په ترکيه کي په مليونونو مهاجر اوسيږي
په ترکيه کي په مليونونو مهاجر اوسيږي

ترکيه د مهاجرو د مراقبت له پاره له اروپايي اتحاديې څخه ۵۶۰ مليونه يورو نوري پيسې هم ترلاسه کوي.

د اروپايي اتحاديې کميسيون د سه شنبې په ورځ په بروکسل کي وويل چي د ترکيې سره د مهاجرت په سياست کي د همکاري په مقصد دغه هيواد ته ۵۶۰ مليونه يورو ورکوي. د دغه کميسيون په وينا دغه پيسې به په خاصه توګه د مهاجرو لپاره د روزنې او تعليم په پروژو کي ولګول سي. زياته سوې چي په دغو پيسو به د پولې ساتنه هم بهتره کړل سي.

ياد کميسيون ويلي دي چي په راتلونکو درو کالونو کي به په ټوليزه توګه ترکيې ته درې مليارده (درې زره مليونه) يورو نورې پيسې هم ورکول سي.

اروپايي اتحاديه هڅه کوي چي په دغو پيسو سره ترکيې دې ته وهڅوي چي په ۲۰۱۶ کال لاسليک سوی د مهاجرت په تړاو تفاهم عملي کړي. په ياد تفاهم کي د نورو تر څنګ ترکيې منلې چي اروپايي اتحاديه ورته هغه مهاجر بېرته لېږلای سي چي له ترکيې څخه د يونان ټاپوګانو ته ورځي. په بدل کي يې اروپايي اتحاديه په همدغه شمير مهاجر له ترکيې څخه مني او په غړو هيوادونو کي ورته ځای ورکوي. د دې تر څنګ اروپايي اتحاديه په ترکيه کي د سوريې د مهاجرو د مراقبت له پاره و ترکيې ته مرستي ورکوي.

د اروپايي اتحاديې د کميسيون په وينا په ترکيه کي دمګړی د نړۍ تر ټولو زيات مهاجر اوسيږي. په دغو کي ۳،۶ مليونه ثبت سوي سوريايي مهاجر هم شامل دي. په ترکيه کي د سوریې علاوه له نورو هيوادونو څخه هم ۳۷۰ زره مهاجر ثبت سوي دي.

د اروپايي کميسيون مسؤل کميسار اوليور فارهېليي د ترکيې سره د نوو مالي مرستو په هکله ويلي دي چي د دغو په مرسته به دا ممکنه کړل سي چي په سلونو زره مهاجر ماشومان ښوونځي ته ولاړ سي او په ښه کېفيت زدکړي وکړي. نوموړي زياته کړېده چي اروپايي اتحاديه د ترکيې سره د پوله ساتنې او د مهاجرت د ننګونو سره د مبارزې له پاره هم مالي مرستي وکړي. د فارهيليي په وينا دا مرستي به نه يوازي د ترکيې پر ختيځه پوله د ننګونو د جواب ويلو له پاره وي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې