افغان وګړي د کابل په هوایي ډګر کې، ۱۹ سپټمبر ۲۰۲۱. انځور: د قطر د بهرنیو چارو وزارت، رویټرز
افغان وګړي د کابل په هوایي ډګر کې، ۱۹ سپټمبر ۲۰۲۱. انځور: د قطر د بهرنیو چارو وزارت، رویټرز

د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې د ۲۰ زره نورو افغانانو د پناه ورکولو پروګرام به د جنورۍ په میاشت کې پیل کړي. چارواکي وايي چې دغه افغانان به راتلونکو کلونو کې په تدریجي ډول له افغانستان څخه بریتانیا ته راوستل شي چې په لومړي کال کې به ۵۰۰۰ افغانانو ته ویزې ورکړل شي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو څخه څه موده وروسته د بریتانیا حکومت اعلان وکړ چې ۲۰ افغانانو ته به پناه ورکړي.

نور ولولئ: برتانیا ۲۰۰۰۰ افغانانو ته دې هیواد کې د مېشتېدو پروګرام اعلان کړ

حکومت ویلي چې په دغه ډله کې هغه افغانان شاملیږي چې د بریتانیا سره يي په افغانستان کې کار کړی وي او د ښځو د حقونو، ډیموکراسۍ، د بیان آزادۍ او د قانون حاکمیت لپاره يي مبارزه کړې وي. میرمنې او نجونې به په دې برخه کې لومړیتوب ولري.

د بریتانیا د لومړي وزیر بورس جانسن د سه شنبې په ورځ د ډسمبر په ۲۱، د افغانانو لپاره د بیا میشتیدنې پروګرام په اعلانولو سره وویل:

« مونږ د ټولو هغو خلکو منندوی یو چې په تیرو ۲۰ کلونو کې يي له مونږ سره د افغانستان د وضعیت په ښه کولو کې مرسته کړې ده.»

بي بي سي د لومړي وزیر له قوله لیکلي« ډیر دغه خلک، په ځانګړي ډول میرمنې اوسمهال زمونږ بیړنی مرستې ته اړتیا لري.»

چارواکي وايي چې د افغانانو د راوستلو پروسه به د څو راتلونکو کلونو په لړ کې عملي شي چې په لومړي کال کې به ۵۰۰۰ افغانان په بریتانیا کې د شرایط وړ و پیژندل شي.

د لندن په هوټلونو کې بند پاتي ۴۰۰۰ افغانان

هغه افغانان چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د بریتانوي ځواکونو لخوا له افغانستان څخه وویستل شول، له پنځو میاشتو راهیسې د لندن په هوټلونو کې بند پاتي دي.

له موقتو هوټلونو څخه اوږد مهال استوګنځایونو ته د دغو افغانانو لیږدول هغه ستونزه ده چې د یو شمیر سازمانونو له نیوکو سره مخامخ شوی. ویل کيږي چې کډوال به د نوي کال خوښۍ هم په همدغو لنډ مهالو هوټلونو کې تیر کړي چې دغلته د ژوند لازم خدماتو ته لاسرسۍ ستونزمن دی.

د لندن شوراګانې په هوټلونو کې د دغو افغانانو د بند پاتې کیدو په اړه اندیښمن دی او وايي چې دوې له لازمو خدماتو څخه برخمن نه دي.

د دغه شوراګانو مرستیال کلیر دارن رادول د پنجنشبې په ورځ د ډسمبر په ۲۳، ګارډین ورځپانې ته په خبرو کې له حکومت څخه غوښتنه کړې چې له دوې سره دې مرسته وکړي تر څو د افغانو کورنیو د سرپناه ستونزو ته رسیدنه وکړي.

د بریتانیا حکومت بیا وايي چې په لږ وخت کې يي ۴۰۰۰ تازه ورغلي افغانانو ته استوګنځایونه او ۶۰۰۰ ماشومانو ته يي په ښوونځیو کې د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

 

نورې ليکنې