د مهاجرو په کښتيو کي اکثره وخت تر اندازې زيات انسانان سپاره وي: SOS Méditerranée
د مهاجرو په کښتيو کي اکثره وخت تر اندازې زيات انسانان سپاره وي: SOS Méditerranée

د بې سرحد ډاکټرانو د سازمان ژغورونکي کښتۍ صرف د څو ساعتونو په جريان کي تقريبا ۲۴۰ مهاجر په مديترانه کي له ډوبېدو وژغورل.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د دسمبر ۲۲مه) د ټويټر په خپل يو پيغام کي وويل چي د دغه سازمان «جيو بېرنتس» په نوم ژغورونکي کښتۍ يو شمير مهاجر ژغورلي دي. د دغه سازمان د پيغام له مخي په ټوليزه توګه تقريبا ۲۴۰ مهاجر له درو بيلو کښتيو څخه ژغورل سوي دي. زياته سوې چي د دغو مهاجرو کښتۍ د سمندري بېړني حالت سره مخامخ سوي وې.

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي د دغه سازمان يوې وياندي د دې پخلی کړی دی چي «جيو بېرنتس» په دې توګه په ټوليزه توګه ۳۵۵ مهاجر له اوبو څخه پورته کړي دي. دا په داسي حال کي ده چي ياده ژغورونکې کښتۍ د څو ورځو راهيسي په دې تمه ده چي ورته اجازه ورکول سي چي چيري لنګر واچوي او مهاجر له کښتۍ څخه وکولای سي چي راکښته سي.

عموما مرستندويه سازمانونه د ايټاليې له چارواکو څخه هدايات ترلاسه کوي چي کوم بندر ته مخه وکړي او چيري لنګر واچوي.

د بې سرحد ډاکټرانو د سازمان د ژغورونکي کښتۍ تر څنګ د اس او اس مديترانې سازمان «اوشين وايکينګ» نومې کښتۍ او په همدې شان د سي آی سازمان «سي ای ۴» نومي کښتۍ هم په دې انتظار او تمه دي چي ورته د لنګر اچولو له پاره هدايات او بندر ورکول سي. په «اوشين وايکينګ» کي ۱۱۴ مهاجر او په «سي آی ۴» کي ۲۱۶ ژغورل سوي مهاجر سپاره دي.

عموما مهاجر د لیبيا يا تونس له ساحل څخه په ډېرو زړو او د سمندري سفر لپاره ناوړه کښتيو کي د اروپا پر لور حرکت کوي. پر دغو کښتيو اکثره وختونه تر اندازې زيات مهاجر سپاره وي. زيات وختونه دغه کښتۍ په سمندر کي د حادثو سره مخامخ کيږي او پکښي سپاره انسانان مړه کيږي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې