د ارشیف انځور:‌ پېکچر الاینز
د ارشیف انځور:‌ پېکچر الاینز

برتانوۍ ورځپاڼې انډیپنډنت په یوه نوې څېرنه کې موندلې چې له ۲۰۱۶ راهیسې د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د هغو افغانانو د منصرف کولو لپاره سیفار شرکت ته لږترلږه ۷۰۲ زره پونډه ورکړي دي چې غوښتل یې دغه هیواد ته کډه وکړي.

د جګړو او تاوتریخوالي سربېره سیفار شرکت د ۲۰۲۰ د فبرورۍ تر ډسمبر پورې د برتانیا حکومت په مالي مرسته افغانستان کې د کډوالۍ په هکله معلوماتي کمپاین ترسره کړی دی. د انډیپنډنت ورځپاڼې څېړنه ښيي چې د دغه کمپاین څخه موخه د هغو افغانانو منصرف کول وو چې غوښتل یې کډوالۍ ته مخه وکړي. 

د سیفار پر پاڼو ډېری داسې انځورونه لیدل کېږي چې کډوالو ته پکې له برتانیا څخه د شړل کېدو په هکله خبرداری ورکول شوی دی. دغه شرکت چې له ۲۰۱۴ راهیسې د کډوالۍ په برخه کې فعالیت کوي او په هانګ کانګ کې موقعیت لري وایي، هدف یې دا دی چې له کډوالو سره مرسته وکړي ترڅو دوی «مناسب تصمیمونه» ونیسي.

سیفار دغه راز ادعا کوي چې «د کډوالۍ چلند د بدلولو» په برخه کې تخصص لري. یاد شرکت د مهاجرو د منصرف کولو لپاره برتانیا کې د خپرو شویو څېړنو پر بنسټ خپل فعالیتونه ترسره کوي او د برتانیا، جرمني، هالنډ او استرالیا له خوا تمویلېږي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د لګښتونو اسناد بیا ښيي چې یاد وزارت له ۲۰۱۶ تر ۲۰۱۸ پورې ۱۲ ځله سیفار ته پیسې ورکړې دي، خو د ماموریتونو جزیات یې نه دي په ډاګه کړي.

په ورته مهال برتانیا ویلي چې د دغه اقدام لپاره «بخښنه نه غواړي». په وینا یې د دوی هدف دا دی چې د مهاجرت پر لارو د ګواښونو په اړه مهاجرو ته معلومات ورکړي. انډیپنډېنت د یاد وزارت د یو ویاند له قوله وایي: «د تېرې میاشتې غمجنه پیېښه انګلیس کانال کې د خطرونو نښه ده.» په وینا یې دا مهمه ده چې د دغو خطرونو په هکله خلکو ته خبرداری ورکړل شي.

بیا ولولئ:‌ برتانیا د کډوالو د ورتګ د مخنیوي‌ لپاره انټرنټي سایټ جوړ کړی 

د یادولو ده چې تر دې دمخه برتانیا د مهاجرو د څپو د ورتګ د مخنیوي لپاره یو غیر رسمي سایټ هم جوړ کړی و چې آن دې موف نومېده.‌ دغه سایټ چې ځانګړی لوګو لري او چارتونه هم پکې لیدل کېږي برتانیا ته ور تلونکو مهاجرو ته د ګواښونو په هکله په انګلیسی، عربي، فارسي،‌ پښتو،‌ کردي او تیګرګنایي ژبو معلومات ورکوي.

انډیپنډېنت تېر کال په یوه بله څېړنه کې موندلې وه چې د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د خلکو د مالیاتو په استفادې سره د د ډسمبر تر اپریل پورې پر فېسبوک او انسټاګرام باندې د دغه سایټ لپاره د ۲۳۰۰۰ پونډ په ارزښت تبلیغاتي کمپاین کړی و.

 

نورې ليکنې