په تېرو څو ورځو کې د فرانسې په کالې ښار کې دوه کډوال مړه شوي دي. پرون دوشنبه سهار کالې ته څېرمه یو سوډانی مهاجر تر یوه ټېلر موټر لاندې شو او وروسته بیا یې د یاد ښار په یوه روغتون کې ساه ورکړه. دغه راز تېره شنبه د پا دو کالې په یو ساحل کې د یو تن مړی موندل شوی و.
پرون دوشنبه د ډسمبر ۲۰مه کالې ته نږدې ترانسمارک سیمه کې یو ۱۶ کلن سوډانی کډوال تر یو ټېلر موټر لاندې شو.
د چارواکو په خبره نوموړي سهار وختي د ډریور سیټ او د موټر د ټېلر ترمنځ تش ځای کې ځان پټ کړی و او غوښتل یې چې برتانیا ته واوړي. د بولونی سور مېر څارنوالۍ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې کله چې موټر چالا شو، دغه کډوال ځمکې ته ولوېد او تر ټېلر لاندې شو.
سرچینې زیاته کړې چې له دې پېښې لږ وروسته د کډوالو یوې ۴۰ کسیزې ډلې پر موټروان د ډبرو ګوزارونه کړل.
یاد کډول د کالې په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
د پولیسو د یوې سرچینې په حواله موټروان چې د ختیځې اروپا اوسېدونکی دی په سطحي توګه ټپی شوی دی. چارواکو له نوموړي څخه تحقیقات کړي دي.
په ورته مهال د کالې کمیسارۍ د غیرقصدي وژنې په تړاو پلټنې پیل کړې دي.
بیا ولولئ: د ګواښونو سربېره تر ۱۰۰۰ ډېر کډوال برتانیا ته رسېدلي دي
د کالې یو ساحل کې د یو تن مړی موندل شوی
د یو بل خبر له مخې د بولونی سور مېر محکمې تېره یکشنبه لا وا دو نور ورځپاڼې ته وویل چې کالې ته نږدې مارک ساحل کې د یو تن مړی موندل شوی دی چې د پېژندلو نه دی.
د بولونی سور مېر څارنوال د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دوی اوس نه شي ویلی چې ایا دا د یوه مهاجر جسد دی که نه، خو دومره ویلی شي چې جسد ډېر وخت اوبو کې تېر کړی دی.
د دې مړي د هویت د تعیینولو او د پېښې د څرنګوالي په هکله پلټنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ډسمبر پر ۱۰مه د کالې په اوبو کې یو بل جسد هم موندل شوی و. د بولوینی سور مېر د څارنوالۍ مرستیال په حواله دغه جسد هم د اوږدې مودې لپاره اوبو کې پاتې شوی و.
په تېرو څو اونیو کې زیات شمېر کډوالو هڅه کړې چې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته ځان ورسوي. تېره میاشت یاد کانال کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې ۲۷ مهاجر ووژل چې ډله کې یې څلور افغانان هم ول.