یوه افغان مور له ترکيي سره پر پوله ایران کې د یخنۍ له امله مړه شوې او خپل دوه ماشومان يي ژغورلي. انځور: سی ان ان ترکي. ۲ جنوری ۲۰۲۲
یوه افغان مور له ترکيي سره پر پوله ایران کې د یخنۍ له امله مړه شوې او خپل دوه ماشومان يي ژغورلي. انځور: سی ان ان ترکي. ۲ جنوری ۲۰۲۲

د ایران او ترکیې پر پوله یوه افغان مور چې غوښتل يي خپل اولادونه له سړې هوا څخه وژغوري، د سختې یخنۍ له امله مړه شوې او دوه ماشومان يي په یخنۍ کې موندل شوي. ترکي چارواکو ویلي دغه افغان مور غوښتل چې له خپلو دوو اولادونو سره د ترکیې خاورې ته د ننه شي.

له ایرن سره پر پوله د ترکیې په ختیځ کې د وان ولایت چارواکي د یکشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲مه و ویل چې دغه غمجنه پیښه د ایران په خاوره کې د ترکیې پولو ته نږدې « بلاسور» په کلې کي رامنځ ته شوې ده.

د سي ان ان ترکي څانګې لیکلي چې ځايي خلکو رسنیو ته ویلي چې دغه افغان میرمن د سختې سړې هوا له امله خپل تاوده کالي او جورابي يي خپلو ماشومانو ته واغوستل او خپله پښې يي له پلاستیکي کڅوړو تاو کړي وو. په هغو تصویرونو کې چې د کلیوالو لخوا اخیستل شوي لیدل کیږي چې مور خپل له مرګه وړاندې د ماشومانو لاسونو ته خپلې جورابې اغوستې وې.

له قرباني څخه دوه ماشومان چې یو يي ۸ کلن او بل يي ۹ کلن دی د کلیوالو لخوا ژغورل شوي دي.

د وان ولایت له پیښې یوه ورځ وروسته د یکشنې په ورځ په یوه بیانیه په دې اړه وویل:« دغه عمجنه پیښه زمونږ د هیواد په پولو کې نه ده رامنځ ته شوې بلکه له ترکیې سره پر پوله د ایران خاوره کې د بلاسور په کلي کې رامنځ ته شوې. ماشومان د کلیوالو لخوا ایران سرتیرو ته سپارل شوي.»

له دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د پیښې د تصویریونو او ویډیوګانو په خپرولو سره ویل شوي و چې یاده پیښه د ترکیې په خاوره کې رامنځ ته شوې خو ترکي چارواکو بیا دغه ادعا نه مني.

د ایرن او ترکیې پر پوله دا لومړۍ پیښه نه ده بلکه له دې وړاندې هم د دواړو هیوادونو پر پوله یو شمیر افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان ولکه په واک کې واخیسته، له ایران څخه د د ترکیې وان ښار له لارې ترکیې ته د افغان کډوالو د اووښتو شمیر ډیر شوی. ترکي چارواکو هغه مهال ویلي وو چې هره ورځ سلګونه افغانان په ناقانونه ډول له دغې لارې يي خاورې ته دننه کیږي.

د ترکیې دولتي آژانس اناتولي تیره اونۍ خبر ورکړی چې په ۲۰۲۱ کال کې یوازې ۱۵۰۰۰ ناقانونه کډوال له ایران سره پر پوله وان ښار کې د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

نور ولولئ: ترکیې له ایران سره پر پوله په روان کال کې د ۱۲۰ زرو کډوالو مخه نیولې

 

نورې ليکنې