ګارډین ورځپاڼې موندلي چې بریتانیا ته په دې ورستیو کې رسیدلي ۱۲۰۰۰ افغانان به په نوي کال کې هم د بریتانیا په هوټلونو کې بند پاتي وي. دولت هڅه کوي چې دوې ته اوږدمهاله استوګنځایونه برابر کړي.
په هوټلونو کې د تازه ورغلو افغانانو اوږد انتظار په بریتانیا کې یو شمیر پوښتنې راپارولي او مرستندویه ادارې له دولت څخه دوې ته د اوږدمهاله استوګنځایونو غوښتنه کوي.
د بریتانیا د کار او تقاعد ( DWP) دفتر په وینا د ۱۶۵۰۰ خلکو له ډلې چې د اګست میاشتې راهیسې له افغانستان څخه بریتانیا ته انتقال شوي، له ۴۰۰۰ څخه ډیرو ته يي مناسب استوګنځایونه برابر شوي او یا هم استوګنځایونو ته دلیږد په حال کې دي.
پاتي نور بیا له هوټلونو څخه د دایمي استوګنځایونو پر لور د لیږد په تمه دي تر څو خپل نوی ژوند پیل کړي. یو شمیر بیا په دې هیله ژوند تیروي تر څو د امکان په صورت کې بیرته افغانستان ته وګرځي.
بریتانیا ته د دغو نویو کډوالو له ډلې ۴۰۰۰ تنه يي د لندن په لنډ مهاله هوټلونو کې ځای پر ځای شوي.
نور ولولئ: بریتانیا ته شاوخوا ۱۱ زره نوي تلونکي افغانان د سرپناه له کمښت سره مخامخ دي
د لندن شورا ګانې د اوږد مهال لپاره په هوټلونو کې د کډوالو په ځانګړې ډول د ماشومانو د پاتې کیدو په اړه اندیښمنې دي. دوې د هوټلونو وضعیت له ګډوډۍ ډک بولي او وايي چې ګڼ شمیر ماشومان په دغو هوټلونو کې ژوند تیروي.
ډیری دغه افغانان اوس په لندن کې عادت شوي، له ټولنې سره يي اړیکې پیدا شوي او ماشومان دغلته خپلې زده کړې پیل کړي. د وخت په تیریدو سره به له دغو ځایونو، نورو استوګنځایونو ته د دوې لیږدول ستونزمن شي. هغه افغانان چې د اګست له ۱۳ وروسته بریتانیا ته رسیدلي د سرپناه له دغه حق څخه نه شي برخمن کیدلای.
په هوټلونو کې بله ستونزه داده چې دوې نه شي کولای ځان ته کار پیدا کړي ځکه دوې دایمي ادرس نه لري.
بنفشه یعقوبي چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنره وه او د اګست میاشتې راهیسې د لندن په یوه هوټل کې اوسیږي، ګاردین ورځپاڼې ته يي ویلي چې ځايي شوراګانې ځینو افغانانو ته ویلي چې په هوټلونو کې د ژوند پر مهال کار و نه کړي.
میرمن یعقوبي وايي چې ځینې افغانانو چې ځانونو ته يي کارونه پیدا کړي ویل شوي چې مونږ تاسو نه شو ګمارلی ځکه دا معلوم نه دی چې تاسو به چیرته انتقال شئ.
د اګست میاشتې راهیسې وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان ولکه په واک کې واخیسته، له افغانستان څخه ۱۵۰۰۰ خلک بریتانیا ته راوستل شول چې وروسته بیا ۱۵۰۰ نور هم دغه هیواد ته ورسیدل.
نور ولولئ: بریتانیا نوي کال کې د ۲۰ زره افغانانو د پناه ورکولو پروګرام پیلوي
د بریتانیا حکومت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د ۲۰ زره نورو افغانانو د پناه ورکولو پروګرام به د جنورۍ په میاشت کې پیل کړي. چارواکي وايي چې دغه افغانان به راتلونکو کلونو کې په تدریجي ډول له افغانستان څخه بریتانیا ته راوستل شي چې په لومړي کال کې به ۵۰۰۰ افغانانو ته ویزې ورکړل شي.