مدیترانه کې د کډوالو کښتۍ. انځور: آرشیف
مدیترانه کې د کډوالو کښتۍ. انځور: آرشیف

د یونان سمندري ځواکونو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د دغه هیواد په یوه ټاپو کې د کښتۍ ډوبیدنې له امله درې تنه کډوال په سمندر کې ډوب شوي او د لسګونو نورو د ورکیدو ویره موجوده ده.

رویټر خبري آژانس د یوناني چارواکو له خولې لیکلي چې د ژغورنې ډلو په عملیاتو کې ۱۲ کډوال چې ډیری يي د عراق او سوريي وګړي و، ژغورل شوي دي. ژغورل شوي کسان او درې تنه قربانیان د سانتورني ټاپو ته لیږدول شوي دي.

چارواکي ویلي چې دغه کډوال د آژه له سمندر څخه ژغورل شوي او د نورو د لټون عملیات داوم لري.

د يونان د سمندري ساتونکي ځواک يو وياند نيکوس کوکالاس د دغه هیواد دولتي تلويزيون ته ويلي دي چي دوی له آژه سمندر څخه ۱۲ د کښتۍ سپرلي ژغورلي دي خو په وينا يې «زيات شمير د کښتۍ سپرلي لا لادرکه دي.» د وياند په وينا کښتۍ د کيکلادن فولېګاندروس ټاپو ته نژدې ډوبه شوې ده.

نور ولولئ: د لیبیا په ساحلي اوبو کې ۷۵ مهاجر ډوب شوي دي

د راپور له مخي هغه سپرلي چي له ډوبي شوي کښتۍ څخه ژغورل شوي دي، په دې هکله يې ضد و نقيض معلومات ورکړي دي چي په دغه کښتۍ کي کوم شمير کسان سپاره ول. د سمندري پوله ساتونکي ځواک وياند ويلي دي: «موږ اټکل کوو چي د ۳۰ او ۵۰ تر منځ کسان به پر کښتۍ سپاره ول او د لادرکه کسانو لټون ته ادامه ورکوو.» له ژغول سوو کسانو څخه اکثريت يې د عراق له هيواد سره تړاو لري.

کډوال ډیری مهال هڅه کوي چي له ترکيې او يا هم د مديترانې په ختيځ کي پرتو هيوادونو څخه د سمندر له لاري ځان يونان يا اټياليې ته ورسوي. هغوی کوښښ کوي چي په دې توګه په آژه سمندر کي واقع يوناني ټاپوګانو په مهاجر کمپونو او د نوم ثبتونې په مراکزو کي له اوږد وخت تېرولو څخه ځان وساتي.

خو کرېټا ټاپو په سويل او شمال کي په مديترانه کي زيات وختونه د مهاجرو کښتيو ته حادثې ورپيښيږي. هغه کښتۍ چي مهاجر پکښي انتقاليږي، اکثره وخت ډيري زړې او په تخنيکي توګه ثابتې نه وي. قاچاق وړونکي پر مهاجرو دغه خرابې کښتۍ په لوړو قيمتونو خرڅوي. دا چي پر دغه لارو کوم شمير انسانان په ټوليزه توګه مړه سوي دي، په هکله يې دقيق ارقام نسته.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې