د فرانسې په ختیځ «کالې» بندري ښار کې د پنجشنبې په ورځ د کډوالو د یوکمپ د ړنګولو پر مهال د پولیسو او کډوالو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځ ته شوی چې په پایله کې لسګونه پولیس او کډوال ټپیان شوي دي.
پولیسو د پنجشنبې په سهار د دغه ښار ترانسمارک سیمې ته نږدې د کډوالو یو کمپ چې شاوخوا ۱۰۰ کسانو په کې خیمې وهلې وې، د ړنګولو لپاره ولاړل چې د کمپ د اوسیدو له سخت غبرګون سره مخامخ شول. پولیسو د کډوالو د تیګو د ګزارونو په بدل کې ډزې وکړي او اوښکي بهوونکي ګاز يي وکارول.
د کډوالۍ د ملاتړ سازمانونو په وینا د کمپ د ړنګولو پر مهال کډوال دې ته نه دي پریښودل شوي چې خپلې توکې ټولې کړي. پولیس بیا پیښه د کډوالو لخوا یو لوی برید بولي.
د پادو کالې سیمې امنیې قومندانۍ په یوه بیانیه کې ویلي چې د کمپ د ړنګولو پرمهال ۱۵ تنه پولیس ټپیان شوي. په بیانیه کې راغلي چې د عملیاتو له پیل څخه، کډوالو پر پولیسو د تیګو ګزارونه پیل کړ او له کمپ څخه يي له وتلو ډډه وکړه.
یو شمیر سیمه ایزو رسینو بیا د ۴۰ پولیسو د ټپي کیدو راپورونه ورکړي دي.د پادو کالې امنیې قومندانۍ، کډوال په دې اړه ګرم بولي او پیښه يي په کلکه غندلې.
د دواړو لوریو په نښته کې درې کډوال هم ټپیان شوي چې د ټپیانو له نښو داسې معلومیږې چې د پولیسو په ډزو کې ټپي شوی وي.
په سیمه کې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د عملیاتو پر مهال معمولا کډوالو ته اجازه ورکول کیږي ترڅو خپلې توکې ټولې کړي خو په دغه عملیاتو کې دوې ته د دغه کار اجازه نه ده ورکړل شوې. د بشري حقونو د ادارې په وینا په سیمه کې د کډوالو ۳۲ خیمې ړنګې شوې دي.
چارواکي د عملیاتو موخه له انساني قاچاق سره مبارزه او د قاچاقچیانو لخوا د انګلیس کانال له لارې بریتانیا ته د کډوالو د هڅولو د مخنیوی بولي خو په سیمه کې یو شمیر نادولتي سازمانونه دغه کار د کډوالو پر وړاندې زور زیاتی بولي.
د فرانسې په ختیځ کالې او نورو ښارونو کې د کمپونو د ړنګولو عملیات په یو عادی امر بدل شوی او دغه چاره هره اونۍ ترسره کیږي.
نور ولولئ: د فرانسې په ختیځ کې د سړې هوا سربیره کډوالو ته سرپناه نه ده برابره شوې
د بشري حقونو څار ډله ویلي چې د پنجشنې ورځې په عملیاتو کې، پولیسو سهار وختي ۹ بجې په سړه هوا او باران کې کډوال له خوبه پاڅول او دوې اړ کړل شول چې خپل ځایونه پریږدي.
د فرانسې ختیځ کالې، ګراندست او یو شمیر نور هغه ښارونه دي چې د افغانانو په ګډون سلګونه کډوال په دې هیله په کې شپې سبا کوي تر څو له هغه ځایه د انګلیس کانال له لارې ځانونه بریتانیا ته ورسوي.
په دې وروستیو کې د انګلیس کانال په اوبو کې ۲۷ کډوال هغه مهال خپل ژوند له لاسره ورکړ چې غوښتل يي په یوه کښتۍ کې ځانونه بریتانیا ته ورسوي. د قربانیانو ترمنځ څلور تنه افغانان هم شامل وو.