دغه موټر د کډوالو په مرسته له خټو څخه ایستل شو. انځور: لوی ویتر، کالې، ډسمبر ۱۹
دغه موټر د کډوالو په مرسته له خټو څخه ایستل شو. انځور: لوی ویتر، کالې، ډسمبر ۱۹

پر خواله رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې پرون یکشنبه کالې ښار ته څېرمه یو نظامي موټر د یو مهاجر کمپ مخ ته مانورونه ترسره کوي. د فرانسې ملي پوځ ویلي دي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي. یاد کمپ کې نږدې ۵۰۰ مهاجر اوسېږي.

د فرانسې ملي پوځ په خپله ټویټر پاڼه پر هغو انځورونو او ویډیوګانو نیوکه کړې ده چې ښيي د دغه هیواد په شمالي سیمه کې یو نظامي موټر د کډوالو د یو کمپ مخ ته مانورونه ترسره کوي. په دې ټویټ کې ویل شوي دي چې پېښه «د منلو نه ده» او په دې اړه «د فرانسې ملي پوځ سمدلاسه تحقیقات پیل کړي دي.»

فرانسوي فوټوژورنالیست لویس ویټر پر خپله ټویټر پاڼه د دغو انځورونو او ویډیوګانو په خپرولو سره ویلي دي: «کالې کې له ترهګرۍ سره د مبارزې څانګې یو نظامي موټر نن سهار د ښار د یو مهاجر کمپ مخ ته مانورونه وکړل خو بیا خټو کې بند شو.»

د نوموړي په حواله یو موټر چې د ترهګرۍ ضد عملیاتو مسولیت پر غاړه لري او د نظامي نمبر پلېټ درلودونکی دی کالې ته څېرمه یوه له خټو ډکه سیمه کې مانورونه ترسره کړي دي.

انځورونه کې هغه خیمې هم لیدل کېږي چې نږدې ۵۰۰ کډوال پکې اوسېږي.

لویس ویتر زیاته کړې ده چې دغه موټر بیا خټو کې ښخ شو. پوځیان له خپلو وسلو سره ترې ښکته شول او غوښتل یې چې څوک ورسره مرسته وکړي. په وینا یې یاد موټر د مهاجرو په مرسته له خټو څخه وایستل شو.

«باالکل نامناسب چلند»

په ورته مهال د فرانسې پوځ سرقومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې د موټر چلوونکي له خوا ترسره شوي خطرناک مانورونه «باالکل نامناسب» بللي دي او پر دې پېښه یې سخته نیوکه کړې ده. خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې د پېښې عاملینو ته به سزاګانې ورکول کېږي. 

بل پلو د پا دو کالې قومندانۍ د فرانسې خبري اژانس ته منلې چې دغه پېښه پرون یکشنبه کالې کې رامنځ ته شوې ده او یو نظامي موټر پکې ښکېل و. د یادې قومندانۍ د دفتر رییس امانویل کایرون ویلي چې «دلته پوځیان د کالې او د سواحلو د امنیت د ټینګولو لپاره په دنده ګومارل شوي دي. دوی د ساتنې او د ترهګرۍ ضد ماموریت په غاړه لري.»

 بل پلو د یو بشري سازمان غړي ویلي چې مهاجرو د پېښې په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي. ځینې «حیران» پاتې وو، ځینې نور ورته په «غوسه» وو او ځینو هم د پېښې په لیدو سره «خپل پام غلطاوه».

هغه زیاته کړې ده چې دغه نظامي موټر هغه ځای کې خپل سات تېراوه چې هلته سازمانونه د قومندانۍ د هدایت پر بنسټ پر کډوالو د خوړو او اوبو د وېشلو اجازه نه لري.

د یوتوپیا ۵۶ غړي نیکولای پوسنر بیا وایي چې دا پېښه ښيي چې د [چارواکو] او مهاجرو د ورځني ژوند ترمنځ هېڅ ډول اړیکه نشته.

له تېرو څو کلونو راهیسې ډېری کډوال برتانیا ته د اوښتو په موخه د کالې ساحلي سیمو کې اوسېږي. له ۲۰۱۸ راهیسې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د تلونکو مهاجرو شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. 

 

نورې ليکنې