په افغانستان کې د اقتصادي بحران په درشل کې، د کډوالۍ نړیوال سازمان افغانستان ته د پیسو حواله د ژغورنې وسیله او تر بل هروخت اړین بللی او ویلي يي دي په بهر کې میشت افغانان په ۲۰۲۰ کال کې ۷۸۸ میلیونه ډالره خپل هیواد ته حواله کړي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان « ای او ام» په خپل راپور کې لیکلي چې له بهر څخه د پیسو لیږد په هرو لسو افغانو کورنیو کې د یوې کورنۍ لپاره د عاید یوه سرچنیه ده چې د افغانستان د ټول ناخالص تولید ۴ سلنه جوړوي.
ای او ام په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې له ګواښونو سره سره بیا هم کډوال د مبدا، ترانزیټ او کوربه هیوادونو په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبوي. یادې ادارې په دې اړه لیکلي:« په ۲۰۲۰ کال کې د رسمي حوالو اندازه په افغانستان کې ۷۸۸ میلیونه ډالره و».

په راپور کې راغلي چې له افغانستان څخه د باندې ۵،۹ میلیونه افغانان ژوند کوي او تر ډیره دوې د خپلو کورنیو لپاره پیسې د حوالې له لارې چې یوه غیر رسمي بڼه ده لیږي. د ای او ام په خبره د طالبانو له راتګ سره د پیسو د لیږد سیسم له ستونزو سره مخامخ و.
اقتصادي ناورین
د طالبانو لخوا د افغانستان له نیولو وروسته، افغانان له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي. امریکا د افغانستان اوه ملیارده ډالره پیسې ګنګلې کړې او د پیسو نړیوال صندوق ( IMF ) بیا دې هیواد سره خپلې مرستې بندې کړې.
په داسې یو حالت کې او حتی له دې وړاندې هم د افغانانو لپاره له بهر څخه د پیسو حواله یوه مهمه اقتصادي سرچینه بلل کیده. هغه افغانان چې په پاکستان، ایران، ترکیه، خلیج هیوادونو، استرالیا، اروپا، امریکا او د نړۍ یو شمیر نورو هیوادونو کې له لسیزو راهیسې کار کوي په افغانستان کې خپلو کورنیو ته پیسې استوي.
په راپور کې د یوې افغانې میرمنې له قوله چې میړه يي په سعودي عربستان کې د ساختمانۍ په برخه کې کار کوي، لیکل شوي چې میړه يي په هرو یو او دوو میاشتو کې د ۲۶۰ څخه تر ۵۴۰ امریکايي ډالرو په اندازه پیسې ورته استوي.
نور ولولئ: فرانسه: د افغانستان اقتصادي بحران د کډوالو په کاري ژوند څخه اغیز کړی؟
ای او ام لیکلي چې ګن شمیر افغانان د بانکي حساب د نه درلودلو له امله د حوالې له سیستم څخه ګټه پورته کوي. حواله د پیسو د لیږد یوه غیررسمي بڼه ده چې ۹۰ سلنه افغانان ترې ګټه پورته کوي او په ټول هیواد کې د حوالې ۹۰۰ نمایندګۍ په کار بوخت دي.
د پیسو لیږد؛ د کډوالۍ یو فرصت
کډوالي د ستونزو ترڅنګ ګټې هم لري چې یوه يي همدا د پیسو لیږد بلل کیږي. هندوستان د نړۍ په کچه تر ټولو ډیر له دغې ګټې برخمن دی چې په ۲۰۲۱ کال کې يي له دې اړخه ۸۷ میلیارده ډالره لاسته راوړې.
له هندوستان وروسته، چین، مکسیکو، فلپین او مصر هغه هیوادونه دي چې کارګر مهاجر يي تر ټولو ډیر خپلو هیوادونو ته پیسې استولي دي.
نړیوال بانک اټکل کړی چې د کرونا اوبا له امله امله رامنځ ته شوی اقتصادي ستونزو له وجې په ۲۰۲۱ کال کې به د نړۍ په کچه د پیسو حواله ۱۴ سلنه ټیټه شي.