د قبرس يو ساحل
د قبرس يو ساحل

په قبرس کي پوليسو د تقريبا ۲۰۰ مهاجرو تر منځ د خپلمنځي اخ و ډب د مخنيوي په مقصد هوايي ډزي کړي دي.

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي پوليسو د قبرس ټاپو په پافوس استراحتي ښار کي د تقريبا ۲۰۰ مهاجرو د يو بل څخه شړلو په مقصد هوايي ډزي کړيدي. زياته سوې چي په تقريبا په عيني وخت کي د پوليسو په وينا د سه شنبې په ماښام د پلازمېني نيکوسيا په يو لومړي مهاجر کمپ کي هم د کمپ د اوسېدونکو تر منځ اخ و ډب رامنځته سوی دی.

د خبر له مخي به دواړو پيښو کي مهاجرو پر پوليسو ډبري غورځولي دي. د پوليسو ځايي چارواکي کريستوس اندروس د چهارشنبې په ورځ وويل چي پوليسو په دې ترڅ کي يو شمير کسان نيولي هم دي. نوموړي دا څرګندونې و دولتي راديو تلويزيون ته کړي دي. پوليسو ويلي دي چي دا لا نه ده څرګنده چي دا ترينګلتيا ولي رامنځته سوې وه.

د ښار د کلوراکا ناحيې اوسېدونکي وايي چي هلته د مهاجرو يو ډول ځانګړې د اوسېدو ساحه يا ګيټو رامنځته سوې ده چي پکښي صرف مهاجر اوسيږي. د رسنيو د راپورونو پر اساس په ياده سيمه کي په سلونو مهاجر ژوند کوي او دا چي هلته پوليسو کنټرول له لاسه ورکړی دی.

د اروپايي اتحاديې غړی هيواد قبرس په په واري واري د يادي اتحاديې له نورو هيوادونو څخه هيله کوي چي ورڅخه مهاجر ومني. د دغه هيواد د کورنيو چارو د وزير نيکوس نوريس په وينا يوازي په تېر اکتوبر او نوامبر کي و دغه هيواد ته ۴۰۰۰ مهاجر رسيدلي ول. د اروپايي اتحاديې د احصاييو د ادارې په حواله په ۲۰۲۰ کال د نفوس په تناسب په اروپايي اتحاديه کي تر ټولو زياتې پناه غوښتنې د قبرس په هيواد کي سوي وې.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې