انځور: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ ټویټر پاڼه
انځور: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ ټویټر پاڼه

د ګواښونو سربېره لا هم زیات شمېر کډوال د انګلیس کانال له لارې برتانوي سواحلو ته د اوښتو هڅه کوي. د چارواکو په حواله په تېرو څلورو ورځو کې تر ۱۰۰۰ ډېر کډوال د یاد کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي. په ورته مهال فرانسوي سازمان یوتوپیا ۵۶ نن دوشنبه وویل انګلیس کانال کې یې د ۲۷ کډوالو د ډوبېدو پېښې په تړاو د فرانسې سمندري قومندانۍ او د برتانیا او د فرانسې د ژغورنې ادارو د دوو چارواکو پر ضد شکایت ثبت کړی دی.

د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د کډوالو د ورتګ هڅې لا ادامه لري. د برتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي چې پرون یکشنبه تر ۲۷۰ ډېر کسان د انګلیس کانال له لارې دغه هیواد ته رسېدلي دي. په وینا یې سمندري ځواکونو په ۱۱ بېړیو کې سپاره ۲۷۴ کسان دوور بندر ته انتقال کړي دي. زیاته شوې ده چې فرانسوي چارواکو بیا انګلیس کانال کې د ۱۷۸ مهاجرو مخه نیولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې او جمعې په ورځو کې تر ۹۰۰ ډېر مهاجر په کوچینو کښتیو کې برتانیا ته رسېدلي وو.

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت په حواله برتانوي ځواکونو تېره پنجشنبه ۵۵۹ کسان چې کنت ساحلي اوبو ته یې ځانونه رسولي وو برتانیا ته انتقال کړل. دغه کسان په ۱۹ بېړیو کې سپاره ول. دغه راز د جمعې په ورځ ۳۵۸ تنه نور چې په ۱۰ بېړیو کې سپاره وو د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته ورسېدل.

د بي بي سي د یو خبر له مخې فرانسوي چارواکو د جمعې او پنجشنبې په ورځو کې برتانیا ته د ۵۶۴ کډوالو د ورتګ مخه نیولې ده.

بیا ولولئ: پولیسو د فرانسې په ختیځ کې ۷ تنه افغان کډوال نیولي دي

برتانوي چارواکو دا هم ویلي دي چې سږ کال تر دې دمه تر ۲۷۷۰۰ مهاجرو د انګلیس کانال له لارې دغه هیواد ته ځانونه رسولي دي. بل لور ته فرانسوي ځواکونو یاد کانال کې ۸۲۸۴ کډوال ژغورلي دي. چارواکو زیاته کړې ده چې د روان کال په جریان کې انګلیس کانال کې د مړو شمېر ۳۰ تنو ته رسېږي چې ډله کې یې هغه ۲۷ کډوال هم شامل دي چې د نومبر پر ۲۴مه یاد کانال کې ډوب شوي وو.

د کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو پېښې په تړاو څارنوالۍ ته شکایت ثبت شوی

بل پلو د مهاجرو مرستندویه سازمان یوتوپیا ۵۶ تېره جمعه د «غیر عمدي وژنې» او «له ژغورنې څخه د ډډه کولو» په تړاو د پاریس څارنوالۍ ته شکایت ثبت کړی دی.

دغه شکایت لیک د فرانسې د سمندري قومندان فیلیپ دیوتریو، د ګري نې د ژغورنې او نظارت سیمه ییز مرکز مشر مارک بونافو او د برتانیا د سمندري ژغورنو ادارې مشر کلېیر هیوګ پر ضد ثبت شوی دی.

یوتوپیا ۵۶ په یوه خبرپاڼه کې وایي: «له پېښې د دوو ژوندي پاتو کسانو، د ډوبو شویو د خپلوانو او د هغو کسانو د سترګو لیدلي حال پر بنسټ چې د پېښې په ورځ برتانیا ته اوښتي دي د یوې کب نیوونکې بېړۍ له خوا د مړو د موندلو مخکې کډوالو د برتانیا او فرانسوي ژغورونکو سره اړیکه نیولې وه.»

د تېرې نومبر میاشتې په ۲۴مه انګلیس کانال کې د یو ۱۶ کلن، یو ۱۷ کلن، ۱۷ نارینه وو او ۷ ښځو کډوالو مړي وموندل شول. د دغو کسانو ډله کې چې ډېری یې عراقي کردان وو څلور افغانان هم ول.

بیا ولولئ: د فرانسې په لیل ښار کې د څلورو افغان کډوالو د جنازې مراسم ترسره شول

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په حواله دغه پېښه کې یوازې یو عراقی کرد او یو سوډانی ژوندي پاتې شوي دي.

پېښه کې د ژوندي پاتې عراقي کرد په خبره ډوبه شوې کښتۍ کې ۳۳ کسان سپاره ول. لږ مخکې نوموړي کردۍ رسنۍ روداو ته ویلي وو چې د کښتۍ تر ډوبېدو مخکې کډوالو فرانسوي او برتانوي ژغورونکو ته تېلېفون کړی و. خو په وینا یې ژغورونکو یې غوښتنې ته پاملرنه و نه کړه. د شکایت لیک له مخې دویم کډوال دغه ویناوې تایید کړی دی.

یوتوپیا ۵۶ خپل شکایت لیک کې د فرانسوي او برتانوي ژغورونکو پر «بې پامۍ» نیوکې کړې دي.

دغه سازمان هیله ښودلې ده چې دغه عدلي پروسه به د پېښې څرنګوالی معلوم کړي. په وینا یې فرانسه کې پیل شوې پلټنې یوازې د قاچاق وړونکو پر رول ټینګار کوي خو برتانیا کې بیا هېڅ ډول پلټنې نه دي پیل شوې.

د یادولو ده چې فرانسوي پلټونکو تېره جمعه د خپلو پلټنو پایلې د پاریس محکمې ته وسپارلې.

 

نورې ليکنې