د فرانسې په لیل ښار کې د څلورو افغان کډوالو د جنازې مراسم . انځور: رویټرز. ډسمبر ۱۶، ۲۰۲۱
د فرانسې په لیل ښار کې د څلورو افغان کډوالو د جنازې مراسم . انځور: رویټرز. ډسمبر ۱۶، ۲۰۲۱

د فرانسې د لیل ښار په ایمان شهر جومات کې د پنجشنبې په ورځ د هغو څلورو تنو افغانانو د جنازې مراسم ترسره شو چې تیره میاشت يي له ۲۷ نور کډوالو سره یوځای په انګلیس کانال کې ډوب شوي ول.

په دغه مراسمو کې له پاریس، لندن او دفرانسې له نورو ښارونو څخه شاوخوا ۱۵۰ تنو ګډون درلود چې ګڼ شمیر يي افغانان ول.

د پاریس څارنوالۍ د سه شنبې په ورځ د هغو قربانیانو هویت څرګند کړ چې تیره میاشت په انګلیس کانال کې ډوب شوي ول. په دغو قربانیانو کې ۱۶ تنه يي کردان، څلور تنه يي افغانان او پاتې نور يي د نورو هیوادونو وګړوي ول.

ټاکل شوې چې د دوې مړي نږدې ورځو کې له فرانسې څخه پاکستان او بیا له هغه ځایه افغانستان ته واستول شي.

د جنازې یوتن افغان کډوال نعمت الله صافی چې خپل ماما يي په دغه پیښه کې له لاسره ورکړی د فرانسې خبري آژانس ته وویل:« کله چې دکډوالو د ډوبیدو خبر مې په ټلویزیون کې واورید ډیر خواشینی شوم. سمدستي د خپل ماما په فکر کې شوم چې غوښتل يي بریتانیا ته ولاړ شي.» صافی وویل چې پولیسو راته ورسته خبر راکړ چې ماما دې په سمندر کې ډوب شوی.

نور ولولئ: د انګلیس کانال په قربانیانو کې څلور افغان ځوانان هم شامل دي

هغه وویل چې ۴۰ کلن ماما يي چې محمد نعیم مایار نومیده بریتانیا د تګ هیله درلوده او غوښتل يي چې هلته د پناه غوښتنه ثبت کړي.

یاده پیښه د نومبر په ۲۴، هغه مهال رامنځ ته شوه چې ۲۷ تنه کډوال د فرانسې له خیتځ بندري ښار ګراندسنت څخه د انګلیس کانال د اوبو له لارې په کښتې کې سپاره او غوښتل يي بریتانیا ته واوړي. په کښتې کې سپاره ټول مسافر په سمندر کې ډوب شول.

د روان کال له جنورۍ د نومبر تر ۲۰مې ۳۱۵۰۰ کډوال له فرانسوي سواحلو څخه د برتانیا پر لور حرکت کړی چې له ډله یې ۷۸۰۰ کسان انګلیس کانال کې ژغورل شوي دي.

لندن بیا وایي چې د روان کال په لسو میاشتو کې ۲۲۰۰۰ کسان د مانش کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي.

 

نورې ليکنې