چي د مهاجرو د ثبتونې په لومړي کمپونو او په همدې شان هغه ځايونو کي چيري چي اخراج ته په انتظار مهاجر ساتل کيږي، شرايط «د نه منلو وړ او سپکاوی کوونکي» دي. زياته سوې چي د اړينو امکاناتو نشتون د دې لامل کيږي چي په يادو ځايونو کي دا ډول نيمګړتياوي رامنځته سي.

د لومړي وزير بوريس جانسن حکومت و بريتانيې ته د مهاجرو د ممکنه څپو د مخنيوي له پاره قوانين سخت کړي دي. د مانش کانال له لاري له فرانسې څخه بريتانيې ته د مهاجرو ورتګ د دواړو هيوادونو تر منځ په يوه جنجالي موضوع بدله سوېده. دغه موضوع هغه وخت لا شخړيزه سوه، کله چي څو ورځي تر مخه په مانش کانال کي د مهاجرو د يوې کښتۍ د اوښتلو له کبله ۲۷ مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې