د ارشیف انځور.‌ برتانیا ته رسېدلي کډوال، نومبر ۲۰۲۱. انځور: پېکچر الاینز
د ارشیف انځور.‌ برتانیا ته رسېدلي کډوال، نومبر ۲۰۲۱. انځور: پېکچر الاینز

د برتانوي چارواکو په حواله پرون سه شنبه لږترلږه ۶۶ کډوال د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي چې په ډله کې یې یو وړوکی ماشوم هم دی. دا په نوي میلادي کال کې د کډوالو لومړۍ ډله ده چې د انګلیس کانال څخه په تېرېدو سره برتانیا ته رسېږي.

د فرانسې خبري اژانس د یو خبریال له خوا اخیستل شوی انځور ښيي چې یو سړی له خپل وړوکي ماشوم سره د برتانیا دوور بندر ته رسېدلی دی.

دوی د هغو کډوالو په ډله کې شامل دي چې پرون سه شنبه د جنورۍ ۴مه په دوو کښتیو کې د انګلیس کانال له لارې برتانوي سواحلو ته ورسېدل. 

د کډوالو لومړۍ ډله چې ماشومان هم پکې شامل وو انګلیس کانال کې موندل شوې وه او د ورځې په ۱۱ بجو دوور بندر ته ولېږدول شوه.

دویمه ډله بیا چې ۲۰ کسان پکې وو پرون ماسپښین د برتانیا د ساحلي‌ ځواکونو له خوا دوور بندر ته انتقال شوه.

داسې ویل کېږي چې دا په نوي زېږدیز کال کې د کډوالو لومړی ډله ده چې د انګلیس کانال څخه په تېرېدو سره یې برتانیا ته ځان رسولی دی.

تېر کال د کډوالو شمېر ریکارډ کچې ته رسېدلی

تر دې دمخه برتانوي چارواکو ویلي وو چې په ۲۰۲۱ کې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د اوښتونکو کډوالو شمېر ریکارډ کچې ته لوړ شوی دی.

بیا ولولئ: انګلیس کانال:‌ په ۲۰۲۱ کې برتانیا ته د اوښتونکو کډوالو شمېر ریکارډ کچې ته رسېدلی

برتانوۍ رسنۍ پي اې د برتانیا د کورنیو چارو وزارت له قوله خبر ورکړی و چې تېر کال لږترلږه ۲۸۳۹۵ کډوال په وړو کښتیو کې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته اوښتي دي چې د ۲۰۲۰ پرتله درې چنده زیاتوالی ښيي.

وروسته له هغه چې په ۲۰۱۸ کې د کالې بندر او یوروتونل د کډوالو پر مخ وتړل شول، مهاجرو هڅه وکړه چې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته واوړي.

له اروپایي ټولنې څخه د برتانیا له وتلو وروسته انګلیس کانال کې د مهاجرو موضوع د لندن او پاریس ترمنځ پر یوې لانجمنې مسلې اوښتې ده.لندن پاریس په دې تورنوي چې له فرانسې سره د برتانیا حکومت د مالي مرستو سربېره د مهاجرو د مخنیوي لپاره کافي هڅه نه کوي.‌فرانسه بیا دغه ادعا ردوي.

 

نورې ليکنې