د روان کال له پیل څخه ۵۰۰ زره افغانان ایران خاورې ته دننه شوي دي. انځور: آرشیف، پیکچر الیانز
د روان کال له پیل څخه ۵۰۰ زره افغانان ایران خاورې ته دننه شوي دي. انځور: آرشیف، پیکچر الیانز

د کرونا ویروس د نوې بڼې له امله یوه ځل بیا ایران له افغانستان سره خپله پوله تړلې چې له دې سره زرګونه افغانان چې غواړي دغه هیواد ته ولاړ شي د اسلام قعله په بندر کې ایسار پاتي دي.

د ایران د بهرنیو چارو او روغتیا وزارتونو په دې وروستیو کې امر وکړ چې د کرونا ویروس د نوې بڼې « اومیکرون» د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د اسلام قعله پوله د ۱۵ ورځو لپاره و تړل شي او هیڅ افغان ته به په دې لار د ننوتلو اجازه نه وي.

همدارنګه د افغانستان په لویدځ هرات ولایت کې د ایران کنسولګرۍ اعلان وکړ چې د شنبې د ډسمبر له ۲۵ تاریخ نه د کرونا ویروس د نوې بڼې « اومیکرون» له وجې د ۱۵ ورځو لپاره د سیاحتي ویزو د ویش خدمات بند دي. کنسولګرۍ له هغه خلکو چې له وړاندې يي نوبت اخیستی د ورتلو ډ ډه کړې.

په هرات کې د ایران د کنسولګرۍ د معلوماتو له مخې، هغه خلک چې سیاحتي ویزې يي ترلاسه کړي له ۱۵ ورځیني ځنډ وروسته کولای شي ایران ته سفر وکړي.

نور ولولئ: ایران:‌ «افغانان دې پولې ته د تګ ډډه وکړي»

له سیمې څخه افغان چارواکي ویلي چې د اسلام قعله د پولې له لارې ایران ته د ننوتلو لپاره اوس یوازې سوداګرو، ناروغانو او زده کوونکو ته اجازه ورکول کیږي.

د یادي پولې د تړلو امله زرګونه افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې شاملې دي او د ایران ویزې هم ورسره دي، له تیرو څلورو ورځو راهیسې په سیمه کې ایسار پاتي دي او نه شي کولای د ایران خاورې ته دننه شي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ویډیو ګانې ښيي چې د اسلام قلعه پر بندر زرګونه افغانان په سړه هوا کې شپې سبا کوي. دوې د چارواکو له بد چلند څخه شکایت لري.

همدارنګه له سیمې څخه یو شمیر مسافرو طلوع نیوز ټلویزیون ته د دوشنبې په ورځ وویل چې درې ورځې کیږي چې پر پوله په دغه سړه هوا کې شپې سبا کوو.

د هرات ولایت یوتن اوسیدونکی جمعه ګل ویلي:« په دغه سړه هوا کې حتی ډوډی نشته، پولې ته ځو خو ایران وايي چې پوله تړلې. ۳۰ زره افغانۍ خرچه مې وکړه او څلور ورځې کیږي چې په دغه سړه هوا کې بې سرنوشته یم.»

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان ولکه په واک کې واخیسته زرګونه افغان په قانوني او ناقانونه ډول ایران، پاکستان او دنړۍ نورو هیوادونو ته مخه کړه.ملګري ملتونه تیره اونۍ ویلي و چې د روان کال له پیل څخه ۵۰۰ زره افغانان ایران خاورې ته دننه شوي دي.

د یادولو ده چې دامهال په ایران کې له درې میلیونو څخه دیر اسناد لرونکي او بې اسناده افغانان میشت دي. 

 

نورې ليکنې