پاریس کې د هالت انجمن دفتر چې کډوالو ته خدمات وړاندې کوي. انځور: کډوال نیوز/حفیظ احمد میاخیل. اکتوبر ۲۰۲۱
پاریس کې د هالت انجمن دفتر چې کډوالو ته خدمات وړاندې کوي. انځور: کډوال نیوز/حفیظ احمد میاخیل. اکتوبر ۲۰۲۱

د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعیت نه یوازې په کور دننه بلکه بهر میشتي افغانان يي هم اغیزمن کړي.فرانسه کې میشت افغان کډوال وايي چې د عادي کار ترڅنګ اوس اړ شوي چې وروسته له وخته هم ځان ته کار پیداکړي تر څو وشي کولای له اقتصادي اړخه له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي.

فرانسه کې کاري شرایط

په فرانسه کې د کار بازار ته لاسرسۍ د کډوالو یو له مهمو غوښتنو څخه بلل کیږي خو دغه کار ځینو شرایطو پورې اړه لري. هغه خلک چې د کډوالۍ اسناد ولري د فرانسوي اتباعو په څیر د کار مساوي حقوق لري خو د پناه غوښتونکو، دوبلیني او بې اسناده کډوالو لپاره شرایط توپیر لري.

د ۲۰۱۹ د مارچ میاشتې راهیسې په فرانسه کې هغه پناه غوښتونکي کولای شي د کار اجازه ولري چې د پناه غوښتنې د ثبت له مودې څخه يي شپږ میاشتې تیرې شوې وي. دغه پناه غوښتونکي د کار جواز د ترلاسه کولو لپاره باید د کار وزارت د  DIRECCTE  ادارې ته مراجعه او د ګمارونکي د کار وړاندیز یا کاري قرار داد وړاندې کړي. د همدغو محدودیتونو او پیچلي اداري پروسو له امله یو شمیر کډوال نه شي کولای په آسانۍ سره د کار بازار ته لاسرسۍ پیدا کړي.

هغه خلک چې په دوبلین حالت کې وي په فرانسه کې د کار او سرپناه له حق څخه محروم دی چې دیری افغانان په دغه حالت کې ژوند کوي.

د طالبانو راتګ د کډوالو پر کاري ژوند اغیز

افغانستان کې د اګست میاشتې راهیسې وروسته له هغه چې طالبان واکمن شول، دغه هیواد له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوی.په اګست میاشت کې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او ګڼې پروژې و دریدې چې له دې سره خلکو خپل کار وبار له لاسه ورکړل. د دې ترڅنګ د افغانستان میلیونونه ډالره مرستې هم کنګلې شوې.

ملګري ملتونو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د اقتصادي ناورین خبردارۍ ورکړی او ویلي يي دي چې د افغانستان ۱۸ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري. سربیره پر دې د پخواني حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه پنځه میلیونه افغانان له خپلو کورونو بې ځایه کړي.

نور ولولئ:تېر کال فرانسه کې افغانان د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله وه

د افغانستان دغه اقتصادي بحران د کډوالو پر کاري ژوند هم اغیز کړی او د دوې د کورنیو اړتیاوې تر پخوا ډیرې شوې.

په فرانسه کې میشت یو شمیر افغان ځوانان وايي چې په افغانستان د طالبانو له واکمنیدو سره دوې اړ شوي چې تر پخوا ډیر او حتی وروسته له وخت څخه کار وکړی تر څو وشي کولای په افغانستان کې خپلو کورنیو ته کافي پیسې ولیږي.

۲۹ کلن عبیدالله مایار چې پنځه کاله وړاندې د افغانستان دمیدان وردګ ولایت څخه فرانسې ته کډوال شوی، اوس اړ دی چې دوه ځایه کار وکړي ځکه ورونه يي په افغانستان کې خپلې دندې له لاسه ورکړي او د کورنۍ مسولیت يي په غاړه دی.

هغه چې د پاریس ښاروالۍ د باغدارۍ او نیالګیو کینولو په برخه کې کار کوي کډوال نیوز ته وویل:« د ښاروالۍ د دندې ترڅنګ غواړم له څلورو بجو ورسته د اوبر( د خوراک د ویشلو) کار وکړم. مخکې زمونږ په کور کې څو کسانو کار کاوه خو اوس د ۱۶ او ۱۷ کسانو مسولیت یوازې زما په غاړه دی نو مجبور یم چې باید ډیر کار وکړم.»

هغه وايي چې میاشتنۍ عاید يي ۱۵۰۰ یورو دی او د کور د کرايي ترڅنګ د ژوند ورځیني لګښت لپاره يي دغه پیسې کافي نه دي له همدې امله اضافي کار ته اړ شوی.

عبیدالله مایار هغه افغان دی چې له تیرو پنځو کلونو راهیسې د پاریس شاوخوا سیمو کې ژوند کوي. انځور: عبید
عبیدالله مایار هغه افغان دی چې له تیرو پنځو کلونو راهیسې د پاریس شاوخوا سیمو کې ژوند کوي. انځور: عبید

په فرانسه کې د افغانانو د کلتوري ټولنې مشر جان کاکړ هم دغه اقتصادي حالت اغیزمن کړی او وايي چې په افغانستان کې د کورنۍ یو شمیر غړي له تیرو اوو کلونو راهیسې په لومړي ځل ورڅخه د اقتصادي مرستې غوښتنه کړې.

نوموړی وايي:« په افغانستان کې کار او روزګار نشته، ژمی هم روان دی او د خلکو اقتصاد ډیر خراب شوی. څو ورځې مخکې مې څو کورنیو ته پیسې ولیږلې.»

یوازې عبید  او کاکړ نه دی چې له دغه اقتصادي بحران څخه اغیزمن شوي بلکه د فرانسې په پاریس او نورو ښارونو کې ګڼ مشیر افغان ځوانان له دغه حالت څخه اغیزمن شوي دي.

ځینې افغانان بیا چې د دوبلین په حالت کې دي حتی د کار حق هم نه لري نو اړ کيږي تر څو په ناقانونه ډول په تور بازار کې د کار په لټه کې شي.

فرانسه یو له هغو هیوادونو څخه دی چې تیرو پر له پسې کلونو کې  افغانان تر نورو ډیر په کې د پناه غوښتنه ثبت کړې. د فرانسې د کډوالۍ او بې تابعته وګړو اداره ( اوفپرا) د شمیرو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې ۹۵۶۰۰ کسانو د پناه غوښتنه کړې چې ۱۰۱۰۰ تنه یې افغانان دي.

 

نورې ليکنې