د یونان په سمندر کې د کډوالو کښتۍ. انځور: آرشیف، رویټرز، ۲۹ اکټوبر ۲۰۲۱
د یونان په سمندر کې د کډوالو کښتۍ. انځور: آرشیف، رویټرز، ۲۹ اکټوبر ۲۰۲۱

د یونان او ترکیې ترمنځ په آژه سمندر کې د کښتۍ ډوبیدنې له امله یو ځل بیا ۱۶ کډوال مړه شوي. دا په یوه اونۍ کې د یونان په سمندر کې دریمه پیښه ده چې له امله يي ۳۰ کسان مړه شوي دي.

رویټرز خبري آژانس ته د یونان سمندري ځواکونو ته ویلي چې د پاروس ټاپو ته نږدې د آژه په سمندر کې د کډوالو کښتۍ د ډوبیدو له امله ۱۶ تنه مړه او ۶۳ تنه نور ژغورل شوي دي. دغه کډوالو غوښتل چې ځانونه د اروپا خاروې ته ورسوي.

چارواکي وايي چې تر دې مهاله يي د پاروس ټاپو ته نږدې له اوبو څخه د ۱۲ نارینه، ۳ میرمنو او یو ماشون مړي موندلي او د ژغورنې عملیات دوام لري.

رسنیو راپور ورکړی چې په کښتۍ کې سپاره دغه مسافر له ترکیې څخه د ایټالیا پر لور د قاچاقبرو په مرسته حرکت کړی و. د راپورونو له مخې په ژغورل شویو کې افغانان، د سوریې او فلسطین وګړي هم شامل دي.

یوه اونۍ کې په سمندر کې د ۳۰ کډوالو ډوبیدل

د جمعې ورځې د پیښې یوه ورځ وړاندې د پنجشنبې په ورځ هم د یونان ټاپوګانو ته نږدې په سمندر کې ۱۱ تنه کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ. یوه کښتۍ چې شاوخوا ۱۰۰ تنه کډوال په کې سپاره ول د پنجشنبې په ورځ د یونان په جنوب کې یوې ټاپو ته نږدې په سمندر کې ډوبه شوه.

نور ولولئ: یونان ټاپو ته نږدې ۱۱ نور کډوال هم په سمندر کې ډوب شوي

له دغې پیښې وړاندې یو بله پیښه کې د چهارشنبې په ورځ ۳ تنه نور کډوال هم په سمندر کې ډوب شوي ول.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ( یو ان اچ سی آر) اټکل کوي چې دروان کال له جنورۍ څخه تر نومبر میاشتې پورې له ۲۵۰۰ څخه ډیر خلک اروپا ته د رسیدو پر لار په سمندر کې مړه شوي او یا لادرکه دي.

یونان اروپا ته د کډوالو ننوتلو یو له مهمو لارو بلل کیږي. له منځني ختیځ، افریقا او ځینو اروپايي هیوادونو څخه له جګړو، بیوزلۍ او تاوتریخوالو له وجې کډوال هڅه کوي چې له همدغې لارې د اروپا پر مختللو هیوادونو ته ځانونه ورسوي.

 

نورې ليکنې