د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۲۱ کې د هغو کډوالو شمېر ریکارډ کچې ته لوړ شوی دی چې د انګلیس یا مانش کانال له لارې یې برتانیا ته ځانونه رسولي دي.
برتانوۍ رسنۍ پي اې د برتانیا د کورنیو چارو وزارت له قوله وایي چې تېر کال لږترلږه ۲۸۳۹۵ کډوال په وړو کښتیو کې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته اوښتي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۰ کې نږدې ۸۴۰۰ کسانو د یاد کانال له لارې برتانیا ته ځان رسولی و.
وروسته له هغه چې په ۲۰۱۸ کې د کالې بندر او یوروتونل د کډوالو پر مخ وتړل شول، مهاجرو هڅه وکړه چې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته واوړي.
د شمېرو له مخې د ۲۰۲۱ په نومبر میاشت کې نږدې ۶۹۰۰ کډوال له انګلیس کانال څخه په تېرېدو برتانوي سواحلو ته رسېدلي دي. یادې شمېرې ښيي چې یوازې د نومبر پر ۱۱مه ۱۱۸۵ مهاجرو د یاد کانال له لارې برتانیا ته ځان رسولی و.
بیا ولولئ: انګلیس کانال: د ګواښونو سربېره تر ۱۰۰۰ ډېر کډوال برتانیا ته رسېدلي دي
خو تېر کال انګلیس کانال کې غمجنې پېښې هم رامنځ ته شوې: د ۲۰۲۱ د نومبر میاشتې پر ۲۷مه یاد سمندر کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې ۲۷ کډوال ووژل چې په ډله کې یې ښځې او ماشومان هم وو.
له اروپایي ټولنې څخه د برتانیا له وتلو وروسته انګلیس کانال کې د مهاجرو موضوع د لندن او پاریس ترمنځ پر یوې لانجمنې مسلې اوښتې ده. لندن پاریس په دې تورنوي چې له فرانسې سره د برتانیا حکومت د مالي مرستو سربېره د مهاجرو د مخنیوي لپاره کافي هڅه نه کوي. فرانسه بیا دغه ادعا ردوي.
بیا ولولئ: انګلیس کانال: د کډوالو پر سر د فرانسې او برتانیا ترمنځ لانجه
تېر نوامبر انګلیس کانال کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې وروسته د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون فرانسې ته د کډوالو د بېرته استولو وړاندیز کړی و. هغه په یوه پرانیستي لیک کې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ته ویلي وو: «له فرانسې سره د دغو مهاجرو د بېرته استولو پر سر هوکړه د ناقانونه سفرونو پر مخنیوي مثبت اغېز کولی شي».
خو پاریس بیا دا وړاندیز په کلکه رد کړی و. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن دغه پرانیستی لیک «د نه منلو وړ» بللی و.
نن سبا د برتانیا پارلمان کې د یوې داسې لایحې پر سر بحثونه روان دي چې له مخې به یې د قاچاق وړونکو او یاد هیواد ته د انګلیس کانال له لارې د اوښتونکو کډوالو پر وړاندې سخت تدابیر ونیول شي.