د ارشیف انځور: پاریس کې پناه غوښتونکي، ۲۰۱۷. انځور: مهدي شبیل
د ارشیف انځور: پاریس کې پناه غوښتونکي، ۲۰۱۷. انځور: مهدي شبیل

د مهاجر پلوه سازمانونو یو نوی راپور ښيي چې فرانسه کې له دوو پناه غوښتونکو له ډلې څخه یو یې د دولت له مالي‌ مرستو څخه برخمن نه دی او کافي خوړو ته لاسرسی نه لري. په ورته مهال د کډوالۍ او ادغام اداره یا اوفي د دغې ادعا په ردولو سره وایي‌ چې ټول پناه غوښتونکي‌ مالي مرسته ترلاسه کولی شي. کډوال نیوز معلومات ورکوي.

د ارمې دو سالو، د لوږي پر وړاندې عمل سازمان، د پاریس سامو سوسیال او ځینو نورو سازمانونو په یو راپور کې چې په د ۲۰۲۱ په ډسمبر میاشت کې خپور شوی د پناه غوښتونکو ټولنیز، روغتیایي او مالي وضعیت ارزولی دی.

دغه راپور د پناه غوښتونکو په هکله د فرانسې حکومت د پالیسۍ نیمګرتیاوې رابرسېره کوي او ښيي چې د معلوماتو د نشتوالي له امله کډوال د هرکلي له سیستم سره پوره بلدتیا نه لري نو ځکه په سختو شرایطو کې ژوند تېروي. د بېلګې په توګه، ډېری پناه غوښتونکي په فرانسوي ژبه نه پوهېږي، ډېری یې له خپلو خپلوانو او یا له فرانسوي ادارو سره د اړیکو د ټینګولو لپاره انټرنټ ته لاسرسی نه لري او یا له روغتیایي خدماتو بې برخې دي.

د دوبلیني شویو کسانو په ګډون ټول پناه غوښتونکي په اټوماټیک ډول مالي مرستو ته لاسرسی لري.

یاد راپور کې راغلي‌ چې د دوو پناه غوښتونکو له ډلې څخه یو یې د دولت مالي مرستو یا ادا ته لاسرسی نه لري. د راپور له مخې: «هغه پناه غوښتونکي چې د هرکلي ورځني مرکزونو ته مراجعه کوي هېڅ ډول عواید نه لري. که عواید ولري هم دا به دولتي مرسته یا ادا وي.»

خو د اوفي عمومي مشر دیدییې لسکي بیا دا خبره ردوي. هغه کډوال نیوز ته وایي: «د دوبلیني شویو کسانو په ګډون ټول پناه غوښتونکي په اټوماټیک ډول مالي مرستو ته لاسرسی لري.»

خو ولې سازمانونو دا شمېرې خپرې کړې دي؟ دغو سازمانونه له هغو کسانو سره خبرې کړې دي چې په عامه توګه کډوال نومېږي. د یادو کډوالو په ډله کې هغه کسان هم دي چې لږ مخکې فرانسې ته رسېدلي او ډېری یې اسناد نه لري. دوی دغه راز له هغو کډوالو سره مرکه کړې ده چې غوښتنې یې رد شوې دي. د یادو کسانو په ډله کې منل شوي‌ مهاجر هم دي.

څوک له مالي مرستو څخه برخه اخیستلی شي؟

ادا یا مالي مرسته یوازې هغو پناه غوښتونکو ته ورکول کېږي چې قومندانیو کې یې غوښتنه ثبت شوې ده.

اوفي‌ وایي:

  • رد شوي مهاجر ادا ته لاسرسی نه لري ځکه چې د دوی غوښتنې رد شوې دي.
  • منل شوي مهاجر ادا ته لاسرسی نه لري ځکه چې دوی د اقامت کارتونو خاوندان دي او له نورو مرستو لکه کف او ار اس آ څخه برخه اخیستلی شي.
  • هغه کسان چې لږ مخکې فرانسې ته رسېدلي خو تر اوسه یې غوښتنې قومندانیو کې نه دي ثبت شوې. دوی مرستو ته لاسرسی نه لري.

راپور کې زیاته شوې ده چې که څه هم ځینې مهاجر له ادا څخه برخمن دي، خو ۲۴ سلنه یې بیا وایي چې کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

پناه غوښتونکي څنګه له ادا څخه بې برخې کېږي؟

اوفي وایي په لاندې حالاتو کې پناه غوښتونکي له ادا څخه بې برخې کېږي:

  • که چېرې پناه غوښتونکي د دولتي سرپناه د وړاندیز له منلو ډډه وکړي، نور به ورسره مالي مرسته نه کېږي. دیدیي لسکي وایي: «هدف مو دا نه دی چې پناه غوښتونکو ته سزا ورکړو، خو دا یوازنۍ هغه لاره ده چې ایل دو فرانس کې د زیات شمېر پناه غوښتونکو د راټولېدو مخنیوی کوي.»
  • هغه رد شوی پناه غوښتونکی چې د بیا منل کېدو پروسه کې شاملېږي، مانا یې دا چې یو بل هیواد چې د هغه د دوسیې د ارزولو مسولیت لري د نوموړي پناه غوښتونکي د بیا منلو غوښتنه کوي.
  • کله چې پناه غوښتونکي د محکمې له خوا محکوم شي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ کې فرانسه کې د پناه غوښتنې ۹۳۲۰۰ دوسیې خو په ۲۰۱۹ کې بیا ۱۵۱۰۰۰ دوسیې ثبت شوې وې.

 

نورې ليکنې