د یونان په سمندر کې د کډوالو کښتۍ. انځور: د یونان ساحلي ځواکونه، رویټرز، ۲۹ اکټوبر ۲۰۲۱
د یونان په سمندر کې د کډوالو کښتۍ. انځور: د یونان ساحلي ځواکونه، رویټرز، ۲۹ اکټوبر ۲۰۲۱

د تیرې اونۍ په دریو پر له پسې ورځو کې ۴۵ کسان د ترکیې او یونان ترمنځ په اوبو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا په یوه اونۍ کې د کښتۍ ډوبیدنې دریمه پیښه ده. ملګري ملتونه ویلي چې په روان کال کې ۲۵۰۰ کډوال د مدیترانې په سمندر کې ډوب شوي او یاهم لادرکه دي.

یوناني چاروکو اعلان کړی چې د سه شنبې په ورځ د یونان د تینوس ټاپو ته نږدې د یوبل کډوال مړی يي و موند چې له دې سره د جمعې ورځې د قربانیانو شمیر ۳۱ تنو ته ورسید.

د جمعې په ورځ د ډسمبر په ۲۴، د آژه په سمندر کې د یونان سمندري ځواکونو د ۱۶ کډوالو مړي و موندل او ۶۳ تنه نور يی له سمندر څخه و ژغورل. دغه کډوال له ترکیې څخه د یونان پر لور روان وو.

 له دې پیښې یوه ورځې وړاندې د پنجشنې په ورځ د ډسمبر په ۲۳، هم د یونان په اوبو کې ۱۱ کډوال خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه پیښه د یونان په جنوب کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې په کښتۍ کې ۱۰۰ سپاره کډوال له ترکیې څخه د یونان پر لور روان وو.

د چهار شنبې هم په ورځ هم یونان ټاپو ګانو ته نږدې د کښتۍ ډوبیدنې پیښه رامنځ ته شوې وه چې ۳ تنه په کې مړه شول.

نور ولولئ: د ترکیې او یونان ترمنځ سمندر کې ۱۶ نور کډوال مړه شوي

د کښتۍ ډوبیدنې دغه درې پرله پسې پیښو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ( یو ان اچ سی آر) اندیښنه راپارولې او د انساني قاچاق د مخنیوي او د هغو خلکو د نیولو لپاره چې د انسانانو د بې وزلۍ او ناهیلۍ څخه ګټه پورته کوي، د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.

یو ان اچ سی آر د سه شنبې په ورځ په یوه بیانه کې لیکلي:« دا د خواشینۍ وړ خبره ده چې د مخنیوي وړ دا ډول تراژیدي تکراریږي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په خپله بیانیه کې زیاته کړې چې له ۲۵۰۰ ډیر خلک د روان کال له جنورۍ څخه تر نومبر میاشتې پورې اروپا ته د رسیدو په موخه د مدیترانې یا شمالي افریقا سمندري لار کې مړه او یا لادرکه شوي دي.

یونان اروپا ته د کډوالو ننوتلو یو له مهمو لارو بلل کیږي. له منځني ختیځ، افریقا او ځینو اروپايي هیوادونو څخه له جګړو، بیوزلۍ او تاوتریخوالو له وجې کډوال هڅه کوي چې له همدغې لارې د اروپا پر مختللو هیوادونو ته ځانونه ورسوي.

 

نورې ليکنې