د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش د سه شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان وضعیت د دې ښودنه کوي چې مونږ د ډله ایزې کډوالۍ له نوې څپې سره مخامخ یو. بل پلو کابل کې د ترکیې لسګونه پخواني افغان کارکوونکي د دغه هیواد سفارت مخې ته لاریون کړی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په بودا پست کې د ځینو اروپايي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته په خطاب کې وویل :« په افغانستان او سوریه کې د میلیونونو بې ځایه شویو خلکو وضعیت مونږ ټول اندیښمن کړي یو»
نوموړی د کډوالۍ په برخه کې ګډه همکاري، د مسولیتونو تقسیمول او په داوطلبانه ډول د کډوالو بیرته ستنول اغیزمن بللی.
مولود چاووش ویلی چې د کډوالۍ د لویې څپې د مخنیوي لپاره يي له طالب مشرانو سره د خبرو هڅه کړې. هغه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې په دې برخه کې دې له افغانستان سره مرسته وکړي.
دا لومړی ځل نه دی چې ترکیه،له افغانستان څخه د کډوالۍ د نویو څپو په اړه اندیښنه څرګندوي بلکه له دې وړاندې هم د دغه هیواد چارواکو په دې اړه اندیښنه څرګنده کړې وه او ویلي يي و چې د نورو کډوالو د منلو ظرفیت نه لري.
نور ولولئ: د ترکیې ولسمشر وايي چې نشو کولای نورو افغانانو ته پناه ورکړو
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، ترکیې له ایران سره پر پوله د کډوالو د اوښتو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې ډیرې کړي او پر پوله يي دیوال جوړ کړی دی.
مولود چاووش ویلي چې هیواد يي د نړۍ تر ټولو لوی شمیر کډوالو کوربتوب کوي چې په خبره يي ترکیه د ۲۰۱۴ کال راهیسې له ۵ میلیونو څخه د ډیرو کډوالو کوربه دی.
ترکیې سفارت مخې ته د افغانانو لاریون
شاوخوا ۳۰ افغانان چې د ترکیې لخوا په کابل کې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې ګمارل شوي وو، د چهارشنبې په ورځ لاریون کړی او پر انقره يي تور پوری کړی چې د طالبانو له راتګ راهیسې دوې يي پریښي دي.
ډیری لاریونوال د طالبانو له رژیم وړاندې د ترجمان او یا فني کارکونکي په توګه د کابل په پوځي هډه کې دنده ترسره کوله. دوې په کابل کې د ترکیې سفارت مخې ته راټول شوي و او د « مونږ عدالت غواړو» شعارونه يي ورکول.
د لاریون یو تن ګډونکونکی اسدالله رحماني چې نږدې دوه لسیزه يي له ترکي ځواکونو سره ترجماني کړې، د فرانسې خبري آژانس ته وویل:« مونږ يي پریښي یو».
نور ولولئ: آلمان له کابل څخه خپل ۳۲۹ نور ځايي همکاران را وايستل