د اروپايي ټولنې کمیسیون د معلومات له مخې د جولای څخه تر سپتمبر میاشتې پورې ۱۵۵۵۰۰ تنو د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې چې دا د تیر په پرتله ۴۸ سلنه ډیروالی ښيي. افغانان د پناه غوښتونو تر ټولو ډیر شمیر جوړوي.
له دې وړاندې په اروپايي هیوادونو کې د کرونا ویروس له امله د پولو د تړل کیدو، پر سفر د محدودیتونو او د پناه غوښتنې د پروسو د ځنډولو سره په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتونکو کچه راټیټه شوې وه خو اوس دغه شمیر یو ځل بیا پورته تللی.
د اروپايي ټولنې د احصايي مرکز ( یوروستات) په خپل درې میاشتنۍ راپور کې لیکلي چې د روان میلادي کال په جولای، اګست او سپتمبر میاشتو کې ۱۵۵۵۰۰ تنو په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې چې د یادې مودې د تیرو دریو میاشتو په پرتله ۴۸ سلنه ډیروالی ښيي.
یوروستات وايي چې په دغه موده کې تر ټولو ډیر د پناه غوښتنه په آلمان، فرانسه، اسپانیا، ایټالیا او اتریش کې ثبت شوي دي.
د اروپايي ټولنې یادې ادارې په دې اړه لیکلي:« آلمان کې د جولای څخه تر سپتمبر میاشتې پورې ۴۰۲۰۰ د پناه غوښتنه ثبت شوې چې د ټولو پناه غوښتونکو ۲۶ سلنه جوړوي، له هغه وروسته فرانسه کې ۳۱۰۰۰ تنه چې ۲۰ سلنه، اسپانیا ۱۴۸۰۰ چې ۹ سلنه، ایټالیا ۱۳۳۰۰ چې ۹ سلنه او اتریش ۱۲۰۰۰ چې ۸ سلنه کیږي، د پناه غوښتنه ثبت شوې.»
نور ولولئ: یو شمیر اروپايي هیوادونو د ۴۰۰۰۰ افغانانو د منلو هوکړه کړې
د اروپايي ټولنې په غړو هیوادونو کې ټولټال له ۷۰۰ زرو څخه ډیر د پناه غوښتنې دوسیې تر کار لاندې دي چې ډیره برخه يي آلمان او فرانسه کې ثبت شوي دي.
په راپور کې په دې اړه راغلي:« د روان کال د سپتمبر تر پایه د پناه غوښتنې ۷۰۰۷۲۹ دوسیې د اروپايي تولنې غړو هیوادونو د چارواکو لخوا تر بررسۍ لاندې و.»
د پناه غوښتنې د دغو دوسیو له ډلې ۳۴ سلنه يي په آلمان، ۱۹ سلنه يي په فرانسې او ۱۴ سلنه يي په اسپانیا کې تر بررسۍ لاندې دي.
افغانان؛ د پناه غوښتونکو تر ټولو ډیر شمیر
د یوروستات د راپور پر اساس د نړۍ د ۱۳۷ هیوادونو خلک په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې چې له دې ډلې تر ټولو ډیر د افغانانو د پناه غوښتنه ثبت شوې. له افغانانو ورسته د سوریې او عراق وګړي په دویم او دریمه ډله کې راځي.

په ټولیز ډول د کال په همدغو دریو میاشتو کې ۲۸۷۹۰ تنه افغانان، ۲۵۸۰۰ تنه سوریایان او ۷۹۰۰ له عراق څخه پناه غوښتونکي په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې.
فرانسه، بلجیم، ډنمارک، بلغاریا، پرتګال، فنلنډ هغه هیوادونه چې تر ټولو ډیر پناه غوښتونکي يي افغانان دي. جرمني کې بیا تر ټولو ډیر د سوريي وګړو د پناه غوښتنه کړې چې افغانان په دوهمه ډله کې راځي.
په اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو شمیر وروسته له هغه ډیریږي چې په اګست میاشت کې طالبانو د کابل ولکه په واک کې واخیست او له دې سره ګڼ شمیر افغانان په قانوني او ناقانونه لارو ځانونه اروپا او د نړۍ نورو سیمو ته ورسول.
په دې وروستیو کې اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې ۴۰۰۰۰ افغانانو ته چې ژوند يي په خپل هیواد کې په خطر کې وي، پناه ورکوي.