د آلمان د کورنيو چار وزيره نانسی فایزر
د آلمان د کورنيو چار وزيره نانسی فایزر

د جرمني داخله وزیره په آلمان کي د افغان پناه غوښتونکو د پاته کیدوښه چانسونه ویني. په خبره یې افغان پناه غوښتونکي آن کولای سي د پناه دغوښتنلیک په اړه تر پریکړې مخکي د دولت لخوا تمویل سوو د ادغام په کورسونو کې برخه واخلي.

د جرمني د داخله وزیري نانسي فیزر د یوې نوي ارزوني له مخي به افغانستان په راتلونکي کې يو داسې اصلي هېواد وي چې وګړي یې په آلمان کې د پاتيدو ښه چانس ولري. د نوموړې په خبره دا کار د هغه هیواد پناه غوښتونکو ته چي اوس یو وار بیا د طالبانو په واک کي دی، ددې امکانات برابروي چې په آلمان کې د دوی د غوښتنلیک په اړه تر پریکړې مخکي د دولت لخوا تمویل سوو د ادغام په کورسونو کې برخه واخلي.

لکه څنگه چي د آلمان خبري آژانس د حکومتي کړیو څخه معلومات ترلاسه کړي، د سوسیال ډیموکرات د گوند دغي سیاستوالي د افغانستان په گټه په داسي حال کي یوه پریکړه وکړه چي د۵۰ سلنې څخه ډیر د "مجموعي محافظت کچې " معیار چې په تیرو کلونو کې تعين سوی وو، تر اوسه نه دی ترلاسه سوی.

په دې ډول د کورنیو چارو دغي وزیري اوس د جرمني د کار د وزیر، هوبیرتوس هایل هغه نظرتعقیب کړ، چي له مخي یې هغو پناه غوښتونکو ته چي د ۲۰۱۹ کال د اگست تر لومړۍ نیټې وروسته آلمان ته راغلي دي اجازه ورکړې وه چي د ژبي مسلکي کورسونو ته لاسرسی ولري.

 د کورنيو چارو نويو پريکړو پر اساس ددغي نوی طبقه بندۍ په هکله د کورنیو چارو وزارت دا دلیل راوړي چي ددې گومان کیږي چي د افغانستان له پاره به د »د مجموعي محافظت کچه« په راتلونکي کي زیاته سي.  

خو بیا هم د dpa د خبري آژانس په حواله د نوموړي وزارت د مهاجرینو په څانگه کي په دې اړه شک موجود دی. د هغه دلیل په یوې ځانگړي رایه اخیستنه کي دا راوړل کیږي چي تر اوسه لا معلومه نه ده چي د کومو معیارونو پر اساس به دغه ډول پیشبیني ترسره سي. علاوه پر دې دا کار د نورو اصلي هیوادونو له پاره هم یو مثال گرځیدای سي.

 په اصطلاح د »د مجموعي محافظت کچه«، د یوه خاص هیواد د خلکو د پناهندگۍ د مثبتو پریکړو په هکله، د نورو ترڅنگ د محدودو پناه غوښتونکو محافظت او د هغوی د اخراج ممنوعیت ښیی.

په اوس وخت کي د اصلي هیوادونو په توگه د پاته کیدو ښه چانس لرونکي هیوادونو کې سوریه، اریتیریا او سومالیا شمیرل کیږي. د افغانستان له پاره دغه سهمیه د تیرکال په لومړیو اوو میاشتو کي شاوخوا ۳۹ سلنه وه. پس له هغه د افغانانو د پناه غوښتني په هکله پریکړي شاته واچول سوې، دا ځکه چي د مهاجرو ادارې یا بامف د آلمان د حکومت له خوا د افغانستان د وضعیت په هکله نوي ارزوني ته انتظار ايسته.

د دسمبر له لومړۍ نیټې څخه د افغانانو له خوا د غوښتنلیکونه په هکله پریکړي، د نويو لارښوونو پر بڼسټ ترسره کیږي.

آلمانی پوځ د ۲۰۲۱ کال د جون په پای کي تر کلن ماموریت وروسته له افغانستانه ووت. د ټولو خارجي ځواکونو د وتلو په نتیجه کي وسله والو طالبانو د اگست په نیمایي کي د کابل په نیولو سره په ټول افغانستان کي واک ترلاسه کړ.

GP/BS/AG

منبع: د آلمان ږغ دويچه وېله پښتو څانګه

 

نورې ليکنې