د ارشیف انځور: رویټرز
د ارشیف انځور: رویټرز

له تېرو درېو میاشتې راهیسې تر ۳۰۰ زیاتې افغانې کورنۍ له تاجکستان سره پر پوله بدخشان کې بندې پاتې دي. دوی چې غواړي تاجکستان ته واوړي وایي د تاجکستان پوله تړلې ده او تر دې دمه تاجک چارواکو ورسره هېڅ ډول اړیکه نه ده نیولې.

د بي بي سي د یو راپور له مخې له تېرو درېو میاشتو راهیسې نږدې ۳۰۰ افغانې کورنۍ له تاجکستان سره پر پوله بدخشان کې ایسارې پاتې دي.‌ دغه کورنۍ وایي چې پیسې او خوراکي توکي نه لري او د ژمي له امله یې ستونزې زیاتې شوې دي.

په یوه ویډیو کې چې د بي بي سي پر فارسي فېسبوک پاڼه خپره شوې ده یو افغان پناه غوښتونکی وایي: «درې میاشتې کېږي چې دلته یو خو هېڅ هیله مندي نشته.»

یوه افغانه پناه غوښتونکې بیا وایي چې د طالبانو په حکومت کې د ښځو برخلیک نامعلوم دی نو ځکه دوی له افغانستانه وتل غواړي. په وینا یې: «موږ نه پوهېږو چې راتلونکی به مو څه کېږي.‌.. ښځې کار او تحصیل نه شي کولی.»

د دغو پناه غوښتونکو په ډله کې زیات شمېر ښځې او ماشومان هم دي.‌ دوی چې د خوراکي‌ توکو او د دواګانو د نشتوالي څخه شکایت لري وایي‌ چې د ژمي په رسېدو سره یې ستونزې زیاتې شوې دي. 

بیا ولولئ: له تاجکستان سره پر پوله بندې پاتې افغانې کورنۍ: «وضعیت مو ډېر وخیم دی»

یو پناه غوښتونکی وایي د روغتیایي‌ خدماتو د نشتون له کبله د خپلو ماشومانو ناروغیو ته رسیدګي نه شي کولی: «ماشومان مو ناروغان شول،‌ روغتون ته مو مراجعه وکړه. خو ډاکټرانو د پخواني نظام د ړنګېدو او د معاشونو د نه ورکول کېدو له امله خپلې دندې پرېښودلې دي. دوا هم نشته.»

یو بل پناه غوښتونکی وایي: «څه باندې درې میاشتې کېږي چې موږ په اشکاشم کې یو. هوا ډېره یخه شوې ده.‌ پیسې او خوراکي توکي نه لرو. ماشومان مو ناروغان شوي دي. موږ دلته کرایي کورونو کې اوسېږو... حیران پاتې یو.»

د دغو بې ځایه شویو کورنیو په ډله کې ځینې عیسوي کورنۍ هم شته. 

یوه ښځه چې کوچني‌ ماشومان ورسره دي‌ له ملګرو ملتونو او اروپایي‌ هیوادونو څخه غواړي‌ چې ورسره مرسته وکړي‌ او دغو کورنیو ته پناه ورکړي. 

بیا ولولئ: د افغانستان د ګاونډیانو غونډه: د افغانانو د کډوالو او بې ځایه کېدو دایمي حل لاره وموندل شي

که څه هم د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو څخه غوښتي دي‌ چې خپلې پولې دې د پناه غوښتونکو پر مخ پرانېزي‌،‌ خو لا هم د ځینو هیوادونو پولې د افغانانو پر مخ تړلې دي. یادې ادارې د تاجکستان او ازبکستان د پولو د تړل کېدو په هکله اندېښنې څرګندې کړې دي.

تر دې دمخه تاجکستان ویلي وو چې د نړیوالو مرستو پرته د افغان مهاجرو د منلو توان نه لري.‌

 

نورې ليکنې