د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې پرون سه شنبه وویل پولنډ او بېلاروس یې کارکوونکو ته د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحدي سیمو ته د لاسرسي اجازه نه ده ورکړې. اروپایي هیوادونه بېلاروس پر دې تورنوي چې له تېر اوړي راهیسې یې اروپا ته د زرګونو مهاجرو د راتګ زمینه برابره کړې ده.
پرون سه شنبه د ډسمبر ۲۱مه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ویاندې لیز تروسل په اوونیزه خبري غونډه کې وویل چې د دغې ادارې یوه ډله پولنډ ته تللې وه خو سرحدي سیمو ته د لاسرسي اجازه نه وه ورکړل شوې. په وینا یې بېلاروس بیا دغې ډلې ته خپلې خاورې ته د لاسرسي اجازه نه ده ورکړې.
هغې زیاته کړه: «موږ د دواړو هیوادونو له چارواکو څخه غواړو چې د بشري حقونو استازو، خبریالانو، مدافع وکیلانو او د مدني ټولنې غړو ته دې سرحدي سیمو ته د ورتګ اجازه ورکړي.»
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي ادارې دغه راز له بېلاروس او پولنډ څخه غوښتي چې سمدلاسه دې د هغو مهاجرو او پناه غوښتونکو وضعیت ته پاملرنه وکړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ بند پاتې دي.
بیا ولولئ: یوه ۴ کلنه نجلۍ د بلاروس او پولنډ پر پوله له مور او پلار څخه نادرکه شوې
د یادولو ده چې د یادې ادارې یوه ډله د نومبر ۲۹ د ډسمبر تر ۳مې پورې پولنډ ته تللې وه.
که څه هم دغې ډلې ته پولې ته د لاسرسي اجازه نه وه ورکړل شوې، خو دوی بیا د حکومت او مدني ټولنې له استازو سره کتنه وکړه او له هغو ۳۱ مهاجرو سره یې هم خبرې وکړې چې له اګست میاشتې راهیسې پولنډ ته رسېدلي دي.
آغلې لیز تروسل زیاته کړه: «د دغو کسانو په حواله د بېلاروس او پر پولنډ پر پوله وضعیت ناوړه دی او پناه غوښتونکي اوبو، خوړو او سرپناوو ته لاسرسی نه لري او یا ورته محدود لاسرسی لري.»
په وینا یې: «زیات شمېر مهاجرو وویل چې بېلاروس کې د امنیتي ځواکونو له خوا وهل ډبول شوي دي. دوی دا هم وویل چې د بېلاروس امنیتي ځواکونو دوی دې ته اړ کړي چې له پولې تېر شي.»
بیا ولولئ: پولنډ او بېلاروس «د بشري حقونو په جدي نقض» تورن شول
د ملګرو ملتونو ادارې له بېلاروس څخه غوښتي دي چې د دغو ادعاوو پلټنه دې وکړي او د ورته کړنو مخه دې ونیسي. یادې ادارې له پولنډ څخه هم غوښتي دي چې د هر یوه پناه غوښتونکي د قضیې تر ارزونې مخکې دې د کډوالو له شړلو ډډه وکړي.
لویدیځ هیوادونو بېلاروس پر دې تورنوي چې له تېر اوړي راهیسې د اروپایي بندیزونو په غبرګون مهاجرو ته اروپا ته د راتګ زمینه برابره کړې ده.