د ۲۰۲۰ کال مهمې پېښې
د ۲۰۲۰ کال مهمې پېښې

روان ۲۰۲۱ میلادي کال له پېښو ډک کال و. تېر اوړی د افغانستان پخواني نظام ړنګېدنه او د طالبانو بیا واکمني یوه له دغو پېښو ده. پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته تر سلو زرو ډېر افغانان د تخلیې عملیاتو په ترڅ کې له دغه هیواد څخه وایستل شول. زرګونه نور بیا ګاونډیو هیوادونو ته مخه وکړه. که څه هم د کابل تر سقوط مخکې جګړو سلګونه زره افغانان بې ځایه کړي‌ وو، خو ځینو هیوادونو د افغان کډوالو اخراج ته ادامه ورکړه.‌ د افغان کډوالو د نویو څپو د مخنیوي لپاره ترکیې له ایران سره پر پوله د خنډونو جوړولو کار پیل کړ. اروپا کې بیا یونان د مهاجرو لپاره تړلي کمپونه جوړ کړل. دغه راز د پولنډ او بېلاروس پر پوله زرګونه مهاجر بند پاتې شول.‌ سږ کال انګلیس کانال کې هم د کښتۍ ډوبېدو پېښې له امله ۲۷ کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړل.

۱. د طالبانو بېرته واکمني او د کابل سقوط

طالب سرتېری د کابل هوایي دګر مخې ته. انځور: رویټرز
طالب سرتېری د کابل هوایي دګر مخې ته. انځور: رویټرز

د تېر اګست پر ۱۵مه د امریکایي پوځیان تر وتلو څو ورځې مخکې طالبانو پر کابل ولکه ټینګه کړه.

زرګونه افغانان له هیواده د وتلو لپاره د بهرنیو هیوادونو سفارتونو او د کابل هوایي ډګر مخې ته راټول شول. پېښې د نړۍ په کچه غبرګونونه راوپارل. هغو انځورونو په ټوله نړۍ کي انسانان هېښ کړل چې پکې پر الوتکه ځان نيونکي ښکارېدل چې رالويږي.

بیا ولولئ:‌ د کابل هوایي ډګر کې د خلکو هجوم، فرانسې سفارت له خلکو غوښتي چې د سفارت شاوخوا سیمې پرېږدي

د کابل تر سقوط وروسته د نړۍ یو شمېر هیوادونو د افغانانو په ایستلو کې برخه واخیسته او د افغان کډوالو د اخراج لړۍ یې ودروله. له اګست میاشتې راهیسې فرانسې نږدې ۳۰۰۰ افغانان، جرمني ۴۰۰۰ تنه او برتانیا کابو ۸۰۰۰ کسان له افغانستانه ایستلي دي.

بیا ولولئ:‌ د افغانانو لومړۍ ډله پاریس ته ورسېدله: «دوی د خپلو فعالیتونو له کبله د طالبانو له ګواښ سره مخ ول»

زرګونه نور چې لا هم افغانستان کې بند پاتې دي له ګواښونو څخه ډارېږي او هڅه کوي چې نورو هیوادونو ته ځان ورسوي.

بیا ولولئ:‌ افغان خبریال: «د طالبانو له راتګ وروسته مې ژوند له وېرو او ګواښونو ډک دی»

د اروپایي کمیسیون کمېشنري یلوا ژوهانسون د ډسمبر پر ۹مه وویل چې د اروپایي‌ ټولنې ۱۵ غړو هیوادونو چمتووالی ښودلی چې ۴۰۰۰۰ افغانان ومني. ټاکل شوې ده چې له دې ډلې جرمني تر ټولو لویه برخه یعنې ۲۵۰۰۰ کسان ومني. فرانسې بیا ویلي چې د ۲۵۰۰ افغانانو منلو ته چمتو ده.

۲. زرګونو افغانانو د ایران او پاکستان پولو ته مخه وکړه

افغانان تورخم پوله کې. انځور: رویټرز، د اګست ۱۵مه
افغانان تورخم پوله کې. انځور: رویټرز، د اګست ۱۵مه

د طالبانو له راتګ وروسته زرګونو افغانانو هڅه وکړه چې د شته ګواښونو له کبله پاکستان او ایران ته ولاړ شي. خو افغانستان کې له سیاسي بدلون سره سم پاکستان خپله پوله د افغان کډوالو پر مخ وتړله. دغه راز د ایران پوله د افغانانو پر مخ وتړل شوه. که څه هم وروسته د تورخم پوله بېرته پرانیستل شوه، خو پاکستان ته د داخلېدو لپاره ګېټ پاس یا عبوري سند ته اړتیا وه.

طالبانو د اکټوبر میاشتې پر ۵مه د چمن - سپین بولدک سرحدي لار وتړله چې له امله یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ بند شو. 

بیا ولولئ:‌ د چمن - سپین بولدک لارې د تړل کېدو له امله زیات شمېر افغانان له ستونزو سره مخ دي

طالب چارواکو ویلي وو چې د چمن له لارې پاکستان ته تلونکي افغانان د دغه هیواد د چارواکو له خوا ځورول کېږي،‌ نو ځکه دوی یاده پوله تړي. پاکستاني چارواکو بیا د دغو ادعاوو په ردولو سره ویلي وو، یوازې هغو کسانو ته خپلې خاورې ته داخلېدو اجازه ورکوي چې قانوني اسناد ورسره وي.

دغه لاره د مسافرو او سوداګریزو موټرو د تګ راتګ لپاره له کابو یوې میاشتې ځنډ وروسته د نومبر پر ۲مه پرانیستل شوه.

همداراز د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي افغانانو ته خبرداری ورکړی و چې له ایران سره پولې ته د تګ ډډه وکړي.‌ هغه زیاته کړې وه چې هیواد یې د نورو مهاجرو د منلو ظرفیت نه لري.

بیا ولولئ:‌ ایرانی چارواکی:‌ تهران ته باید د افغان کډوالو د ننوتلو مخه ونیول شي

۳. د افغانانو نیونه، شړنه او بېرته ستنېدنه

ایران هره اونۍ سلګونه زره افغانان بیرته خپل هیواد ته ستنوي. انځور: آرشیف، پیکچر الاینز
ایران هره اونۍ سلګونه زره افغانان بیرته خپل هیواد ته ستنوي. انځور: آرشیف، پیکچر الاینز

تېر کال افغانستان کې د جګړو سربېره ځینې هیوادونو د افغانانو د نیولو او شړلو ته ادامه ورکړه.

تېر سپټمبر ځایي رسنیو د ترکي چارواکو له قوله وویل چې د روان کال له پیل څخه دې هیواد کې ۴۰ زره او ۹۸ غیرقانوني افغان کډوال نیول شوي دي.

همداشان د سپټمبر پر ۱۴مه د ترکیې د ولسمشر له دفتر څخه په یوه خپره شوې بیانیه کې د ولسمشر اردوغان له قوله لیکل شوي وو چې ترکیه د کډوالۍ د نوې بار د اداره کولو ظرفیت نه لري. اردوغان د ولسمشرانو ترمنځ په یوه ټیلفوني اړیکه کې ویلي چې ترکیه نه شي کولای له طالبانو څخه تښتیدلو نورو افغانانو ته پناه ورکړي. نوموړی ویلي چې ترکیه لا دمخه د نړۍ د کډوالو د لویې برخې کوربه توب کوي.

بیا ولولئ:‌ د ترکیې ولسمشر وایي‌ چې نور نه شو کولی نورو افغانانو ته پناه ورکړو

بل پلو د ډسمبر پر ۱۳مه په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان وویل چې د ۲۰۲۱ کال له پیل څخه ۱،۱۷۰۴۹۴ بې اسناده افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي چې له دې ډلې ۱۱۵۰۰۰۴ له ایران او ۲۰۴۹۰ تنه يي له پاکستان څخه ستانه شوي دي. په وینا یې یو شمېر دغه افغانان په خپل خوښه او پاتې نور يې په زوره ایستل شوي دي.

بیا ولولئ: ایران هره اونۍ لسګونه زره افغان بېرته خپل هیواد ته ستنوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان د دغه وضعیت په اړه اندیښنه ښوولې وه او لیکلې يې وو چې افغانان د خپل سفر او د بیرته ستنیدو پر مهال د انساني قاچاقبرانو ښکار کیږي او د تاوتریخوالو، له کورنۍ څخه د بیلوالي او جنستي ستونزو سره مخامخ کیږي.

۴. ترکیې له ایران سره پر پوله د دېوال د جوړولو کار پیل کړ

د ایران او ترکیې ترمنځ‌ پوله.‌ انځور:‌ پېکچر الاینز
د ایران او ترکیې ترمنځ‌ پوله.‌ انځور:‌ پېکچر الاینز

د تېر کال په جریان کې افغانستان کې د جګړې زور اخیستو سره سم ترکیې له ایران سره پر پوله د ور تلونکو افغان مهاجرو د نوېو څپو د مخنیوي لپاره امنیتی تدابیر زیات کړل. ترکي‌ چارواکو ویلي وو چې دغه سرحدي‌ دېوال به ۲۹۵ کیلومتره اوږدوالی ولري.

بیا ولولئ: ترکیه د ور تلونکو افغان مهاجرو د څپو د مخنیوي لپاره له ایران سره پر پوله دیوال جوړوي

د ترکیې د وان ولایت والي امین بېملېز زیاته کړې وه چې دوی له تېرو دوو کلونو راهیسې د کندو پر کېندلو بوخت دي او په پام کې لري چې ازغن تارونه هم وکاروي.‌ په وینا یې چارواکي دغه راز په پام کې لري چې په کمرو او راډارونو مجهز زیرک برجونه هم جوړ کړي.

د ښاغلي بېملېز له قوله ویل شوي وو چې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت له ایران سره ګډې پولې ته ۳۵ ځانګړې عملیاتي ډلې او په وسلو مجهز ۵۰ موټرونه استولي دي.

بیا ولولئ:‌ ترکیه: د افغانانو لپاره د امریکا د مهاجرت پروګرام سیمه کې د کډوالۍ د نوې څپې د پیل سبب ګرځېدلی شي

۵. کورني بې ځایه شوي افغانان

کابل کې له شمالي ولایتونو بې ځایه شوې کورنۍ. انځور:‌ ارشیف
کابل کې له شمالي ولایتونو بې ځایه شوې کورنۍ. انځور:‌ ارشیف

تېر کال افغانستان کې د جګړو زور اخیستو له کبله په سلهاوو زره افغانانو د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.

بیا ولولئ:‌ د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت: روان کال کې ۶۰۰ زره افغانان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي

د کابل تر سقوط مخکې ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري بحران خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې روان میلادي کال کې نږدې ۷۰۰ زره افغانان د جګړو له امله له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

بیا ولولئ:‌ کندهار کې د جګړو له امله د بې ځایه شویو کورنیو کړاو

دغه راز د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېر اګست میاشت ویلي وو وروسته له هغه چې د اګست میاشتې په لومړیو کې طالبانو د افغانستان د شمالي ولایتونو ولکه په لاس کې واخیسته، د دغو ولایتونو زرګونه کورنۍ کابل ته مخه کړه چې په کابل کې له سرپناه پرته په بد وضعیت کې يې شپې سبا کولې.

بیا ولولئ:‌ د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت: روان کال کې ۶۰۰ زره افغانان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د اکټوبر پر ۲۷مه وویل چې شاوخوا ۱۶۰۰ تنه د جګړو بې ځایه شوې، د مرستو له ترلاسه کولو وروسته په داوطلبانه ډول بیرته خپلو سیمو ته ګرځیدلي دي.

۶. د پولنډ او بېلاروس پر پوله بند پاتې مهاجر

زرګونه کډوال د پولنډ او بېلاروس پر پوله بند پاتې دي‌.‌ انځور:‌ رویټرز
زرګونه کډوال د پولنډ او بېلاروس پر پوله بند پاتې دي‌.‌ انځور:‌ رویټرز

له تېر اوړي راهیسې زرګونه مهاجر چې ډېری یې د منځني ختیځ دي له بېلاروس څخه د لیتوانیا، لاتویا او پولنډ له لارې اروپایي‌ ټولنې ته د اوښتو هڅه کړې ده.

بیا ولولئ:‌ د لیتوانیا په رودنینکای کمپ کې د افغان مهاجرو نامعلوم برخلیک: «له جګړو تښتېدلي یو، خو دلته بند پاتې یو»

د ځایي رسنیو په حواله ۱۴ کډوال له تېر اوړي راهیسې د پولنډ او بېلاروس ترمنځ مړه شوي دي. بېلاروسي چارواکو بیا ویلي چې له لیتوانیا سره پر پوله یو مهاجر مړ شوی.

بیا ولولئ:‌ د پولنډ او بېلاروس پر پوله یو مهاجر مړ شوی

اروپایي ټولنه بېلاروس پر دې تورنوي چې دغې اتحادیې ته د زرګونه مهاجرو د راتګ زمینه برابره کړې ده.

د اروپایي‌ کمیسیون د وروستیو شمېرو له مخې سږ کال نږدې ۸۰۰۰ کسان د بېلاروس له لارې اروپایي ټولنې ته رسېدلي: ۴۲۸۵ کسان د لیتوانیا، ۳۲۵۵ کسان د پولنډ او ۴۲۶ تنه نور د لاتویا له لارې.

بیا ولولئ: پولنډ او بېلاروس «دبشري حقونو په جدي نقض» تورن شول

پولنډ او لیتوانیا پر خپله پوله د دېوالونو د جوړولو کار پیل کړی دی. بوداپست بیا له بېلاروس سره پولې ته ۱۵۰۰ سرتېري استولي‌ دي.

۷. انګلیس کانال کې غمجنه پېښه

کالې ښار کې د ډوبو شویو یادغونډه.‌ انځور:‌ دانا البز،‌ کډوال نیوز
کالې ښار کې د ډوبو شویو یادغونډه.‌ انځور:‌ دانا البز،‌ کډوال نیوز

د ۲۰۱۸ راهیسې د هغو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی چې هڅه کوي‌ د انګلیس کانال له لارې په کوچنیو کښتیو کې برتانیا ته ځان ورسوي.

د ۲۰۲۱ د نومبر پر ۲۴مه انګلیس کانال کې د ۲۷ مهاجرو ډوبېدو پېښې غبرګونه راوپارل او د لندن او پاریس ترمنځ د ناندرۍ لامل شوه. دغه پېښه کې څلورو افغانانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

بیا ولولئ:‌ د فرانسې په لیل ښار کې د څلورو افغان کډوالو د جنازې مراسم ترسره شول

د روان کال له پیل راهیسې ټولټال ۳۰ کډوال انګلیس کانال کې مړه شوي دي او ۴ تنه نور لادرکه دي. په ۲۰۲۰ کې ۶ تنه انګلیس کانال کې مړه شوي وو او ۳ تنه نور لادرکه وو.

د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په حواله سږ کال نږدې ۳۴۰۰۰ کسانو د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د ورتګ هڅه کړې ده. فرانسوي چارواکو نږدې ۸۲۰۰ کډوال یاد سمندر کې ژغورلي دي.

انګلیس کانال: د ګواښونو سربېره تر ۱۰۰۰ ډېر کډوال برتانیا ته رسېدلي دي

۸. یونان کې تړلي‌ کمپونه

ساموس ټاپو کې تړلی مهاجر کمپ.‌ انځور:‌ رویټرز
ساموس ټاپو کې تړلی مهاجر کمپ.‌ انځور:‌ رویټرز

په ۲۰۲۱ کې یوناني چارواکو د دغه هیواد د پناه غوښتونکي په مرکزونو کې د دېوالونو د جوړولو کار پیل کړ. د کډوالو لومړی تړلی کمپ تېر جون د اټن په شمالي ریستونا کې جوړ شو. دغه راز تېر سپټمبر ساموس کې تړلی مهاجر کمپ پرانیستل شو. ورپیسې په کوس او لېروس ټاپوګانو کې دوه نور تړلي کمپونه پرانیستل شول.

یوناني حکومت په پام کې لري چې لېسبوس او خیوس ټاپوګانو کې هم دوه تړلي کمپونه پرانیزي. اروپایي ټولنې د دغې پروژې د سر ته رسولو لپاره له یونان سره د ۲۷۶ میلیونه یورو په ارزښت مرسته کړې ده.‌

بیا ولولئ: د کمپونو شاوخوا دېوالونه: یونان کې د مهاجرو د بندي کولو سیاست

په ورته مهال سازمانونه د پناه غوښتونکو پر روحي او فزیکي حالت د تړلو کمپونو د اغېز په اړه خبرداری ورکوي او وایي چې دغه کمپونه د زندانونو په څېر له ښارونو څخه لرې دي.

 

نورې ليکنې