د ۲۰۱۹ د اکټوبر ۳۱مه. کالې ښار کې د مهاجرو خیمې. کرېډېټ: مهدي شبیل
د ۲۰۱۹ د اکټوبر ۳۱مه. کالې ښار کې د مهاجرو خیمې. کرېډېټ: مهدي شبیل

سره له دې چې د فرانسې په ختیځ کې د هوا تودوخه منفي ته ټیټه شوې خو کډوال لاهم په د ژمي په دغه سړه هوا کې په کمپونو کې شپې سبا کوي او دولت دوې لپاره د سرپناه پلان نه دی عملي کړی. د کډوالۍ د ملاتړ سازمانونه اندیښمن دي او وايي چې د سرپناه د برابرولو پرته د کډوالو کمپونه ویجاړیږي.

د فرانسې په کالې ښار کې واوره او سړه هوا د کډوالو ژوند لا پسې ستونزمن کړی. د ورځې لخوا دغلته د تودوخې درجه صفر او د شپې لخوا ان -۴ ته راټیټیږي. د ژمي سړه هوا د دغه ښار په کمپونو کې د میشت ۱۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ کډوالو ژوند خورا سخت کړی.

کالې ښار کې د کډوالۍ د ملاتړ د یو سازمان یوتوپیا ۵۶ همغږی کوونکی متیو فرانس وايي چې« د اوس لپاره دا ځای د ژوند کولو نه دی»

په سیمه کې تر دې مهاله د « سخت یخ پلان» د دولت لخوا نه دی عملی شوی. دغه پلان چې په ۲۰۱۷ کال د دولت لخوا جوړ شوی، له مخې يي کډوالو ته د فرانسې د ختیځ په یو شمیر سیمو کې په کانتینرونو او هنګرونو کې سرپناه برابریږي.

یوې سیمه ایزې رسنۍ راپور ورکړی چې د پادو کالې سیمې قومندانۍ چارواکي، د هوا د تودوخې ښه کیدل د دغه پلان د نه فعالولو دلیل بولي. د « سخت یخ پلان» هغه مهال عملي کیږي چې د څو پر له پسې ورځو لپاره او یا د طوفان پر مهال د تودوخې درخه د -۵ او -۱۰ درجو پورې وي.

چارواکي بیا هڅه کوي چې په سیمه کې میشت کډوال له ښار څخه لرې د استوګنې مرکزونو ته واستوي خو کډوال دغو ځایونو ته له ورتګ څخه ډ ډه کوي ځکه دغلته ورته لازمې آسانتیاوې او ښاري امکانات نشته.

نور ولولئ:فرانسه: کډوال د خپلو پنډ غالو د ویجاړولو له امله محکمې ته شکایت کړی

مرستندویه سازمانونه وايي چې د یادو ستونزو سره بیره پرته له دې چې کډوالو ته سرپناه برابره شي د چارواکو لخوا په سیمه کې د دوې د کمپونو ویجاوړول دوام لري.

د فرانسې ختیځ ګراند سنت، کالې او یو شمیر نور بندري ښارونو کې سلګونه کډوال په دې هیله شپې او ورځې سبا کوي چې له دغه ځای څخه د انګلیس کانال له لارې ځانونه بریتانیا ته ورسوي.

تیره میاشت په انګلیس کانال کې ۲۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې په قربانیانو کې ۴ تنه يي افغان ځوانان و.

له فرانسې څخه بریتانیا ته د انګلیس کانال له لارې د خلکو اوښتل په دې وروستیو کلونو کې خورا ډیر شوی. چارواکي وايي چې د روان کال له پیل څخه له ۳۳ زرو څخه ډیر کډوال د همدغه سمندر له لارې بریتانیا ته د اوښتو هڅه کړې.

 

نورې ليکنې