د آژاه په سمندر کې د یونان سمندري ځواکونو عملیات. انځور: آرشیف
د آژاه په سمندر کې د یونان سمندري ځواکونو عملیات. انځور: آرشیف

د یونان سمندري ځواکونه وايي چې د دغه هیواد په جنوب کې د کښتۍ د ډوبیدو پیښې د وژل شوو شمیر ۱۱ تنو ته لوړ شوی. د پلټنې عملیات لاهم دوام لري.

دغه  کښتۍ چې شاوخوا ۱۰۰ تنه کډوال په کې سپاره ول د پنجشنبې په ورځ د یونان په جنوب کې یوې ټاپو ته نږدې په سمندر کې ډوبه شوه.

 د یونان سمندري ځواکونو فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي چې د ۵۲ نارینه، ۱۱ میرمنې او ۲۷ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۹۰ تنه کډوال د جمعې په سهار له یادې پیښې څخه ژغورل شوي دي.

د سمندري ځواکونو یو چارواکی وايي چې یاده پیښه د انتیکیتیرا ټاپو ته نږدې رامنځ ته شوې. هغه په دې اړه وویل:« د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري ځکه چې تر اوسه څرګنده نه ده چې د کښتۍ له ډوبیدو مخکې څومره کسان په کې سپاره و.»

دغه پیښه په داسې مهال رامنځ ته کیږي چې له دې څخه دوه ورځې وړاندې د چهارشنبې په ماښام هم یو بله کښتۍ د آژه سمندر کې ډوبه شوه چې ۳ تنه په کې ووژل شول او ګڼ نور لا هم نا درکه دي.

یونان اروپا ته د کډوالو ننوتلو یو له مهمو لارو بلل کیږي. له منځني ختیځ، افریقا او ځینو اروپايي هیوادونو څخه له جګړو، بیوزلۍ او تاوتریخوالو له وجې کډوال هڅه کوي چې له همدغې لارې د اروپا پر مختللو هیوادونو ته ځانونه ورسوي.

 

نورې ليکنې