پولنډي چارواکي پر پوله د ګزمې پر وخت
پولنډي چارواکي پر پوله د ګزمې پر وخت

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميسارۍ د پولنډ او بېلاروس پر حکومتونو ږغ کړی دی چي پر پوله دي د مهاجرو سره عاجلي مرستي وکړي.

د پولنډ او بېلاروس تر منځ پر سرحدي سيمه بند پاته مهاجر د زياتو ستونزو سره مخامخ دي. د آلمان د خبري آژانس په وينا د بشري حقونو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کميسارۍ (OHCHR) د دواړو يادو هيوادونو پر حکومتونو ږغ کړی دی چي په عاجله توګه د دغو مهاجرو سره د مرستو کولو لاري چاري پيدا کړي. د ياد سازمان وياندي د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د دسمبر ۲۲مه) په جينيوا کي وويل چي بشري د مهاجرو او نړيوال حقونه ددې تقاضا کوي چي د دغو مهاجرو سره مرسته وسي.

د (OHCHR) په وينا د بېلاروس او پولنډ تر منځ پر سرحدي سيمه تر اوسه پوري حد اقل ۱۱ انسانان مړه سوي دي.

په زرونو مهاجر او پناه غوښتونکي له څو اونيو راهيسي کوښښ کوي چي له بېلاروس څخه پولنډ او په دې ټوګه اروپايي اتحاديې ته داخل سي. اروپايي اتحاديه د بېلاروس پر واکمن اليکزاندر لوکاشېنکو تور لګوي چي په قصد سره د نړۍ له بيلو بحراني سيمو څخه مهاجر سپيني روسيې او بيا اروپايي اتحاديې ته د داخلېدلو له پاره هڅوي. خو د مينسک حکومت دا تورونه ردوي.

د بشري حقونو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کميسارۍ ډله پولنډ ته ورغلې وه، خو هلته ورته اجازه ورنکړله سوه چي سرحدي سيمي ته داخله سي. د دغه سازمان وياندي ويلي دي چي ډلې يې په سيمه کي د مهاجرو له لوري ډېر بېروونکي تورونه واورېدل. هغې زياته کړې: «يو شمير پوښتل سوو ويلي چي د بېلاروس امنيتي چارواکو د خوراکي توکو او اوبو له پاره د ګواښ په توګه پيسې ورڅخه غوښتي دي.» ويل سوي چي مهاجرو د بېلاروس د امنيتي چارواکو له تاوتريخوالي څخه شکايت کړی دی. مهاجرو ويلي دي چي د بېلاروس امنيتي چارواکو هغوی له دې راګرځولي چي بېرته مينسک ته ستانه سي.

د بشري حقونو يادي عالي کميسارۍ غوښتنه کړېده چي د مهاجرو له خوا پر چارواکو د لګول سوو تورونو پلټنه دي وسي. د دغه سازمان په وينا د دا ډول ناوړه چلن د مخنيوي له پاره پلټنې اړيني دي.

د (OHCHR) په وينا يو شمير مهاجرو ورته ويلي دي چي هغوی پولنډ ته داخل سوي او له پولنډي چارواکو يې د پناه غوښتنه کړې، خو پولنډي چارواکو هغوی بېرته پر شا تمبولي دي.

د ياد سازمان په وينا يو شمير مهاجرو ورته ويلي دي چي هغوی په سيستماتيکه توګه توقيف سوي خو طبي مراقبت يې نه دی سوی. عالي کميسارۍ پر پولنډ ږغ کړی دی چي په انفرادي توګه د پناه غوښتنې وڅېړي. د دغه سازمان په وينا دا خواښينۍ وړ خبره ده چي پولنډ و سرحدي سيمي ته د بشري حقونو د فعالين، مرستندويانو او ژورنالستانو د ورتګ مخه نيسي.

آ./ا.آ.

 

نورې ليکنې