د پاکستان په یو کمپ کې افغان کډوال. انځور: آرشیف
د پاکستان په یو کمپ کې افغان کډوال. انځور: آرشیف

اسوشیتید پرس خبرې آژانس لیکلي چې طالبان د پاکستاني مدرسو له زده کوونکو او کډوالو څخه په افغانستان کې د جګړې د پرمختګ او خپل واک د پیاوړي کولو په موخه ګټه اخیستې. ځینو سرچینو دغه آژانس ته ویلي چې د طالب مشرانو لخوا د نورو جنګیالیو غوښتنې په اوړي کې هغه مهال پیل شوې کله چې د افغان حکومت تر ولکې لاندې سیمې په پرله پیسې ټوګه سقوط شوې.

اسوشیتید پرس لیکلي چې تیرو څلورو میاشتو کې د طالب مشرانو په غوښتنه، زرګونه کډوال، د مدرسو زده کوونکي او جنګیالي له پاکستان څخه افغانستان ته ولاړل ترڅو د طالب جنګیالیو له لیکو سره یو ځای او د افغان حکومت پر وړاندې و جنګیږي.

یوتن پاکستانی طالب چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې طالبانو لپاره له یوې مدرسې څخه د خلکو د جذب په برخه کې مرسته کړې، د نوم د نه ښودلو په شرط اسوشیتید پرس ته ویلي: «افغانستان ته د تګ په شرط زمونږ ډیری مجاهدینو ته په دغه هیواد کې د دایمي استوګنې وړاندیز شوی و.»

د طالبانو په لیکو کې له پاکستاني مدرسو څخه د جنګیالیو یو ځای کیدل یوه نوې خبره نه ده خو په اوړي کې وروسته له هغه چې طالبان د افغانستان ځینې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستل، دغه هڅې لا ډیرې شوې.

اټکل کیږي چې طالبان په خپلو لیکو کې شاوخوا ۷۵۰۰۰ جنګیالي لري. د طالب چارواکو په خبره له پاکستان څخه په وروستیو میاشتو کې له ۵۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ تنه له دوې سره یوځای شول چې دا د تیر په پرتله ۱۰ چنده ډیروالی ښيي.

د طالبانو له خوا له پاکستان څخه د نورو جنګیالیو غوښتنې د اوړي په اوږدو کې پیل شوې خو وروسته له هغه چې طالبانو کابل ونیول، د دغې ډلې مشرانو هم په پاکستان کې د طالبانو پر تعلیم یافته غړو او ملاتړو غږ وکړ چې د دې ډلې له نوي حکومت سره یوځای شي.

نور ولولئ: پاکستان: د بلوچستان اوسیدونکي چې افغانانو ته ځای ورکړي مجازات کیږي

افغانستان کې د زده کړو د مرکزونو جوړول

قدرت الله، یو تن افغان طالب جنګیالی چې نه غواړي اصلي نوم يي واخیستل شي وویل: «ګومارونکي، جوماتونو، روزنیزو مرکزونو او مدرسو ته راتلل. حتی ځینې زده کوونکي مخکې له دې چې خپلې زده کړې بشپړې کړي او د فراغت مراسم ترسره کړي، افغانستان ته لاړل.»

په عادي حالت کې یو شمیر هغه زده کوونکي او ښوونکي چې په پاکستاني مدرسو کې زده کړې کوي د خپلو زده کړو د بشړولو وروسته او یا پلان شوي رخصتیو کې، په افغانستان کې د طالبانو سره په جګړه کې یو خای کیږي.

دغه ۲۹ کلن طالب جنګیالی چې د ژوند ډیره برخه يي په جګړه کې تیره شوې وايي چې سږ کال دیني عالمانو داسې معافیتونه ورکړل چې له مخې يي زده کوونکو ته اجازه ورکړل شوه چې د نصاب د بیا پیل پرته، خپلې زده کړې په افغانستان کې دخدمت کولو لپاره ودروي.

هغه چې په منظم ډول د طالبانو له لیکو سره په پسرلني جګړه کې یو ځای کیدل وویل چې سږکال وضعیت د تیر په پرتله برعکس و. د هغه په خبره خبره وضعیت د «خوښیو او جوش څخه ډک و».

د طالبانو دغه غړی باور لري چې د زده کړو دغو مرکزونو او دیني مدرسو د فعالیتونو لپاره اوس په افغانستان کې زمینه برابره شوې او په دې اړه د راتلونکي لپاره ځینې پلانونه تر کار لاندې دي.

د پاکستاني طالبانو یو غړی وايي: «د اوس لپاره په افغانستان کې زده کړه اسانه ده ځکه هلته د وسلو بیلابیل ډولونه شتون لري. د طالبانو ډیری روزونکي له پاکستان څخه افغانستان ته تللي چیرې چې د هغوی لپاره کار کول خوندي دی.»

له کډوالۍ څخه سیاسي استفاده

پاکستان کې له جګړو تښتیدلي میلیونونه افغانان له لسیزو راهیسې په دغه هیواد کې ژوند کوي. ډیری دغه کډوال قانوني اسناد نه لري او له خپلو حقونو څخه محروم دي او نه شي کولای کار وکړي یا آزادانه ژوند ولري. دغه حالت له افراطي ډلو سره د دوې د یو ځای کیدو لامل کیږي.

د افغانستان پخوانی حکومت تل پر پاکستان تور لګول چې دوې له افغان کډوالو څخه سیاسي ګټه پورته کوي. د پخواني ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش په پاکستان کې یوه کنفرانس ته ویلي و چې په دغه هیواد کې د افغان کډوالو له کمپونو څخه خلک جذبیږي او افغانستان ته د جګړې لپاره استول کیږي.

نور ولولئ: پاکستان کې د افغان کډوالو په تړاو دوه ورځنی نړیوال کنفرانس پیل شوی

بل پلو بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی له پاکستان څخه افغانستان ته د زرګونه جنګیالو او د طالب پلویانو ورتګ نه مني او وايي چې زرګونه کډوال داوړو خواوو ته تګ راتګ کوي خو دا چې زرګونه جنګیالي افغانستان ته ځي بې اساسه خبره ده.

د یادولو ده چې دا مهال پاکستان کې له درې میلیونو څخه ډیر افغان کډوال میشت دي چې له دې ډلې ۱،۴ میلیونه يي قانوني اسناد لري او پاتې نور يي له قانوني اسنادو پرته ژوند تیروي.

 

نورې ليکنې