امریکايي رسنیو ته ځینو سرچینو ویلي چې له کابل څخه قطر ته د تخليي ټولې الوتنې له تیرو دریو اونیو راهیسې له دې امله ځنډول شوې چې طالبانو غوښتل په دغو الوتکو کې خپل کسان او دوې ته نږدې افغانان قطر، عربستان او نور ځایونو ته د کار په موخه واستوي.
طالبان په دې باور دي چې د دوې لپاره باید د بشردوستانه الوتکو ځینې څوکۍ ځانګړي شي ځکه چې دوې افغانستان اداره کوي او قطریان د دوې له هوايي ډګر څخه ګټه پورته کوي.
ان بي سي رسنۍ د امریکا له ګانګرس څخه د یوې سرچینې له قوله تیره اونۍ لیکلي و چې له کابل څخه قطر ته د تخليي پروازونه له هغه وروسته و ځنډول شو چې د قطر دولت طالبان په دې تورن کړ چې د کابل په هوايي ډګر کې دوې په الوتکه کې د خلکو د ننوتلو مخنیوی کوي او بهرته د تلونکي افغانان ځوروي.
د سرچینې په وینا طالبانو ځکه دا کار کاوه چې د دوې خلکو ته په الوتکو کې څوکۍ برابرې شي خو قطري چارواکو د دوې دغه غوښتنه و نه منله نو ځکه طالبانو دغه پروازونه ودرول.
د ګانګرس د سرچنیې په وینا د یادو پروازونو له دریدو وړاندې طالبانو په قطري الوتکو کې، سعودي عربستان، قطر او نورو ځایونو ته د کار موندلو لپاره کارګر افغانان لیږدولي دي تر څو دوې افغانستان ته پیسې ولیږي.
ځینو رسنیو بیا راپور ورکړی چې طالبان د دې غوښتنه نه ده کړې چې د دوې جنګیالي او دوې پورې اړوند کسان بهر ته واستول شوي.
ان بي سي لیکلي چې طالبانو ځینو هغو کسانو ته په الوتکه کې د څوکیو غوښتنه کوله چې په خلیج هیوادونو کې ژوند او کار کاوه او افغانستان ته راستانه شوي ول خو د طالبانو لخوا د افغانستان تر سقوط وروسته دوې په خپل هیواد کې بند پاتي وو.
له دې وړاندې له کابل څخه قطر ته په اونۍ کې د تخليي یو یا دوه الوتنې ترسره کیدلې.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې د قطر هوايي شرکت یوازینۍ شرکت و چې له افغانستان څخه په چارتر الوتکو کې خلک قطر ته لیږدول.
نور ولولئ: د طالبانو له راتګ وروسته له۱۰۰ زرو څخه ډیر خلک له افغانستان څخه ایستل شوي دي
د امریکا د بهرنیو چاروز وزارت یوه چارواکي چې د تخليي په عملیاتو کې ښکیل دی منلي چې دغه الوتنې بندې شوې دي. که څه هم تر دې مهاله د دغو الوتنو بیا پیلولو په اړه کوم څرک نشته خو دغه چارواکی هیله څرګنده کړې چې په لنډ وخت کې به دغه الوتنې بیرته پیل شي.
له افغانستان څخه د اګست میاشتې په پاې کې په بشپر ډول د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو سره ګڼ شمیر افغانان چې له امریکایانو سره يي کار کړی و، قطر،عربي هیوادونو او د اروپا ځینو هیوادونو ته ولیږدول شول چې لاهم دوې امریکا ته د تلو انتظار باسي.
له هغه مهال راهیسې له ۱۳۰۰۰۰ زرو څخه ډیر خلک له افغانستان څخه ایستل شوي خو لاهم لسګونه زره نور په تمه دي ترڅو د ځینو بهرنیو هیوادونو په مرسته له افغانستان څخه وایستل شي.
له کورنۍ پرته امریکا ته د ۱۴۵۰ افغان ماشومان لیږدول
بل پلو سی ان ان رسنی خبر ورکړی چې شاوخوا ۱۴۵۰ ماشومان له مور او پلار پرته له افغانستان څخه امریکا ته لیږدول شوي دي چې له رواني پلوه یو شمیر دغه ماشومان له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
سي ان ان د دوشنبې په ورځ په خپل راپور کې لیکلي چې په دغه ډله کې یو اته کلن ماشوم هم شامل دی چې هره شپه ژاړي.
په راپور کې راغي چې دغه ماشومان اګست میاشتې کې د کابل په هوايي ډګر د تخليي عملیاتو په ګډوډیو کې له خپلو کورنیو بیل شوي دي.