څلور مړي د قناري‌ ټاپوګانو کې موندل شوي‌. د ۲۰۲۱ د اپریل ۱۱مه نېټه. انځور:‌ رویټرز، بورخا سوارز
څلور مړي د قناري‌ ټاپوګانو کې موندل شوي‌. د ۲۰۲۱ د اپریل ۱۱مه نېټه. انځور:‌ رویټرز، بورخا سوارز

اسپانوی سازمان کامیناندو فرونتراس په یوه نوي راپور کې وایي چې په ۲۰۲۱ کې تر ۴۴۰۰ ډېر مهاجر چې غوښتل یې اسپانیا ته واوړي سمندر کې ډوب شوي‌ دي. راپور کې زیاته شوې چې ډېری دغه مهاجر د افریقا له شمال ختيځ څخه د قناري ټاپوګانو پر لور خپل سفر پیل کړی و.

د کامیناندو فرونتراس سازمان د نوي راپور له مخې ۲۰۲۱ د هغو مهاجرو لپاره تر ټولو خونړی کال بلل کېږي چې غوښتل یې د سمندر له لارې اسپانیا ته ځان ورسوي.

بیا ولولئ: قناري ټاپوګانو ته څېرمه د يوې مهاجري جسد موندل سوی

دغه راپور چې پرون دوشنبه د جنورۍ ۳مه خپور شوی وایي، د خطرناکو لارو کارول او د سمندري سفرونو لپاره له نامناسبو کښتیو کار اخیستل د قربانیانو د شمېر د لوړېدو دوه اصلي لاملونه دي.

راپور کې راغلي دي چې د مړو ۹۰ سلنه د ۱۲۴ پېښو په ترڅ کې د قنارۍ ټاپوګانو پر سمندري لاره مړه شوي دي. 

قناري ټاپوګان چې له اسپانیا سره تړاو لري مراکش ته نږدې اوبو کې پراته دي او له ۲۰۲۰ راهیسې د مهاجرو پر عمده مسیر بدل شوي دي. خو دغه لار له ګواښونو ډکه ده.

بیا ولولئ: «د کال په لومړۍ نيمايي کې له زرو ډیر کډوال اروپا ته د رسېدو پر لار مړه شوي دي»

کامیناندو فرونتراس له ۲۰۱۸ راهیسې د قربانیانو کلنۍ شمېرۍ خپروي. د دې سازمان بنستګرې هلنا مالنو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغه شمېرې د هغو مهاجرو او د مهاجرو د کورنیو د معلوماتو له مخې راټولېږي چې د خپلو لادرکه شویو خپلوانو په لټه کې دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان بیا وایي چې تېر کال د قناري ټاپوګانو پر لاره ۹۵۵ کسان مړه شوي دي. 

 

نورې ليکنې