آرشيف انځور
آرشيف انځور

تقريبا ۷۰ مهاجرو په سمندر کي د بېړني حالت سره مخامخ کېدو وروسته ځانونه په مديترانه کي د نفتو يو پلټفارم ته رسولي او ژغورلي دي.

د فرانس پرس خبري آژانس د خبر له مخي په کښتۍ کي سپاره يو شمير مهاجر د مديترانې په سمندر کي د بېړني حالت سره مخامخ سول. زياته سوې چي دغو مهاجرو ځانونه په سمندر کي د تيلو د نړيوال شرکت شېل يو پلټفارم ته او په دې توګه خونديتوب ته ورسول.

د خبر له مخي د شېل شرکت ياد د نفتون پلټفارم د تونس له ساحل څخه په ۱۲۰ کلومترۍ کي واقع دی. فرانس پرس خبري آژانس د خپل دغه خبر منبع د شېل شرکت او د «لوييس ميشل» په نوم ژغورونکي کښتۍ عمله بللې ده. يادو منابعو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ ۵ نېټه) و خبري آژانس ته دا معلومات ورکړي دي.

شېل شرکت ويلي دي چي و پلټفارم ته رسېدلو مهاجرو ته يې اوبه، غذا او وچې جامې ورکړل. زياته سوې چي دغه مهاجر په دا بله ورځ د تونس د سمندري ځواک يوې کښتۍ ته وسپارل سول.

د مهاجرو يوه بله ۳۱ کسيزه ډله چي د لرګي کښتۍ يې په خراب موسم کي په سمندر کي روانه وه، د مرستندويه کښتۍ «لوييس ميشل» لخوا وژغورل سوه. دغه مرستندويه کښتۍ چي ۳۰ متره اوږده ده، پخوا د سمندري پوځ له خوا کارېدله. دغه کښتۍ د بريتانوي هنرمند بانکسي له خوا مزينه کړل سوې ده. په مديترانه کي يو شمير مرستندويه کښتۍ په لاره دي. په زرونو انسانان هر کال کوښښ کوي چي د مديترانې له لاري و اروپا ته ځانونه ورسوي. 

تېر کال په ټوليزه توګه تقريبا ۱۱۵ زره مهاجر د مديترانې له لاري ايټاليا، يونان، هسپانيې، قبرس او مالټا ته ورسېدل. د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه صندوق په حواله تېر عيسوي کال د مديترانې له لاري د مهاجرت په هڅه کي ۱۸۰۰ انسانانو خپل ژوندونونه له لاسه ورکړ.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې