له کابل هوايي ډګر څخه د بهر ته د افغانانو د ایستلو عملیات. انځور: آرشیف. اګست،۲۰۲۱
له کابل هوايي ډګر څخه د بهر ته د افغانانو د ایستلو عملیات. انځور: آرشیف. اګست،۲۰۲۱

د امریکا د کډوالۍ ادارې تیرو اونیو کې د سلګونه هغو افغانانو د ویزوه غوښتنه رد کړې چې د بشر دوستانه دلایلو له امله يي غوښتل امریکا ته ولاړ شي. دغې پریکړې د کډوالو ملاتړي او خپله کډوال ناراضه کړي.

اسوشیتید پرس خبري آژانس د امریکا د کډوالۍ ادارې ( USCIS) له قوله لیکلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یادې ادارې ته د بشري دلیلونو له امله له ۳۵ زرو څخه ډیر غوښتنلیکونه د لنډ مهال اقامت لپاره سپارل شوي چې ډیری يې د افغانانو پورې اړه لري.

د امریکا د کډوالۍ ادارې ویاندې ویکټوریا پالمر ویلي چې د دغو غوښتنلیکونو له ډلې ۴۷۰ غوښتنې يي رد شوي او ۱۴۰ نور يي په مشروط ډول منل شوي. نوموړې زیاته کړې چې دغه بشردوستانه پروګرام چې په امریکا کې په قانوني ډول دایمي استوګنې ته لاره نه برابروي، د ټولو ملیتونو څخه هرکال ۲۰۰۰ غوښتنې ورته سپارل کیږي چې په اوسط ډول ۵۰۰ غوښتنې يي منل کیږي.

د امریکا د کډوالۍ ادارې دغې پریکړې یو شمیر کډوال او د هغوي ملاتړي يي ناراضه کړي. د کډوالۍ ملاتړ کوونکي وايي چې له دغه کار سره، ولسمشر جوبایډن پر خپلو هغو ژمنو نه دی ولاړ چې  له خطر سره مخامخ افغانانو د ایستلو په اړه يي کړي و.

هوګۍ مهمند چې خپله هم وکیله ده او د افغان کډوالو پورې اړوند ANAR پروژې ته کار کوي اسوشیتید پرس ته ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دوې زرګونه غوښتنلیکونه سپارلې خو دغه غوښتنلیکونه رد شوي دي.

نور ولولئ: آلمانۍ چارتر الوتکي ۳۴۵ کسان له کابل څخه وايستل

په تګزاس ایالت کې یوه وکیله کیتلین رو ویلې چې په دې وروستیو کې يي ۵ غوښتنې رد شوي. نوموړې دا یوه لویه ناهیلي بللې او ویلي يي دي چې دا خلک په رښتیا هم مرستو ته اړتیا لري.

۲۴ کلنه حسینه نیازۍ چې د ماساچوست ایالت کې او سیږي او د امریکا ګرین کارډ هم لري، هیله منده وه چې د بشردوستانه پروګرام له لارې به خپل نامزد له افغانستان څخه وباسي خو بریالۍ نه شوه.

نوموړې هیڅ باور نه کاوه چې د نامزادې د ویزې غوښتنه به يي و نه منل شي ځکه د اړتیا وړ ټول اسناد او شواهد ورسره و. هغې وویل:« د نوموړی د رد کولو لپاره هیڅ منطق موجود نه لري. دا د یو خوب په څیر دی او لاهم باور نه شم کولای.»

بل پلو چارواکي وايي چې له افغانستان څخه به د اسیب پذیره افغانانو ایستلو ته دوام ورکوي او د کابل هوايي ډګر له پوځي تخليي وروسته ۹۰۰ امریکايي او ۲۲۰۰ نور افغانان هم له افغانستان څخه ایستل شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هیله ښيي چې د لسګونه زرو نورو افغانانو په ایستلو کې به هم مرسته وکړي.

د یادولو ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته له ۱۳۰ زرو ډیر افغانان د امریکا او متحدینو لخوا يي له افغانستان څخه وویستل شول چې لاهم لسګونه زره نور د وتلو لپاره انتظار باسي.

رسنیو په دې وروستیو راپور ورکړی و چې د طالبانو او قطر ترمنځ د رامنځ ته شویو اختلافاتو له امله د اوس لپاره له افغانستان څخه د خلکو د ایستلو عملیات درول شوي دي.

نور ولولئ: د قطر او طالبانو د اختلاف له امله د افغانانو د ایستلو پروازونه ځنډول شوي

ان بي سي رسنۍ د امریکا له ګانګرس څخه د یوې سرچینې له قوله تیره اونۍ لیکلي و چې له کابل څخه قطر ته د تخليي پروازونه له هغه وروسته و ځنډول شو چې د قطر دولت طالبان په دې تورن کړ چې د کابل په هوايي ډګر کې دوې په الوتکه کې د خلکو د ننوتلو مخنیوی کوي او بهرته د تلونکي افغانان ځوروي.

 

نورې ليکنې