ترکي چارواکو په روان کال کې د دغه هیواد په ختیځ وان ښار کې له ایران سره پر پوله د ۱۲۰ زرو کډوالو مخه نیولې. ترکیې ته د ننوتلو لپاره پر دغه لار د افغان کډوالو شمیر په دې وروستیو کې خورا ډیر شوی دی.
د ترکیې دولتي آژانس اناتولي د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د روان کال په لړ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۹۰۴ کسان د کډوالو د قاچاق په تور هم نیول شوي دي. امنیتي ځواکونو د قاچاقبرو ۸۸۰ موټر او ۵ کښتۍ هم ترلاسه کړي دي.
د ترکیې دولت د رسمي شمیرو له مخې چې تازه خپرې شوې یوازې ۱۵۰۰۰ ناقانونه کډوال د ترکیې په خیتځ کې له ایران سره پر پوله وان ښار کې نیول شوي دي.
وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان ولکه په واک کې واخیسته، له ایران څخه د د ترکیې وان ښار له لارې ترکیې ته د افغان کډوالو د اووښتو شمیر ډیر شوی. ترکي چارواکو هغه مهال ویلي وو چې هره ورځ سلګونه افغانان په ناقانونه ډول له دغې لارې يي خاورې ته دننه کیږي.
نور ولولئ: د ترکیې ولسمشر وايي چې نشو کولای نورو افغانانو ته پناه ورکړو
له ایران سره پر پوله د دیوال رغول
له افغانستان څخه د کډوالو د نویو څپو له امله ترکیې له دې وړاندې اندیښنه څرګنده کړې وه او پر خپلو ختیځو پولو يې امنیتي تدابیر سخت کړي وو.
د وان ښار والي محمد امین بیلمز اناتولي خبري آژانس ته ویلي چې دوې له ایران سره پر پوله د کډوالو د ننوتلو د مخنیوي لپاره له فزیکي او تخنیکي اړه جدي ګامونه پورته کړي.
بیلمز پر پوله د دیوال د جوړولو په اړه وویل:« له ایران سره پر پوله د غیر قانوني اوښتو د مخنیوي لپاره د ۶۴ کیلومتره دیوال د رغولو چارې دوام لري او ټول کارونه به يي په پسرلي کې بشپړ شي.»
نوموړي وویل چې زمونږ له دغو اقداماتو سره ایران هم د خپلو ختیځو پولو د ساتلو لپاره لاس په کار شوی دی.
نور ولولئ: ترکیه د ور تلونکو افغان مهاجرو د څپو مخنیوي لپاره له ایران سره پر پوله دېوال جوړوي
چارواکي ویلي چې په ترکیه کې ۱۸۲ زره راجستر او شاوخوا ۱۲۰ زره نور نا راجستر افغان کډوال میشت دي.ولسمشر رجب طیب اردوغان له اروپايي هیوادونو غوښتي چې په دې برخه کې مسولیت پر غاړه واخلي او خبر داری يي ورکړی چې ترکیه هوډ نه لري چې د « اروپا د کډوالو د زیرمه کولو واحد» باندې بدله شي.
د ترکیې ولسمشر له دې وړاندې ویلي و چې هیواد يي د نور افغان کډوالو د منلو ظرفیت نه لري.
ترکیه د افغانانو لپاره چې غواړي د یو ښه ژوند د موندلو په نیت اروپا ته ځانونه ورسوي، د ترانزیټ یوه مهمه لاره بلل کیږي. له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د بشپر وتلو وروسته او د طالبانو له واکمنیدو سره سم پر دغه لار اروپا ته د افغانانو شمیر خورا ډیر شوی.